د ټرمپ له ستراتیژي نه وروسته د حکمتیار صاحب تازه بیان!(طنز)

پرون سهار وختي ټرمپ د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه، ستراتیژي کي کوم نوی شی نۀ وو، بیا هم په جګړه ټینګار او د اشغال ناوړی فکر.

دلته به د جګړې لپاره 4000 نور امریکایان هم راځي او دا ځل به امریکایان په ښکاره د افغانستان زیرمي چور کوي او نور به افغاني دولت ته امریکا پیسې هم نه ورکوي.

د دې اعلان وروسته د دوو جهادونو قاید جناب حکمتیار صیب عاجله غونډه راوغوښته.په غونډه کي د حزب اسلامي ټولو لوړ پوړو غړیو پخواني مجاهدینو ګډون درلود.

د حزب مشرانو یو په بل پسي خپلي څرګندوني وکړې.تر ټولو جالبه او ارزښتناکه وینا د حکمتیار صاحب وه.نو د وینا اهمیت ته په کتو سره یې دلته تاسوته نشروو هیله ده د دوو جهادونو د قاید دغه وینا او پریکړه مو د خوښۍ وړ وګرځي.

حامداً و مصلیاً.

ګرانو وروړنو خویندو او د حزب اسلامي اتلو مجاهدینو.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

خوښ یم چي نن بیا ستاسو په مینځ کي ناست یم او مجلس درسره کوم.زموږ ننۍ ناسته زموږ او زموږ د اولس لپاره یوه تاریخي ناسته ده.ستاسو ټولو خبرو او څرګندونو ته په پوره احترام قایل یم.غواړم د دې ناستي له لاري څو حقیقتونه په ډاګه کړم.او خپل دیني اسلامي جهادي دریځ ښکاره کړم.

د ټرمپ د پرونیو څرګندونو څخه معلومیزي چي لاهم مو وطن اشغال او د پردیو په واک کي ده.حزب اسلامي د سولي لپاره ډیر تنازلونه وکړو.د دولت ټولي غوښتني مو بلا قید و شرط ومنلې.خو بیا هم امریکا د اشغال او جګړې پالیسي اعلانوي. د حزب اسلامي پریکړه په لاندي ټکیو کي ده.

1- د سولي په نوم پخلاینه چي پاکه صافه تسلیمي وه.نور هیڅ د منلو نه ده.

2- زموږ ټول مجاهدین دي ځانونه له ښارونو څخه وباسي او د غرونو څوکي دي خپل سنګرونه وګرځوي.

3- افغان دولت ته درې ورځي وخت ورکوو.تر څو د امریکا خلاف جهاد کي د اولس ملګیرتیا وکړي کني زموږ له توري څخه به ځان خلاص نکړي.

4- هر هغه حزبی ورور سي مزدور حکومت کومه چوکۍ ورکړې په یو ساعت کي دي استعفی ورکړي.کني دی به د حزب اسلامي غړیتوب له لاسه ورکړي.

5- کوم ورونړه چي د ملي اردو ملي بولیس او اربکیانو په لیکو کي کار کوي خپل د ټوپک شپیلۍ دي په کفارو ورواړوي کني له دغو لیکو دي زر تر زره راجلا شي.

6- زموږ جهادي مقاومت به تر هغو وي تر څو یو تیري ګر فوځي دلته شتون ولري.

7- د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کي د امارت اسلامي د پریکنده توند جواب هرکلی کوو.

8- تاسو ټولو ته ډاډ درکوم چي آخري فتح د حق وي.نو د حق تر لاسه کولو کي بند زخم او شهادت برداشتول عادي خبره ده.

9- ډاډه اوسئ که دا ځل حکمتیار پخپله خبره ونه دریدلو نو په یو دین به مسلمان نۀ وي.

10-آخري ماده تر ټولو مهمه ماده ده.موږ امارت اسلامي ته د ورورۍ لاس ورکوو او که دوی وغواړي د شیخ الحدیث امیر المؤمنین اخند زاده صاحب سره بیعت هم کوو.

