
غزني ښار کې د زنخان ولسوالۍ انتقالي مرکز هم سقوط وکړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲ وږی، ۱۳۹۶): د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ مرکز چې د امنیتي مجبوریتونو له کبله د ولایت مرکز ته کډه شوی و، سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لویدلی.
زنخان ولسوالۍ لا له وړاندې د طالبانو تر واک لاندې وه او چارواکو یې مرکز د غزني ښار روضې سیمې ته انتقال کړی و، خو تېره شپه یې دغه ګرځنده مرکز هم سقوط وکړ او د طالبانو لاس ته ولوېد.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دغه سیار مرکز یې له ۴ پوستو، ۳ ټانګونو، ۱ عراده رینجر او ګڼو مهماتو سره یوځای نیولی دی.
یاده دې وي چې د غزني ولایت د زنخان، رشیدانو، خوږیاڼو او ناوې ولسوالۍ عملا د طالبانو په لاس کې دي، خو دولت د هرې ولسوالۍ لپاره په ښار کې ګرځنده مرکزونه جوړ کړی او له همدې ځایه د ولسوالۍ چارې پرمخ وړي.
د رشیدانو ولسوالۍ مرکز په یوه کلي کې، د خوږیاڼو ولسوالۍ مرکز د غزني ښار په ګنج سیمه کې او د ناوې ولسوالۍ مرکز تر اوسه ثابت موقعیت نه لري او وخت په وخت بدلیږي.
ښايي دا په تېرو شپاړسو کلونو کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه وي چې یوه ولسوالۍ د سقوط په حال کې بیا سقوط کیږي.
تر اوسه په دې اړه د دولتي چارواکو غبرګون نه دی ترګوتو شوی.