سوډان: د روسیې سفیر په خپل کور کې مړ موندل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲ وږی، ۱۳۹۶): د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د روسیې سفیر تېره شپه چارشنبه په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د سوډان د پولیسو په حواله ویلي چې تر اوسه د نوموړي د مرګ سبب نه دی مالوم خو د روسیې سفیر «میرګایاس شیرینسکي» د زړه ناروغي لرله.

د سوډان د بهرنیو چارو وزارت هم د نوموړي د مړینی خبر ورکړی دی او روسیې ته یې د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي. بلخوا روسي سرچینو هم تایید کړې چې سفیر یې په خرطوم کې د زړه له حملې څخه مړ شوی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.