fbpx

د ټرمپ له ستراتیژي نه وروسته د حکمتیار صاحب تازه بیان!(طنز)

پرون سهار وختي ټرمپ د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه، ستراتیژي کي کوم نوی شی نۀ وو، بیا هم په جګړه ټینګار او د اشغال ناوړی فکر.

دلته به د جګړې لپاره 4000 نور امریکایان هم راځي او دا ځل به امریکایان په ښکاره د افغانستان زیرمي چور کوي او نور به افغاني دولت ته امریکا پیسې هم نه ورکوي.

د دې اعلان وروسته د دوو جهادونو قاید جناب حکمتیار صیب عاجله غونډه راوغوښته.په غونډه کي د حزب اسلامي ټولو لوړ پوړو غړیو پخواني مجاهدینو ګډون درلود.

د حزب مشرانو یو په بل پسي خپلي څرګندوني وکړې.تر ټولو جالبه او ارزښتناکه وینا د حکمتیار صاحب وه.نو د وینا اهمیت ته په کتو سره یې دلته تاسوته نشروو هیله ده د دوو جهادونو د قاید دغه وینا او پریکړه مو د خوښۍ وړ وګرځي.

حامداً و مصلیاً.

ګرانو وروړنو خویندو او د حزب اسلامي اتلو مجاهدینو.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

خوښ یم چي نن بیا ستاسو په مینځ کي ناست یم او مجلس درسره کوم.زموږ ننۍ ناسته زموږ او زموږ د اولس لپاره یوه تاریخي ناسته ده.ستاسو ټولو خبرو او څرګندونو ته په پوره احترام قایل یم.غواړم د دې ناستي له لاري څو حقیقتونه په ډاګه کړم.او خپل دیني اسلامي جهادي دریځ ښکاره کړم.

د ټرمپ د پرونیو څرګندونو څخه معلومیزي چي لاهم مو وطن اشغال او د پردیو په واک کي ده.حزب اسلامي د سولي لپاره ډیر تنازلونه وکړو.د دولت ټولي غوښتني مو بلا قید و شرط ومنلې.خو بیا هم امریکا د اشغال او جګړې پالیسي اعلانوي. د حزب اسلامي پریکړه په لاندي ټکیو کي ده.

1- د سولي په نوم پخلاینه چي پاکه صافه تسلیمي وه.نور هیڅ د منلو نه ده.

2- زموږ ټول مجاهدین دي ځانونه له ښارونو څخه وباسي او د غرونو څوکي دي خپل سنګرونه وګرځوي.

3- افغان دولت ته درې ورځي وخت ورکوو.تر څو د امریکا خلاف جهاد کي د اولس ملګیرتیا وکړي کني زموږ له توري څخه به ځان خلاص نکړي.

4- هر هغه حزبی ورور سي مزدور حکومت کومه چوکۍ ورکړې په یو ساعت کي دي استعفی ورکړي.کني دی به د حزب اسلامي غړیتوب له لاسه ورکړي.

5- کوم ورونړه چي د ملي اردو ملي بولیس او اربکیانو په لیکو کي کار کوي خپل د ټوپک شپیلۍ دي په کفارو ورواړوي کني له دغو لیکو دي زر تر زره راجلا شي.

6- زموږ جهادي مقاومت به تر هغو وي تر څو یو تیري ګر فوځي دلته شتون ولري.

7- د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کي د امارت اسلامي د پریکنده توند جواب هرکلی کوو.

8- تاسو ټولو ته ډاډ درکوم چي آخري فتح د حق وي.نو د حق تر لاسه کولو کي بند زخم او شهادت برداشتول عادي خبره ده.

9- ډاډه اوسئ که دا ځل حکمتیار پخپله خبره ونه دریدلو نو په یو دین به مسلمان نۀ وي.

