هیلاري کلنټن په خپل کتاب کې ټرمپ په څه شي نومولی؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲ وږی، ۱۳۹۶): د امریکې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او په تیرو ټاکنو کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد ناکامې کاندیدي هیلاري کلنټن د خپلې تجربې په اړه یو کتاب لیکلی دی چې ټاکل شوې د سپتمبر پر ۱۲مه له چاپه را ووځي.

نوموړې په دې کې کتاب کې ټرمپ یو «مردار» سړی بللی دی.

د «څه پیښ شول (What happened)» تر عنوان لاندې دغه کتاب کې کلینټن د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپله تجربه او دا چې ټرمپ څرنګه تعامل ورسره کاوه په تفصیل سره بیان کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په لړ کې دواړو کاندیدانو مناظره کوله او د مناظرې د اصولو له مخې باید هر کاندید په داسې حال کې وینا کولی چې لاوډسپیکر په لاس د سټیج په سر ولاړ وای. خو کله چې کلنټن خبرې پیل کړې ټرمپ له خپلې څوکۍ راولاړ شو او د هغې شا ته په څو مترۍ کې ودرېد، هاخوا دېخوا به یې کتل او بیا به یې هغې ته سترګې ونیولې.

د کتاب په یوه برخه کې چې د «ام اس ان بي سي» تلویزون نشر کړې، راغلي: «په یوه مناظره کې مونږ پر سټیج ولاړ وو، ټرمپ به په ما پسې وو، هر چیرته چې به زه تلم، ماته به یې په سترګو کې رډ رډ کتل او زما مخته به یې غاښونه چیچل، زه یې له دغه چلند سخته په تنګه وم».

نوموړې وايي چې له دې پیښې څخه دوه ورځې مخکې ټرمپ رسنیو ته ویلي و چې د ښځو له تنګولو خوند اخلي.

کلنټن وړاندي د خپل کتاب له لوستونکو څخه پوښتنه کوي: «که تاسو زما پر ځای وای، تاسو به څه کول؟ ایا تاسو به همداسي بابیزه ګڼله او خندل به مو او که مو د هغه سترګو ته کتل او په لوړ غږ مو ورته ویل: ای مرداره، زما څخه لیري شه، زه پوهیږم چې ته د ښځو پر تنګولو خوند اخلې، مګر ما نه شي تنګولای، ورک شه؟».

خو نوموړې زیاته کړې له ډیر زغم او حوصلې څخه یې کار واخیست او هیچا محسوسه نه کړه چې ګویا د ټرمپ له دغه چلند څخه په تنګ ده.

کلنټون په یاد کتاب کې په ټاکنیزې سیالۍ کې د خپلې ناکامۍ اسباب په ګوته کړي دي او همدارنګه يې روسیه په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنه کړې ده. هغې خپله ناکامي منلې او زیاته کړې يې ده چې اوس مجبوره ده چې ټول عمر له همدې ناکامۍ سره ژوند وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د