ورزش

کرکټ: بنګلادیش خپل وروستۍ لوبه هم په درو وکټو وبایله

نن ټکی اسیا: که څه هم بنګلادیش د ډیر لږ سکور 204 دفاع تر ۴۹م اور پوري وغځوله، خو ونه توانید چی د سیرلانکا د کپتان انجیلا ماتیوز مخه ونیسي، هغه په یوازي سر ۷۴ منډي جوړي کړي، او خپله لوبډله یې د ماتي څخه وژغورل.
سیرلانکا په ټول ټورنمنټ کي چا مات نه کړ، سبا نه بل سبا به د پاکستان سره فاینل کی مخ سي، او هلته به مالومه سي چي بې ماتي وزي، کپ به وګټي، او که به پاکستان د خپل لومړي شکست غچ ځیني واخلي.

د تفصیلاتو سره سم نن د آسیا جام د سیالیو په ترڅ کي د بنګلادیش او سیرلانکا تر منځ لوبه تر سره شول، چي سیرلانکا په ۳ وکټه وګټل.

لومړی بنګلادیش د لوبي پچه وګټل، او لومړی یی د بیټنګ کولو فیصله وکړه، چي په تاوان یې تمامه سول، ځکه چي خپل په پنځوس اورنو کي یوازي وتوانیدل چي ۲۰۴ منډي جوړي کړي، او خپل ۹ تنه لوبغاړي له لاسه ورکړي.

د بنګلادیش اپنرانو د خپل عادت سره سم ډیره ښه لوبه وکړه، او سکور یې تر ۷۴ پوري وغځوی، خو د هغه وروسته چي لومړی اوپنر شمس الرحمن اوټ سو، د بنګلادیش د پاتو وکټونو کتار ولګېد، او ډیره مشکله یې سکور ته 204 ورسوی.

د سیرلانکا څلور بالرانو دوه دوه وکټونه واخیست.

په جواب کي بنګلادیش هم ښه بالنګ وکړ، او په لومړی شلو اورنو کي ۴ مهم لوبغاړي سوځولي وه، او یوازي ۶۴ منډي جوړي شوي وې، خو د هغه وروسته د سیرلانکا کپتان انجیلا ماتیوز په دې وتوانید چي لوبه تر پایه ورسوي، او په یوازي سر ۷۳ منډي جوړي کړي.

نوموړی د غوره لوب غاړي په حیث هم اختیار سو.

باید وویل شي چي د اسیا جام لپاره د سیالیو وروستۍ لوبه به سبا نه بل سبا په 8/3/2014 په شیری بنګلا سټيډیم کي د پاکستان او سیرلانکا تر منځ تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x