10-آخري ماده تر ټولو مهمه ماده ده.موږ امارت اسلامي ته د ورورۍ لاس ورکوو او که دوی وغواړي د شیخ الحدیث امیر المؤمنین اخند زاده صاحب سره بیعت هم کوو.

غونډه د غیرت بهیر په دعا سره پای ته ورسیدله.له غونډي وروسته د حزب اسلامي ټول مشران مجاهدین ملګري نامعلومو لوریو ته روان سو.خو د ښاغلي حکمتیار صیب په هکله ویل کیږي چي د توري بوړي جګو جګو غرونو ته د نوې جګړې د پیل لپاره هلته تللی.تر څو یرغلګرو ته د اسامه بن لادن تقبله الله په آخري سنګر کي توند او مرګوني ګوزارونه ورکړي.

د حکمتیار صیب له دې توندي او ارزښتناکي وینا وروسته په ټول هیواد کي په دولتي خلګو او یرغلګرو سخته ویره خپره سوې.امریکا خپلو اتباعو ته امر کړی چي ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.د ټول هیواد حالت بیړنی حالت ښکاري.په کابل کي خو بیخي بیړنی حالت اعلان سوی.ملل متحد د ګل بدین حکمتیار صیب د نیولو امر کړی او هغه یې د هغۀ د آخري خواهش په سبب په تور لیسټ کي داخل کړی.

عام اولس د زرغونو او سپینو بیرغونو سره لارو کوڅو ته راوتلي او د حکمتیار صیب د دې ایماني جهادي جزبې یې تود هر کلی کړی.

بل خوا شهادت ویب پاڼي یوه اعلامیه خپره کړې چي ښایي حکمتیار صیب له توري بوړي رالیږلې وي.چي د هغۀ زوی حبیب الرحمان به هم د طالبانو د مشر د زوی په څیر استشهادي عملیات ترسره کوي.شهادت ویب پاڼي په استناد سي د استشهادي کنډکونو مسؤول هم ورته ویلي سي یو ښایسته تکړه ځوان د حکمتیار صیب زوی د استشهادیانو له سپیڅلي کاروان سره یو ځای سوی.

بهرنیو رسنیو هم د حکمتیار صاحب دغه اتلولي په شد و مد سره نشر کړې.که څه هم غربي رسنۍ د مسلمانو خلاف دي خو د حکمتیار صاحب دې له غیرته ډک دریځ رسنۍ اړ ایستلې تر څو د حکمتیار صاحب ننۍ وینا خپره کړي.

د حکمتیار صیب د دې دریځ په اوریدلو سره ټرمپ عاجله غونډه راغوښتې او ویلي یې دي چي د دوی استراتیجي في الحاله قابل عمل نده.ټرمپ زیاته کړه چي د حکمتیار صیب دریځ موږ له یو لړ مشکلاتو سره مخ کړي یو.موږ پخپله استراتیجي نظر ثاني کوو.

دلته په هیواد کي هم اشرف غني او اجرئیه رئیس ډاکټر عبد الله لویه جرګه راغوښتې.جنرال دوستم هم له ترکیې څخه په شخصي طیاره کي راروان سوی.عطانور هم پخپل دریځ کي نرمي ښودلې او زیاته کړې یې ده چي د اولس مشر هره مشوره به مني.

خو طالبان بیا د ښاغلي حکمتیار صاحب د اعلامیې په باب پټه خوله پاته دي.شنونکي په دې اند دي چي طالبان حکمتیار صاحب له پیدایښته پیزني. چي حکمتیار صاحب والله بالله که توره دروکړي.دا به هسي چا طنز لیکلی وي.

لیکوال: معصوم اسد

avatar
23 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هندو کش
میلمه
هندو کش

ښه خوب دی؛ خو د حکمتیار حزبي او سیاسي تګلاره له بهرنیو پرته د پلي کیدو وړ نه ده. یا به خپله حزبي لار پریدي او یا به د بهرنیو ځواکونو تر چتر لاندې پاتې ژوند تېروي !

