نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۳۸ برخه)

us prisoner torture1خبره ډېره اوږده شوه، نوموړې خارجۍ مېرمنې چې کله پوښتنې وکړې، دغه بندي ورته وویل چې زمونږ دوه محکمې شوې دي، او دواړو محکمو برائت را کړئ، خو بیا هم دا دي مونږ دلته پراته یو، هغوی ویل چې ولې؟ ده ورته ویل چې مونږ هم نه پوهېږو! دوی ویل چې په نوره نړۍ کې کله چې محکمه یو چا ته برائت ور کړي، په همغه لحظه کې پرته له دې چې بندي بیا زندان ته بوتلل شي، خلاصېږي! دلته څه کیسه ده چې یو بندي ته محکمه برائت ور کړي،خو بیا هم په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي! ملګرو ورته وویل چې دلته کیسه بل ډول ده، لنډه دا چې دوی دا جریان له ځان سره ولیکلو.

بل کس فکر کوم د خوست ولایت و، باید ووایم چې په ټولو بندیانو کې د خوست ولایت د بندیانو کچه لوړه وه، داسې خونه نه وه چې په هغې کې به یو یا دوه خوستوال نه وو، داسې ویل کېدل چې په ریاست هفده کې اته سوه بندیان ساتل کېږي چې په هغو کې څلور سوه یوازې خوستوال او څلور سوه نور د نورو ولایتونو دي! هم له ما سره او هم له نورو ملګرو سره دا خبره په وار وار ذهن ته راتله چې دا څه کیسه ده؟ ولې په بندیانو کې د خوستوالو برخه دومره په لوړه کچه غوښنه ده؟ که څه هم چې خپله له ځینو خوستوالو څخه مو هم په دې اړه پوښتنه وکړه، لنډه دا چې ددې پېښې لاملونه داسې ویل کېدل: یو خو دا چې په خوست کې مجاهدین ډېر فعال دي! دوهم دا چې په خوست کې کمونیستان زیات دي، هغوی د مجاهدینو په نیولو او شهیدانولو کې لویه برخه لري، په استخباراتو کې کمونیستان زیات دی، یو خوستوال را ته وویل چې په خوست کې د کابل استخباراتي ادارې شپېته زره کسان په کار ګومارلي دي!! دریم لامل دا هم ویل کېدل چې په خوست کې قومي او قبیلوي مشکلات او ستونزې زیاتې دي، ډېری کسان د تربګنۍ او شخصي دښمنیو له وجې زنداني کېږي، او هغه داسې چې یو تربور د بل تربور د کمزوري کولو لپاره یرغلګرو او ملګرو ته یې په غطله راپورونه ور کوي! د خپلو شخصي موخو لپاره عام سړی په لاس ور کړي چې دا طالب او مجاهد دی، د هغه خپل او خپلوان بیا دغچ په نیت د دا بل طرف کس په لاس ور کوي!

 په هر حال، هر څه چې وي، باید ومنو چې د خوست متدینو او مجاهدو خلکو په رښتیا هم چې د هر یرغلګر په وړاندې بې سارې قربانۍ ور کړې دي.

بل ملګری چې د سره صلیب کسانو ته یې د دوسیې  له نه څېړلو څخه ګیله وکړه، هغه یو خوار ملنګ، نری، وړوکی، وچ ټس، د شلو، پنځه ویشتو کلونو په عمر ساده او پاک زړی ځوان و، ۹ میاشتې یې کېدې چې راوستلی یې و، تر ننه پورې یې نه له کور نه خبر درلود، نه څوک پسې راغلي وو، د ده له خولې، پلار یې بوډا دی، او وروڼه یې واړه دي،  دپوښتنې ګرویږنې څوک نه لري.

 له کومې ورځې یې چې راوستلی و، یوازې یو ځل یې محکمې ته بیولی و، بیا تر ننه پورې نه دی پوهېدو او نه بل څوک چې کیسه څنګه شوه؟ او څنګه به شي؟  نوموړي بچیان هم درولودل، او په کور کې یې یوازې بوډا پلار او کوچني ورووڼه، او د کور په اصطلاح سرپرست هم خپله دی و، خو له دې ټولو سره سره نوموړی دومره ډاډه او بې پروا و، چې تصور یې نه شي، کېدای. نه یې د کور یادونه کوله، نه د پلار، نه د بچیانو، او نه به یې د خپلې دوسیې په اړه فکر کولو، هغه د عامو خلکو په ژبه د الله جل جلاله ملنګ او دالله جل جلاله فیصلې ته یې غاړه اېښې وه.

نوموړي کس هم د سره صلیب له راغلیو مامورینو سره د خپل برخلیک په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي، او هغه داسې چې مونږ وهڅولو، که نه دی غریب لا په دې هم نه پوهېدو، چې دا څوک دي او د څه لپاره راغلي دي!