غونډه د غیرت بهیر په دعا سره پای ته ورسیدله.له غونډي وروسته د حزب اسلامي ټول مشران مجاهدین ملګري نامعلومو لوریو ته روان سو.خو د ښاغلي حکمتیار صیب په هکله ویل کیږي چي د توري بوړي جګو جګو غرونو ته د نوې جګړې د پیل لپاره هلته تللی.تر څو یرغلګرو ته د اسامه بن لادن تقبله الله په آخري سنګر کي توند او مرګوني ګوزارونه ورکړي.

د حکمتیار صیب له دې توندي او ارزښتناکي وینا وروسته په ټول هیواد کي په دولتي خلګو او یرغلګرو سخته ویره خپره سوې.امریکا خپلو اتباعو ته امر کړی چي ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.د ټول هیواد حالت بیړنی حالت ښکاري.په کابل کي خو بیخي بیړنی حالت اعلان سوی.ملل متحد د ګل بدین حکمتیار صیب د نیولو امر کړی او هغه یې د هغۀ د آخري خواهش په سبب په تور لیسټ کي داخل کړی.

عام اولس د زرغونو او سپینو بیرغونو سره لارو کوڅو ته راوتلي او د حکمتیار صیب د دې ایماني جهادي جزبې یې تود هر کلی کړی.

بل خوا شهادت ویب پاڼي یوه اعلامیه خپره کړې چي ښایي حکمتیار صیب له توري بوړي رالیږلې وي.چي د هغۀ زوی حبیب الرحمان به هم د طالبانو د مشر د زوی په څیر استشهادي عملیات ترسره کوي.شهادت ویب پاڼي په استناد سي د استشهادي کنډکونو مسؤول هم ورته ویلي سي یو ښایسته تکړه ځوان د حکمتیار صیب زوی د استشهادیانو له سپیڅلي کاروان سره یو ځای سوی.

بهرنیو رسنیو هم د حکمتیار صاحب دغه اتلولي په شد و مد سره نشر کړې.که څه هم غربي رسنۍ د مسلمانو خلاف دي خو د حکمتیار صاحب دې له غیرته ډک دریځ رسنۍ اړ ایستلې تر څو د حکمتیار صاحب ننۍ وینا خپره کړي.

د حکمتیار صیب د دې دریځ په اوریدلو سره ټرمپ عاجله غونډه راغوښتې او ویلي یې دي چي د دوی استراتیجي في الحاله قابل عمل نده.ټرمپ زیاته کړه چي د حکمتیار صیب دریځ موږ له یو لړ مشکلاتو سره مخ کړي یو.موږ پخپله استراتیجي نظر ثاني کوو.

دلته په هیواد کي هم اشرف غني او اجرئیه رئیس ډاکټر عبد الله لویه جرګه راغوښتې.جنرال دوستم هم له ترکیې څخه په شخصي طیاره کي راروان سوی.عطانور هم پخپل دریځ کي نرمي ښودلې او زیاته کړې یې ده چي د اولس مشر هره مشوره به مني.

خو طالبان بیا د ښاغلي حکمتیار صاحب د اعلامیې په باب پټه خوله پاته دي.شنونکي په دې اند دي چي طالبان حکمتیار صاحب له پیدایښته پیزني. چي حکمتیار صاحب والله بالله که توره دروکړي.دا به هسي چا طنز لیکلی وي.