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

وایی ، د کوم هندو زوی مسلمان شوی وو ، پلار ته یی چا دا خبر راوړی وو چه زوی دی مسلمان شوی ، هغه هندو د دی په ځآی چه خوابدی او په قار شی ، ویی خندل ، او ویی ویل [ هغه چه کوچنی وو د خلګو چرګان او حتی د چرګو هګۍ به یی بټولی زما ورباندی له هغه وخته شک وو چه دی به مسلمانیږی ] د حکمتیار تیر وخت د هماغه هندو د زوی په شان وخت تیر شوی ، د هغه میړنی کیدل یو خوب او خیال دی او پلویان یی چه د… نور لوستل »

مجاہد
میلمه
مجاہد

اللہ دی درتہ ھدایت وکڑی مسلمانانو باندی ملنڈی مہ وھہ پہ مسلمانانو ملنڈی وھل د مسلمان کار نہ دے تہ لا حاجی یی

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

زه پرحکمیارصاحب پوره یقین لرم ډیره نامردی به وی چه دحکمتیارصاحب دروسیی داشغال پروخت دحکمتیارصاحب قربانۍ هیروی ،اشرفغنی دګیدړی خاصیت لری ملت یی هم په تسپواودماداری په لنګوټه وغولاوۍ حکمتیارصاحب یی هم په یوپریب اوچم خطایستلۍ دۍ الله دی وکی دطالبانوسره یوځای سی – زه پوره یقین لرم الله اوس مسلمانانوته اتحاداوورورګلوی ورپه برخه کی ،دمسلمانانواتحاددکفاروحطمی شکست دۍ،غیرله اشرفغنی بیننګه هیڅوک دخپل وطن اشغال نسی برداشتولای-تنهاملحدین هرچیری چه وی دمسلمانانودښمنان دی،ولی الله په قرآنکریم کی فرمایی :څوک چه له اسلامه وروسته کافرسی اوپه کفرکی زیات سی دهغه توبه نه قبلیږی – دملحدینوپه ژبه خمینی پوهیدۍ.دالله به دمسلمانانواتحاداوورورګلوی غواړو،الله په قرآنکریم… نور لوستل »

Ghafoormama
میلمه
Ghafoormama

دافغانانو او په خاص ډول دپښتنو مشرانو قاتل او بی حيا ګلبيدين د مزدورغنی او بهرنيو توپير نشته.ددی قاتل عمر په اتلافونو کی تير شو تر څو چی کفرانو،کمونستانو او استسمارګر شيطان هيوادونو سره يی هم داتلاف ارمان ترسره کړ. اوس به ځينې ددی په شان پښتانه دشمالی تلوالی راتلونکی جګړی ته چمتو کوی .دشمال او جنوب جګړې به دا رامنځ ته او دغربيانو پرمټ دا لوی شيطان پرمخ بيايي.
بی عزته او مړ دې وي دۍ ډير ژر،
او دهغه بی غيرته پلويان

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

وطندار گلم معصوم جان اولا بفکرم شاید تخلص ات ویانام ات از شوخی معصوم را گذاشته یی ورنه تو کجا ومعصومیت کجا ثانیا بمانند شما هم یک شخص مبصر ادیب ژورنالیست (راپورتر) که با ساس افترا ودروغ استورا هست درکشور خود کم سراغ داریم که به مانند شما شخصیتی ظهورکرده باشد سوم اگراز دید ایمان بخدا(قران) ورسول اش (حدیث) دررابطه به طنز که ارسال نموده اید یک کمی تعمق نماییم اجازه همچو طنزکه درواقعیت پروپاگند تبلیغ ناروا میباشد را میدهد دلم به این درد نمیکند که شما شخصیت ها را دراذهان مردم ملزم جلوه میدهید دلم به اسلام عزیز درد… نور لوستل »

مېلمه
میلمه
مېلمه

من با وحدانیت الله یقین مطلق دارم و به این که حکمتیار در مقابل روس جنګ کرده نه بخاطر الله بکله بخاطر امریکا.

