«چارلي ابدو» یو ځل بیا اسلام ته سپکاوی وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲ وږی، ۱۳۹۶): د فرنسې مشهوري ورځپاڼې «چارلي ابدو» یو ځل بیا پر خپلې لومړۍ پاڼې اسلام ته سپکاوی وکړ او داسي رسم یې خپور کړ چې کولای شي د مسلمانانو احساسات را وپاروي.

یادې مجلې په اسپانیا کې وروستیو پيښو ته په اشاره کاریکاتور جوړ کړی، چې په کښي د پيښي قربانیان د سړک پر غاړه په وینو کې لت پت پراته دي، او له پاسه باندي لیکل شوي : «اسلام د امن دین دی … همیشنی امن».

باید وویل شي چې د اسپانیا په وروستیو پيښو کې ۱۵ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول، او مسؤولیت یې پر اسلامي دولت ډلې (داعش) واچول شو.

د چارلي ابدو له لوري نوي رسم یو ځل بیا ددغه ورځپاڼې په اړه مثبت او منفي بحثونه را پارولي دي.

پر ورځپاڼې نیوکه کوونکي وايي چې یو ځل یې بیا هغه دین ته سپکاوی کړی دی چې یو نیم ملیارد اتباع لري او په ورته توګه یې دین ته سپکاوی نوره کرکه او اختلاف راپاروي.

باید وویل شي چې په کال ۲۰۱۵ کې د القاعده ډلې دوه بریدګرو (دواړه وروڼه وه) د نبي صلی الله علیه وسلم د توهین په انتقام د ورځپاڼې پر دفتر برید وکړ چې په ترڅ کې يې د ورځپاڼي د مهمو رسامانو په شمول ۱۲ تنه ووژل شول.

باید وویل شي چې چارلي ابدو مجله کارتوني طنزي ورځپاڼه ده، مخکې یې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شمول د اسلام شعایرو ته سپکاوی کړی دی.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې په اسپانیا کې د وروستیو پيښو وروسته د مسلمانانو پر ضد د رسنیو پارونه زیاته شوې چې له امله یې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې پر مسلمانانو او مسجدونو بریدونه زیات شوي دي.

د تعصب پر ضد حرکت مشر «استیبان ایبارا» رسنیو ته ویلي چې «مونږ په دې ورځو کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د یوه وحشیانه منظم برید شاهدان یو».



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.