لیکوال: معصوم اسد

تبصرې (25)

  • دافغانانو او په خاص ډول دپښتنو مشرانو قاتل او بی حيا ګلبيدين د مزدورغنی او بهرنيو توپير نشته.ددی قاتل عمر په اتلافونو کی تير شو تر څو چی کفرانو،کمونستانو او استسمارګر شيطان هيوادونو سره يی هم داتلاف ارمان ترسره کړ. اوس به ځينې ددی په شان پښتانه دشمالی تلوالی راتلونکی جګړی ته چمتو کوی .دشمال او جنوب جګړې به دا رامنځ ته او دغربيانو پرمټ دا لوی شيطان پرمخ بيايي.
    بی عزته او مړ دې وي دۍ ډير ژر،
    او دهغه بی غيرته پلويان

  • وطندار گلم معصوم جان
    اولا بفکرم شاید تخلص ات ویانام ات از شوخی معصوم را گذاشته یی ورنه تو کجا ومعصومیت کجا
    ثانیا بمانند شما هم یک شخص مبصر ادیب ژورنالیست (راپورتر) که با ساس افترا ودروغ استورا هست درکشور خود کم سراغ داریم که به مانند شما شخصیتی ظهورکرده باشد
    سوم اگراز دید ایمان بخدا(قران) ورسول اش (حدیث) دررابطه به طنز که ارسال نموده اید یک کمی تعمق نماییم اجازه همچو طنزکه درواقعیت پروپاگند تبلیغ ناروا میباشد را میدهد دلم به این درد نمیکند که شما شخصیت ها را دراذهان مردم ملزم جلوه میدهید دلم به اسلام عزیز درد مینماید که شما از ادرس اسلام عزیز همچو افتراعات دروغها الزامات را به اذهان مردم بیخبر ترزیق مینمایید.که نه اسلام عزیز اجازه میدهد نه حس وطنداری بخدا حیرانم
    که شما چگونه از محراب آنحضرت(ص) به ظاهر دوستی با مومنین گلو پاره مینماید ودر واقعیت خنجری زهر اگینی خودرا برقلب مومنین با این تبلیغات ناروای خود فرو میبرید .وبرداشت خودم این میباشد که یا شما سخت بیخبرید از دین خود (قران وحدیث) ویا طوریکه خدواند سوره المنافقون را بخاطر شناخته شدن هچو کسانی که درجامعه اسلامی خواه اگاهانه ویا نا اگاهانه سخن می پرورانند ویا فتوا میدهند نازل نموده هست . پس ای هموطن بخود ایید تا بکی غافل
    درحدیث از انحضرت (ص) نقل گردیده هست
    که میفرماید : کسی یکساعت درراه خدا بخاطر حفاظت حریم وابروی مسلمانان پهره داری مینماید بهتر است از دنیا ویا ان چیز که دردنیا یافت میشود
    وطندار گلم ان مجاهدین که ممکن شاید خودات به دنیا امده بودی ویا درکدام مدرسه تعلیم مینمودید ویا عدم ان چطور به خود اجازه میدهدید که نغاره بدهن مینمایید وبرعلیه ان کسانی که همین حالا هم برای اعلای کلمته الله جهاد ومبارزه مینمایند تبلیغات سو را به راه میاندازید ایا تمنای قران حدیث که به ظاهر ایمانداری خودرا به ان به رخ دیگران وانمود میسازی میباشد درشرایط که کشورهای منطقه کفر جهانی به سردمداری امریکا روسها چیناییها هندوها وکشور های مسلم وغیر مسلم خون هریک از ما وشمارا بطور مستقیم مباح اعلان نموده اند هزاران خون هموطن مظلوم ما بناحق ریخته میشوند ایا این به اصطلاح دردی را مداوا مینماید ویا اب ریختن به اسیاب دشمنان این ملت نیست ان اب نی بلکه خون میلونها هموطن مظلوم ما میباشد
    باز هم دراخیر تکرا مینمایم برای خدا ونجات این سرزمین واین مردم که ما شما درنزد خدا مسول وجوابگو میباشیم بخود اییم وبه این یقین داشته باشید از هر قطره خون از هر شکنجه از ازار اذیت فزیکی وزبانی خلاصه هر ظلم ناروای که به اساس جهالت من وتو براین ملت را روا میدارند جوابگو هستیم (والله عزیز ذو انتقام) خدا ند زود انتقام مظلومین را میگیرد چی دراین دنیا ویا چی دراخرت
    اقول قولی هذا استغفرالله لی ولکم
    محمدخالد

    • من با وحدانیت الله یقین مطلق دارم و به این که حکمتیار در مقابل روس جنګ کرده نه بخاطر الله بکله بخاطر امریکا.