اقبال
میلمه
اقبال

خالد جانه سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! تاسی له حیرانوونکو او بی ځایه پړپړو کار اخلی ، اصلی موضع څخه ځان اړوی. ښه که مونږ له تاسی سره دا ومنو چه د روسانو مقابل جهاد کی ګلبدین ، ربانی یاسیاف او نور د امریکایانو د پاره د روسانو مقابل کی نه بلکه د الله چ د رْضا د پاره جنګیدل . ځکه چه روسان کافر وو او زمونږ په ټاټوبی یی تیری کړی وو ، زمونږ خلک یی وژل او زمونږ بی عزتی او بی عفتی یی کوله ، اوس امریکایانو زمونږ هیواد نه دی اشغال کړی ،… نور لوستل »

سالارزي
میلمه
سالارزي

بيانزيه بلا ديداستاذ دكلمي به تا وكرزي داخلويشت كاله كيزي جه امريكا كي دكليسا خيراتوته ته بروت يى له ملكه تشتيدلى اوهر وخت بي لدى جه دقلم اوزبي عفت وساتي دافغانانو مشرانو ته جتيات وايي زما مشورة درته داده جه دخبل عمر اودالحاج اواستاد دكلمي احترام وساته

اجمل
میلمه
اجمل

سالارزیه ، ستا له نوم او خبرو معلومیږی چه د اتاترک ، غفارخان ( کمونیزم ، نیشنلیزم او سکولریزم په اخور کی ارداوه خوری ، تاسی د غفارخان بابا د کورنی پوښتنه وکړی لندن کی زیږیدلی ، غلامان لوی شوی روزل شوی او بیلونران شوی مګر د دی سره د انګریزانو به اجازه یی د روسانو سره اړیکی لرلی ، دا معنی چه روسان او انګریزان خبلو کی مسالمت امیزه او اوږدمهاله ګډی اړیکی لری ، پرون یی د روسانو په واسطه ستاسی په شان تش په نامه پشتنو د غفار خان ، اجمل خټک ، نجیب ، خرمل امین… نور لوستل »

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

بزرگوارم اقبال جان درقدم نخست اگر موضوع از سجده وقبله باشد همین سوال هم برمیگردد به فرشته های دین نیز اولا همین حرکت از کجا اغاز شد توسط کی ها در سپین بولدک افتتاح تمویل کننده این پروژه کی ها بودند وکی ها هستند(نصیر الله بابر) تا به دیروز همین حرکت مکر ازطرف سی ای ای- اس ای ای جهت تامین منافع کشور های دول غربی ومنطقه ایجاد نگردید وهمین دول عربی که درحقیقت از طرف سی ای ای برای ددین پتنگان میلیارد ها دالر میپرداخت مگر چی شده که امروز قبله شما از مکه به کریملین تغیر جهت نموده… نور لوستل »

عبید
میلمه
عبید

داحکمتیار والله که په دې ارزی چې دومره اوږده بحثونه ورباندی شی دده دمعاملی تفویض والله تعالی ته وکړی او که مو یوه لنګوټه لکه چی ربانی ته په تحفه کی ورکړه وده ته هم ورکړی ښه به وی ملت به یی له غمه خلاص وی

ګلاب
میلمه
ګلاب

كه ريِښتیا را باندی وایی ما هم بستره وتړله ما ویلی چی کابل نه تښته، ځکه بیا کابل کی شروع وشوه خو چی کله آخر ته ولاړم نو فکر می وکړ چی چا خپل خوب لیکلی دی. هر څه چی وو یو څه حقیقت طرف ته مائل یو. زما خو خوښ شو الله دی همداسی وکړی.

