سیف الدین قطز او د مغولو نه ماتېدونکې فلسفې پای(اوله برخه)

لیکوال : طارق محیايي
ژباړن : عبدالسمیع درانی

ښايي د ځمکې له پیدایښت نه بیا تر اوسه، داسې ستر ناورین نه وي پېښ شوی لکه په فارس او مسلمان امت د مغولو تېری!
په اسلامي نړۍ د مغولو یرغل داسې وحشیانه یرغل وو چې په پایله کې یې میلیونونه کسان مړه، زرګونه ښارونه او ابادۍ ورانې او قیامت یې په دا دنیا خلکو ته ور وښود.

د مغولو ځینې جنایتونو ته کتنه:

د ابن اثیر له نظره د مرو ښار د وژل شویو شمېر (۷ سوه زره) او د جوزجاني په خبر (۲٫۴) میلیونه . د جوزجاني په وینا د هرات ښار د وژل شویو شمېر په کال ۶۱۹ ه. ق کې (۱٫۴) میلیونه او د سیفي په وینا (۱٫۶) میلیونه . چې په ځینو حالاتو کې آن پر حیواناتو هم رحم نه کیده او له یوې مخې قتل عام روان ؤ. لکه نیشاپور کې چې د چنګېز د زوم د وژل کېدو له امله د مړو شمېر (۱٫۸) میلیونو ته ورسېد. همدا شان د بامیان ښار هم له قتل عام سره مخ شو، آن تر دې چې جنین د مور په بطن کې او ګیدړې او لیوان په غره کې ژوند ته پرېنښودل شول؛ ځکه چې هلته د چنګېز لمسی وژل شوی وو. په دې ویرجن حالت کې یوازې د خوارزم اوسېدونکې وو چې دوی وکړای شول د څلورو میاشتو لپاره د چنګېزي لښکر پر وړاندې ودریږي او له ځینو سیمو هغوی پر شا وتمبوي.
د خوارزمي چارواکو له ډلې یو هم سلطان جلال الدین محمد خوارزمشاه دی چې په ډیره مېړانې او فداکارۍ یې وکولای شول چې په ځینو سیمو کې په مغولي لښکرو حملې وکړي او هغوی ته ماتې ورکړي.
خو د افرادو تر منځ اختلاف او د هغوی بیلوالی، د صلیبي یرغلګرو یرغل او د اسماعیلي ملحدینو خیانت؛ فضاء داسې برابره کړه چې سلطان جلال الدین ونه توانیږي ترڅو خپلو کامیابیو ته دوام ورکړي.
پورته ذکر شوي جنایتونه یوازې په فارس کې واقع شول، دوی چې له اسلام او مسلمانانو سره بې اندازې کرکه او دښمني درلوده؛ په هماغه اندازه یې په اسلامي نړۍ کې ظلمونه هم وکړل او د فارس څو چنده یې وکړل.

د سیف الدین قطز زوکړه او اسارت:

د جنګ په دې بل اور کې د سلطان جلال الدین د خور په کور کې د محمود په نوم ماشوم نړۍ ته سترګې وغړولې. په همدې وخت کې مغولو په خوارزم حمله وکړه چې په ترڅ کې یې اکثریت خوارزمیان ووژل شول او څو د ګوتو په شمیر کسان ژوندي پاتې شول، چې محمود له څو نورو ماشومانو سره د مغولیانو لخوا یرغمل شو. اسارت او کوچنیوالي د محمود قطز په همت کې کمی را نه وست او دا نوم یې چې د داړونکې سپي په معنی دی؛ هم د مغولو لخوا پرې کېښودل شو. مغولي ځواکونو چې د سلطان جلال الدین او دده تر منځ په نسبت او دده د شخصیت په اړه نا خبره وو؛ دی یې هم د نورو برمته شویو کسانو په څېر د خرڅلاو لپاره ښار ته یوړ، او په دمشق کې د ابن الزعیم په نوم کس واخیست. قطز سره له دې چې کوچنی هم وو؛ ویې کولای شول چې عربي ژبه، قرانکریم او لومړني اسلامي علوم زده کړي. تاریخ روایت کوي چې یوه ورځ د قطز ښوونکې قطز وواهه؛ ده يي هم په عکس العمل کې پوره ورځ خواړه نه خوړل، ښوونکی يې ناچاره شو او ده ته یې حاج علي فراش د تسلۍ لپاره ولېږه، فراش وایي چې ما قطز ته وویل چې آیا ته د ښوونکې د وهلو له امله دومره ژاړې؟ قطز وویل: هېڅکله نه، بلکې ددې له امله ژاړم چې هغه زما پلارګنۍ ته سپکې سپورې وویل، حالانکه چې هغوی تر ده نیک او بهتر دي.
فراش وايي ما قطز ته وویل چې ستا پلار څوک دی؟ آیا هغه یو کافر نه ؤ؟ راته کړه یې: په الله تعالی لوړه کوم چې زه مسلمان د مسلمان زوی یم. مودود مې پلار، خوارزمشاه مې ماما او د شاهانو شهزاده یم.
قطز په کوچنیوالي کې تقریبا ټول جنګي فنون زده او په توره وهلو او د آس په سپرلۍ کې خاص مهارت درلود.