  • خالد جانه سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ !
    تاسی له حیرانوونکو او بی ځایه پړپړو کار اخلی ، اصلی موضع څخه ځان اړوی. ښه که مونږ له تاسی سره دا ومنو چه د روسانو مقابل جهاد کی ګلبدین ، ربانی یاسیاف او نور د امریکایانو د پاره د روسانو مقابل کی نه بلکه د الله چ د رْضا د پاره جنګیدل . ځکه چه روسان کافر وو او زمونږ په ټاټوبی یی تیری کړی وو ، زمونږ خلک یی وژل او زمونږ بی عزتی او بی عفتی یی کوله ، اوس امریکایانو زمونږ هیواد نه دی اشغال کړی ، زمونږ خلک نه وژنی او زمونږ او زمونږ د دین بی عزتی او بی عفتی نه کوی ، دغه د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره مخکی شتون درلود که امریکایانو جوړه کړه؟
    که حکمتیار ته دغه اشغال مناسب وو نو له اوله یی ولی نه منل او که نامناسب او کفر ښکاریدلو ویل به یی [ موز د روسانو په مقابل جهاد کړی او مونږ به د هر اشغالګر په مقابل جنګیږو او ....] نو اوس خو اشغال هم دوام لری او هماغه د کمونستانو په شان غلامه ، ناوړه او فاسده اداره سره د ټولو فساد او فجایعو په ښه جمع او جوش کی قرار لری نو حکمتیار ولی ورته سجده وکړه ؟
    که دا تسلیمی نه وی او دا دی وخت د دجال عبادت او سجده نه وی تاسی مونږ ته سجده او عبادت تعریف کړی .
    که یو ځو کاله څوک لمونځونه وکړی، روژی ونیسی ، زکاتونه او خیراتونه ورکړی جج ته ولاړ شی او څو کاله وروسته چه زوړ شوی هم وی بیا د هماغه خدای په ځای د هغه دشمنانو ته سجده شروع کړی هغه پخوانی سجدی او عبادت به یی په خپل ځای باتی وی او که دی به هم کفر کی ننوتی وی او تر کفارو به هم زیات وی ؟
    که دی ته بین الافغانی روغه جوړه وایی ، دا روغه یی له ترکی ، امین ، ببرک او نجیب سره نه کوله د دومره وینو تویدلو مخه به نیول شوی وی ، هغه هم خیر دا بین الافغانی روغه جوړه یی له مسعود او ربانی سره ونه کړه چه لاه امله په لکو او میلونو انسانان په شهادت ورسیدل، دا روغه یی له طالبانو سره ولی ونه کړه چه اوس یی د غنی او عبدالله سره کوی ؟
    لطفا خالد صاحب او یا نور حزبیان ( پرونی اربکان او نننی داعشیان ) ځواب ولیکی مننه

  • بيانزيه بلا ديداستاذ دكلمي به تا وكرزي داخلويشت كاله كيزي جه امريكا كي دكليسا خيراتوته ته بروت يى له ملكه تشتيدلى اوهر وخت بي لدى جه دقلم اوزبي عفت وساتي دافغانانو مشرانو ته جتيات وايي زما مشورة درته داده جه دخبل عمر اودالحاج اواستاد دكلمي احترام وساته