اجمل
میلمه
اجمل

بزرګوارم خالد جان ! من هر دوی شما را نه می شناسیم ، ولی منحیث یک خواننده و منحیث مسلمان خالص ( به این معنی که به یکی از احزاب اسلامی و غیر اسلامی ( چپی و راستی ) نه تنها ارتباط و عضویت نداریم بلکه تمام انها را سبب بربادی ملت و مجاهدپرور می دانیم و اینها تمام شان با نظام قراولی هایشان مثل شماکه انها را حمایت می کنند مهره های مافیه ملی و بین المللی و غلامان زنجیری شان می باشند این بحث را مانده سر اصل موضع ایکه شما تبصره های طویل، بی معنی و بی… نور لوستل »

مومن خان
میلمه
مومن خان

حکمتیار یو مسلمان دی چه هم مجاهد وو او اوس هم دی. ماشالله په ننی عصر کی داسی د اسلام غوره مشر چه هم په رین، سیاست، لیک، فرهنگی او عمل کی الله ورته پوره توفیق ورکری. البته حکمتیار دشمنان لری چه هغه غیر اسلامی دلی او یا هم د اسلام په جامه کی منافقان دی چه اوبه خری کوی او بیا پکی ماهیان نیسی. فرق د حکمتیار د اسلام او نورو کی دادی چه حکمتیار دهشت او د بیگناه و مسلمانانو وینه تویولو حرام بولی او د امت وسط پر لاره روان دی. په خوا شینی سره نور د… نور لوستل »

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

بزرگوارم اجمل خان سخنم را با این شعری از شاعر نامور تاریخ اسلام اغاز مینمایم به هر کجا ناز سر برارد نیاز هم پای کم ندارد تو وخرامی وصد تغافل من ونگاه صد تمنا بلی ما مردم مظلوم این سرزمین به امید نجات این مردم واین سرزمین درپرتوایمان بخدا هر نازی ویا سخنان که خواه شیرین باشد ویا تلخ را پذیرا شده ایم به امید اینکه اگر درنزد انسانها قابل قبول نباشد ممکن اجراش درنزد پرودگار عالمیان ضایع نخواهد شد رمیدی از دیده بی تامل گذشتی اخر به صد تغافل اگر ندیدی تپیدن دل شنیدنی داشت ناله ما فرد بالا… نور لوستل »

اسدالله
میلمه
اسدالله

دنن ټکی ایشیا دویب سایټ مسوءلینو السلام علیکم هیله ده چه چه داخرت او حساب ورځ په یادولروولي داسي څه نشرکړوچه دکفرپه ګټه اودمسلمانانوپه ضرروی. ولي شپه اوورځ په غیبت،بدګمانیواوتجسس همخپله اخته یواوهم مونورمسلمانان پری اخته کړي دي.آیاتاسوما یابل څوک چه تاسوته دخصومته ډکي تبصري درلیږي پیږني چه دکومی نظریی خلک یو،یقین وکړي چه ستاسو په باب خلکو ته شک پیداکوی چه دا زموږ دملک دوستان او که دښمنان دي؟اودوي دکومی نظریی خلک دي.نوهیله لرو چه دداسي تبصروله نشرولو ډډه وکړی چه دوستان سره جلا کوی او دښمنان ګټه ځینی اخلي. انشاءالله ددنیااواخرت ګټه به ترلاسه کړي. والسلام ستاسوخواخوږی

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

حکمت یار لکه چالاکه ګیدړه هرځای پلمي پیداکولی شي، بیایې هم ځیني چغالان وروڼه ملګري دي

اقبال
میلمه
اقبال

اسدالله جانه وعلیکم السلام ! زه د نن ټکی اسیا له چلوونکو ورونو څخه نه یم، خو یو طرز تفکر عقیدوی ورسره لرم ، مننه او ستاینه یی کوو، په ډیرو سختو شرایطو کی یی دا اسلامی او بیطرفه پاڼه ژوندی او ګړندۍ وساتله ، د بیان ازادی یی کما حقه ساتلی او پاللی ده . ستاسی او یا ځینی نورو حزبی اربکیانو په اړه چه پرون مو د روسانو په ضد جهاد کولو چا څه نه لیکل او نه چا څه ویل او که څه به چا لیکل او یا به یی څه ویل ستاسی یادونه او ستاینه به… نور لوستل »

