د ایران د بهرنیو چارو وزیر - جواد ظریف

قطر ایران ته خپل سفیر لیږلی، ایران وایی سعودي سره به هم ژر اړیکي ورغول شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲ وږی، ۱۳۹۶): تېره ورځ چهارشنبه قطر اعلان وکړ چې سفیر به یې ډېر ژر د دیپلوماتیکو اړیکو د پیل په موخه تهران ته سفر وکړي او د ایران سره به په رسمي ډول هر اړخیزې اړیکې بیا پيل کړي، بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د حج موسم وروسته به د سعودي سره دیپلوماتیک پلاوي تبادله کړي تر څو د سفارتونو د بیا خلاصولو پر لارو چارو غور وکړي.

قطر په کال ۲۰۱۶ هغه وخت د ایران څخه خپل سفیر را وغوښت کله چې ایراني لاریون کوونکو په سعودي کې د شیعه مشر «نمر النمر» د اعدام پر ضد د سعودي پر سفارت او قونسلګري برید وکړ.

خو له هغه وروسته چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي بندیزونه لګولی او دیپلوماتیکی اړیکي يې ورسره شکولي، دغه هیواد یو ځل بیا ایران ته نیژدې شوی او غواړي چې رسمي اړیکي ورسره یو ځل بیا د پخوا په شان کړي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې امکان شته ډېر ژر د سعودي سره دیپلوماتیکي اړیکې ورغول شي.

نوموړي د ایران خبري اژانس «اسنا» ته په مرکه کې ویلي چې د حج موسم وروسته به ایران او سعودي په خپلو کې سفارتي پلاوي سره تبادله کړي، تر څو د اړیکو د بیا رغولو پر امکاناتو خبرې اترې وشي.

نوموړی وویل چې ایران تل د سیمې د شخړو په اړه د سعودي سره د مذاکراتو له لاري تفاهم ته رسیدل غوښتي دي.

باید وویل شي چې د اړیکي د پرې کېدو سربېره ایران د سعودي سره پراخ تجارتي تعاملات لري او همداسي يې سږ کال خپل حاجیان هم سعودي ته لیږلي دي چې د هغوی د قانوني اسانتیا لپاره په جده، مدینه او مکه مکرمه کې د ایران سفارتي پلاوي په دندو ګمارل شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.