  • سالارزیه ، ستا له نوم او خبرو معلومیږی چه د اتاترک ، غفارخان ( کمونیزم ، نیشنلیزم او سکولریزم په اخور کی ارداوه خوری ، تاسی د غفارخان بابا د کورنی پوښتنه وکړی لندن کی زیږیدلی ، غلامان لوی شوی روزل شوی او بیلونران شوی مګر د دی سره د انګریزانو به اجازه یی د روسانو سره اړیکی لرلی ، دا معنی چه روسان او انګریزان خبلو کی مسالمت امیزه او اوږدمهاله ګډی اړیکی لری ، پرون یی د روسانو په واسطه ستاسی په شان تش په نامه پشتنو د غفار خان ، اجمل خټک ، نجیب ، خرمل امین او داسی نورو مغزونه پریمنځل او نن هماغه روسان د انګریزانو او امریکایانو سره په ګډه د کرزی ، غنی او د هغو پرونو کمونستانو او اخوانیانو به ګډون زړونه او مغزونه دواړه پریمنځل هڅی لری چه لمړی زمونږ خلک له اسلامه جلا ( لکه جسم چه له روحه ) جلا او بیا مو ستاسی د غلامانو به مټ استثمار او تل تر تله غلامان او پلورل شوی وساتی .
    دا چه بیانزی چیری دی مهمه نه ده ، ترکی ، امین خرمل ، خرزی او غوایان خو ستاسی په ګډون افغانستان کی وو او دی ولی وپلورل شو او ولی پلورل کیږی د یو څو ډالرو د باره یی خاوره خلک او خپلواکی په یهودانو وپلورله او پلوری ، امریکا افغانستان ، ارږبا او افریقا ټوله د الله ج زمکه ده ، الله ج کفارو ته فرمایی چه که زما اطاعت نه کوی ځانله بله زمکه وګوری دا معنی چه امریکا هم د خبیثو او استثمارګرو امریکایانو نه ده ، هلته هم مظلوم انسانان د حریصو یهوی سرمایدارانو له خوا د قانونی مظلومی د مرګ په انتظار شپی ورځی تیروی او د هغوی دلاس راټوله شوی مالیه تاسو غلامانو ته راوړی چه خپل اولسونه درباندی ووژنی ،
    دا مهمه نه ده چه څوک چیری هستوګنه لری مهمه دا ده جه څوک په اسلامی کړنو او عقایدو سنبال دی او خبل بچی سنبال ساتی څومره چه هلته افغانستان او پاکستان او حتی سعودی کی د غه یهودانو د غلامو چارواکو په مټ عوام له اسلامیت او انسانیت لیری ایستلی دومره د خپل قانون له مخی هم په خپلو هیوادو ( اروبا او امریکا ) کی دا کار نه شی کولی مننه