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

بزرگوارم اقبال جان درقدم نخست مقایسه نمودن یک مومن با یک سیکولار ویا ماتریالیست هرچقدر که گنهکارباشد قاتل رهزن وهر گناه که درذهن وضمیر شما پدیدار میگردد (بدور از شرک بخدا) خوداش سوال برانگیز نمیباشد بفکرم این گونه تفکرات زوال ایمان شمارا برای همه گان هویدا مینماید به این معنی که شما از زاویه دید کور تعصب با مومنین برخورد مینمایید دوم سخن از قبله میزنید مگر امروز قبله شما از مکه به کریملین تغیر جهت نه نموده هست…..؟ واین نه افترا هست ونه دروغ وامروز سخن گوی خاص شما شبکه جاسوسی ای اس ای نمیباشد وعملا درمجالس بین المللی… نور لوستل »

اسدالله
میلمه
اسدالله

اقبال جانه السلام علیکم
ورورجانه مالیکلی و چه په بدګمانیو او غیبت اخته یو چه یو مثال یی تاسو ځان وښود تاسوما نه پیږنه چه زه څوک او په کوم عصبیت اخته یم او که یو مسلمان یم او دمسلمانو خواحوږم یم خوستاسودبدګمانیواو عصبیت نتیجه دا شو چه هر مسلمان چه ستاسو له شخصي نظر مخالف و ددین او اسلام دښمن یولي امید لرم چه ما یو خواخوږی دوست وبولی او له هیڅ یو معتصب پارټی پرست څخه می حساب نکړی که نه بیابه انشاءالله ځما حقوق په اخرت کیښی درڅخه واخلم والسلام

اقبال
میلمه
اقبال

حیرانوونکی ده ، همدا وایاست او هم هغه ، هم دا کوی او هم هغه ! افغانستان د ټولو ګډ ګور دی ، ، هر دین او حتی هر ایزم کی د بیان دازادی دعوی لری ، له حکومتیاره پیغمبر او یا نعوذوبالله خدای مه جوړوی ، هغه نه یوآځی معصوم نه دی بلکه د لکو او میلونو شهیدانو په وینو یی د امریکایانو او اروبايانو سره معامله وکړه ،ځاوره خلک او خپلواکی یی پری وپلورله تر سیاف او ربانی زیات بیلونر جوړ شوی . دا چه مظلوم او محاهد اولس یی په اړه لږه تر لږه د وحشت ،… نور لوستل »

لالو پنجو
میلمه
لالو پنجو

يوه خبره شته چه تاسې به والله که د کابل پر تخت بيا ### وي

سالارزي
میلمه
سالارزي

دا اجمل اقبال اوبيانزي يوكس ده جه امريكي كي دا40كالهكيزي جه زوندكوي اوتول زوند يي دمسلمانانو به شكنحلو اوبدويلو تيركر. اخر استادداسي وي!!

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

سالارزی صاحب ، د پورتنی لیکنی په اړه د مخالفو او موافقو نظریو خاوندانو نظریات لیکلی ، که د سالارزی صاحب په پاور د یو نظر خاوندان یو کس وی د هغه بل نظر خاوندان هم یو کس دی یعنی نظریاتی دریز یی یو دی نو یو کس شو د دغه نظره زه د سالارزی خبره منم . مګر دا خبره چه څوک په چیری اوسیدلو به غلام وی ناسمه خبره کوی ، ډیر په سعودی ، افغانستان ، پاکستان او نورو اسلامی هیوادو کی د دجال غلامان دی ترکی امین ، نجیب او کارمل یی ښه مثالونه وو او… نور لوستل »