کله چې په لومړي سر کې د سره صلیب کارکوونکي زمونږ خونې ته راننوتل، زما او د یو بل ملګري ځایونه د خونې په بر سر کې وو، مونږ هلته ناست وو،  دوی دواړه د وره له څنګ سره کیناستل، زه له خپل ځای نه جګ شوم، ځینو ملګرو پټ پټ سره خندل، ما په ټيټه او نرمه لهجه ورته ویل چې دې مېرمنې او سړي ته سم ځای برابر کړی، ښه کار نه دی چې دوی اوس د وره په خوله کې کښينې، که هر څو دوی کفار دی، اوس دلته زمونږ خونې ته راغلي، زمونږ میلمانه ګڼل کېږي، او بل دا چې ظاهرا له زمونږ سره د خواخوږۍ او همدردۍ، او زمونږ دستونزو د هوارولو لپاره راغلي، ملګرو را سره ومنله، د خونې په بر سر کې مو توشکه ورته هواره کړه، ښه سم پوست ځای مو ورته برابر کړ، دوی ته مو ویل چې دلته راشئ کینئ! دوی یو بل ته په تعجب سره وکتل، او د دواړو په څېرو کې خوشحالي را برسېره شوه، د مننې په ویلو سره راغلل او هلته کیناستل، نور مونږ ټول ملګري په غولي کیناستو، ما یو ملګري ته اشاره وکړه چې که څه د خوراک شی موجود وي ورته را وايي اخلئ، هلته یو څه کیک شته وو، هغو مو ورته را واخیست، چای نه و، ځکه چې د چای د ادارې له خوا را کول کېدو، او دا د چاي وخت نه و، هغه سړي کیک ولیدل چې مونږ یې مخې ته کېښودل، یو ډول د منني په ډول مسکی شو، د مېرمنې لا پام نه و، هغه په خبرو او پوښتنو لګیا وه، وروسته یې هغه سړي ور پام وکړ، له دې سره نوموړې ډېره اغېزمنه شوه، له موسکا په ډکه څېره یې سترګې کش کړې! او مننه یې وکړه، نور یې خپلې پوښتنې وکړې!

لنډه دا چې د دوی کار خلاص شو، لاړل، ځینو ملګرو د ټوکې په ډول داسې ویل غوښتل چې ګواکي تا کفارو او ښځې ته ځای پرېښود، ما ورته ویل چې ګورئ، دا زمونږ او ستاسو هم شرعا او هم عرفا مسولیت و، چې باید کړی مو وای، یو خو له دې وجې چې دوی زمونږ میلمانه وو، که څه هم چې کفار وو، خو زمونږ خونې ته زمونږ د ستونزو د هواري په نیت راغلي وو، او تر ټولو مهمه دا چې حکومت دې خلکو ته مونږ او تاسو داسې ور معرفي کوي چې دا خلک وحشیان دي، په انساني تعامل نه پوهېږي، له ښځو سره ډېره کینه لري، له ښځو نه نفرت کوي، له هر خارجي نه نفرت کوي، پرته له خپل ځان څخه بل څوک نه مني! مونږ باید همداسې کړي وای لکه چې ومو کړل، تاسو ولیدل چې هغوی څومره خوشحاله شول، او زمونږ له دغه ښه تعامل نه څومره متاثر شول!  اوس دوی مونږ په خپله ولیدلو چې مونږ څه ډول خلک یو، له دې وروسته که حکومت، زمونږ او ستاسو نور دښمنان هر څو دوی ته زموږ په اړه غلط او ناسم معلومات ور کړي دوی یې نه مني، ځکه چې هر څه یې په خپلو سترګو ولیدل. دوی ویل: مونږ در سره موافق یو، هسې خوشطبعي مو کوله، که نور ستا خبرې صحي دي.

یوه ورځ مې په همدې خوستي ځوان ډېر سخت زړه درد وکړ، یوازې زما نه بلکې د ټولو ملګرو زړه پر  وخوږېدو، او هغه داسې چې له مونږ سره په همدې خونه کې یو دوه د مسعود کسان وو، یو یې اختطافي چي و، د پروان ولایت و، او هغه بل یې د پنجشیر و، هغه یې هم د یوې کورنۍ جنجالي مسلې په جریان کې راوستی و، په ده دا تور و چې کومه د تربور لور یې کوم بل کس ته چې له همدې نجلۍ سره یې ګوتې خوږې کړې وې، په لاس ور کړې وه، او که یې په دې اړه مرسته ور سره کړې وه.

 د هغه اختطافچي په اړه په هغو لومړیو شپو کې یو ملګري کیسه را ته وکړه، وايي په جزایي خونو کې له مونږ سره یو شمالي وال و، خام هلکی و، دوه ښځې یې درلودې، او څو اختطافونه یې کړي وو، په کوم چې نیول شوی وو، هغه داسې و، چې ده او ور سره دوه نورو کسانو د کوم خوستي وکیل شپږ کلن و که پنځه کلن ماشوم زوی په داسې حال کې تښتولی و چې هغه له ښوونځي نه له خپلې خور سره دکور په لور روان و.

تقدیر داسې وو چې هلک په زوره ژړلي وو، چېغې یې وهلې وې، خلک پرې را خبر شوي وو، لنډه دا چې پولیس توانېدلي وو چې و یې نیسي، د هغه ملګري له قوله وايي مونږ پوښتنه ترې وکړه چې سړیه دا ماشوم دې څه کولو؟ ده ویل چې دا مې تښتولو، او څه وخت وروسته مې یې بیا پلار او مور ته حال رالېږلو چې دومره پیسې راولېږئ که نه ماشوم به مو له خطر سره مخ شي، که یې نه وای رالېږلې، بیا مې یې د لاس یوه ګوته پرې کوله، په یو پاوکټ کې مې اچوله، او بیا مې یې مور او پلار ته ور لېږله چې که مو پیسې را ونه لېږلې، د ماشوم نور اندامونه به مو هم په همدې ډول در ولېږم!!
که په دې هم  کار نه وای شوی، بیا مې یې یو غوږ پرې کولو او هغه مې په پاوکټ کې ور لېږلو، لنډه دا چې تر پایه مې همداسې کول، آخر به یا دوی پیسې را لېږلې، او یا به یې دخپل ماشوم بدن په دې توګه، ټوټې ټوټې په پاوکټو کې تر لاسه کولو!!! …

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني وروستۍ برخه:

http://www.nunn.asia/leekani/articles/10043

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x