  • بزرگوارم اقبال جان
    درقدم نخست اگر موضوع از سجده وقبله باشد همین سوال هم برمیگردد به فرشته های دین نیز
    اولا همین حرکت از کجا اغاز شد توسط کی ها در سپین بولدک افتتاح تمویل کننده این پروژه کی ها بودند وکی ها هستند(نصیر الله بابر) تا به دیروز همین حرکت مکر ازطرف سی ای ای- اس ای ای جهت تامین منافع کشور های دول غربی ومنطقه ایجاد نگردید
    وهمین دول عربی که درحقیقت از طرف سی ای ای برای ددین پتنگان میلیارد ها دالر میپرداخت مگر چی شده که امروز قبله شما از مکه به کریملین تغیر جهت نموده هست واین چیزیست که برای همه اشکار وهویداست ونه تلبیغ ونه افترا
    پس بین کفر روس وکفر امریکایی های چی فرق میباشد پس سخن دراین هست طوریکه درپیام قبلی خویش تذکر نموده ام ما به اساس غافلیت وعدم تشخیص دوست از دشمن همیش شمشیر های مان برعلیه یکدیگر از نیام برامده هست وهر قطره خون افغان که به زمین میریزد درحقیقت اب انداختن به اسیاب دشمن میباشد نظر به فرموده شما مجاهدین بعداز فروپاشی رژیم نجیب اشتباهات زیادی را مرتکب شده وان اشتباهات نیز ناشی از عدم تشخیص دوست از دشمن که شکار توطعه ها شدند مگر میشود ان تجربه تلخ را تکرار نماییم عده ما افغانها به دهل روسها چیناییها وکشورهای منطقه بیرقصیم ودیگری به دهل امریکایی ها
    ضرب المثل را به یادات می اورم( درزمان سابق ویا نزدیک درولایت قندهار عنعنه پوچ سگ جنگی رواج داشت وهریک سک جنگی خودرا در میدان حاضر مینمودند وصاحبان هرسگ برای سگ خویش میگفت ((ونیسه پلاره)) درحالیکه سگ همان سگ هست اما صاحب ان به منظور اینکه سگ بیتواند صحی جنگ نماید وهدف صاحب خودرا براورده نماید سگ را پدر خود خطاب مینمود
    ودراین شرایط از ما افغانهای غافل همینگونه استفاده میشود یک را قهرمان ملی شیر دیگری رهبر بنیاد گراها دیگر را بنام طلبا کرام ددین پتنگان دیگر دموکرات ازدیخواه سزا کجا به همین گروهای خورد بزرگ تقسیم نموده اند به منظور اهداف نامقدس خویش .
    وما غافل
    واگر یک کمتر عمیق فکر نماییم کشور های اسلامی ذیدخل درکشور ما به چی پیمانه فجایع دیسکوتیک ها شرابخانه رقص وپایکوبی ها به حالت عریان ونیمه عریان ترویج فساد ونشر وبخش فلم های اراذل وگمراه کننده وجود دارد وبرعکس ملت مارا که دراین عصر کنونی میلونها قربانی بخاطر اسلام عزیز میدهند مهر کفری میزنند اگر واقعیت را پذیرا میشوید خوهمین هست که از خون فرزندان اینسرزمین اسیاب انها درحرکت میباشد.بیایید از تجربه تلخ گذشته پند بیگریم .
    سخنم را با این سخن زرین سید جمال الدین افغان که درکشور ترکیه تبعید ودربستر مرگ قرار داشت ودرگلویش سرطان رخنه کرده بود خاتمه میدهم
    (وا به حال ملت که سرنوشت اش را اجانب تعین نماید) بلی سرنوشت ما درگرو کشور های کفری وغیر کفری رقم خورده هست پیش از اینکه درمنجلاب وگودال که این کشور ها برای ما وشما حفر نموده اند سقوط نماییم وقت انست که بخود اییم درست هست که من گنهکارم مگر سرنوشت این خاک واین مردم ودین وایمان ما که به دست من وتورقم میخورد والاتر از این هست وان شخصیت های کاذب که برسرنوشت من وتو تحمیل گردیده اند دست های ناپاک انهارا ازبیخ قطع نماییم ورسیدن به این هدف همانا چنگ زدن به ریسمان خدا ودعوت مردم بسوی حق وعدالت به اساس علم ومنطق نه از راه میل تفنگ.
    وما علینا الالبلاغ

  • داحکمتیار والله که په دې ارزی چې دومره اوږده بحثونه ورباندی شی دده دمعاملی تفویض والله تعالی ته وکړی او که مو یوه لنګوټه لکه چی ربانی ته په تحفه کی ورکړه وده ته هم ورکړی ښه به وی ملت به یی له غمه خلاص وی

  • كه ريِښتیا را باندی وایی ما هم بستره وتړله ما ویلی چی کابل نه تښته، ځکه بیا کابل کی شروع وشوه خو چی کله آخر ته ولاړم نو فکر می وکړ چی چا خپل خوب لیکلی دی. هر څه چی وو یو څه حقیقت طرف ته مائل یو. زما خو خوښ شو الله دی همداسی وکړی.