قطز او واک ته رسېدل:

د ملک نجم الدین د واک په دوران کې چې دی د سلاح الدین ایوبي د کورنۍ څخه ؤ؛ ډیری برمته شوي ترکان مصر ته راوړل شول چې له همدې ډلې څخه عزالدین ایبک ترکماني قطز وپېرود او مصر ته یې راوړ. د ایوبیانو د سلطنت په پای کې د درباریانو او قومندانانو ترمنځ اختلافاتو دې ته لاره هواره کړه ترڅو غلامان (ممالیک) واک ترلاسه کړي.
د ممالیکو واک ته د رسېدو داستان له دې ځایه پیلیږي چې کله نجم الدین ایوب ومړ؛ د هغه زوی تورانشاه واک ته له رسېدو سره جوخت، له خپلې میرې( د پلار مېرمن) سره يي ناړه چلندپیل او هغه ممالیک چې پلار یې مصر ته راوړي وو؛ په هغوی ظلم او زیاتی پیل او زیات شمېر یې ووژل. دا کار ددې سبب شو چې شجرۀ الدر( د نجم الدین ميرمن) ممالیک د هغه په ضد راپورته او هغوی تورانشاه وواژه. د تورانشاه د وژلو په پایله کې د لومړي او وروستي ځل لپاره تر دا مهال، په مصر کې یوه ښځه چې د نجم الدین میرمن وه؛ واک ته ورسېده. که څه هم د دربار لویان او فوځونه د شجرۀ الدر په حاکمیت په یوه خوله وو؛ خو دې ونه کولای شول تر دریو میاشتو زیات حکومت وکړي. ځکه چې دې ته دا ښه وبرېښېده چې له واکه لاس پر سر او واک عزالدین ایبک ترکماني ته وسپاري او له هغه سره واده وکړي، چې له دې سره د ایوبیانو حکومت پای ته ورسېد او د ممالیکو حکومت پیل شو.
ایبک چې د قطز له کلکې ارادې او ټینګ ایمان څخه خبر ؤ؛ هغه یې د فوځونو قومندان او لومړی معاون وګماره.
عزالدین ایبک تر یوې مودې واک درلود، خو کله چې دده مېرمن(شجرۀ الدر) متوجه شوه چې دی پرې بن( دوهمه ښځه) راولي؛ د ممالیکو د یوې ډلې په واسطه یې دی هم وواژه. د ایبک تر وژلو وروسته د ده پنځلس کلن زوی نورالدین علي واک ورسېد.
د دې پنځلس کلن ځوان واک ته رسیدل، د بغداد وراني او د عباسي خلیفه وژل کېدل د هلاکوخان د فوځونو پر مټ هم مهاله ؤ، آن تردې چې مغولي لښکر د مصر دروازې ټکولې. په دې وخت کې درباریانو او مخورو و انګېرل چې نورالدین علي نشي کولای چې اداره او دولت په سمه توګه پرمخ بوځي؛ هغه یې له واک لرې او پر ځای یې قطز ته واک تسلیم کړ.
قطز هم په بېړه، خو په تدبیر د دولت او هېواد چارې منظمې کړې، په شام او مصر کې خپل سیالان پر ځان راټول او خپل لښکر سره یې یوځای کړل. ورسته یې د خلکو او سرتېرو د مورال لوړولو باندې کار پیل او د لومړي ځل لپاره یې هغوی د مغولو پر ضد ودرېدلو ته چمتو کړل.

 

د اولي برخي پای …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د