  • بزرګوارم خالد جان !
    من هر دوی شما را نه می شناسیم ، ولی منحیث یک خواننده و منحیث مسلمان خالص ( به این معنی که به یکی از احزاب اسلامی و غیر اسلامی ( چپی و راستی ) نه تنها ارتباط و عضویت نداریم بلکه تمام انها را سبب بربادی ملت و مجاهدپرور می دانیم و اینها تمام شان با نظام قراولی هایشان مثل شماکه انها را حمایت می کنند مهره های مافیه ملی و بین المللی و غلامان زنجیری شان می باشند این بحث را مانده سر اصل موضع ایکه شما تبصره های طویل، بی معنی و بی ارزش را نوشته می کنید به هر وسیله ایکه باشد تسلیمی و سرسپردګی حکمتیار را با چند روز جهاد اولی شان [ که بعد ها توسط معاهده جنګ سرد جهاد را با جنګ نیابتی بین روس و امریکا تعویض نمودند ] بپوشانید که بعد ها روسها توسط کمونست ها و امریکا توسط ګروپ های فروخته با نام اخوانیها ( که من هم متاسفانه انوقت عضویت ان فروخته های اخوانی را داشته ودر جهاد مقدس خوشبختانه سهیم بودیم ) ملت مظلوم و بی دفاع را در جنګ های داخلی تنظیمی و قومی با خاک و خون کشاند و تنها در کابل چند صد هزار مردم بیګناه و بی دفاع به شهادت رسیدند ( این نتیچه جهاد شان بودند ) مملکت در عرضه تجزیه بوده تا اینکه همان طالبان (که شما انها را نوکر همان ها تلقی می کنید که شما در اغوش شان پرورده و کلان شدید و غلامان باداران شما می باشند ) توانستند که از شر شما کمونست ها و اخوانیها نجات دادند، یعنی در مقابل فساد و خونریزی شما جهاد کردند.
    به هر صورت، ان ګذشته تلخ را هم با باد فراموشی می سپاریم، انها ایکه شما در اوایل فرشته های صلح را براشان یاد می کردید ولی اینکه شما نتوانستید انها را از درون رخنه کنید توسط باداران دیرینه ( روس و امریکا ) در مقابل شان مقاومت شروع کردید تا اینکه انها تار وپود شما را از تمام کشور جمع و در وادی خورد پنچشیر با شیر شمشیر تان محاصره و می خواستند شمارا دستګیر نمود و حسابات تمام کشتارها و ویرانی ها را با شما محاسبه کنند. ( نام قوماندان فریادی را شنیده باشید که برای کشتار و پوست کردن ملت مظلوم سګ های انسانی داشتند ) ولی باداران تان با تمام زور جهانی شان با کمک همان پاکستان ایکه شما حامی و بادار پاکستان خطاب می کنید طالبان را سرنګون و شمارا سر همان ملت مظلوم بیچاره باز با زور برچه با ګرده های شان تحمیل و احزاب اسلامی و غیر اسلامی را در یک دسترخوان یهودیها و صلیبیها شاندند ( همان هایکه در اوایل این جنګ را نظر با پلان قبلی شان جنګ صلیبی و روز دوم جنګ تروریزم اعلان نمودند ).
    بهر صورت، انها ( جهان کفری با شمول روس و پاکستان ) کشور را اشغال نمودند ، حکمتیار با منافقت کما سابق درمقابل شان جهاد را اعلان نمودند ولی یک ګروپ خویش را روانه کابل نمودند که سهم خودرا بګیرند و خودش تحت شعار منافقانه جهادی در مقابل مقاومت می چنګید، تاانکه مجاهدین راستین شان بعد ار شناخت ګلبدین از ګلبدین فاصله ګرفتند، غلامان و باداران اداره کابل برایش مجاهدین اربکی در دسترش شان قرار دادند و امروز بنام صلح قومانده داعش را با استقبال پرتاب کردم بمهای مادر اچین و پدربم چارراهی زنبق افتتاح نمودند و محل شان را از باګرام به دارالامان و نام اش را از لست مصنوعی سیاه در لست وی ای پی سفید داخل نمودند .
    برادر محترم اقبال جان ، و دیګر برادران برای شما یک قسمت ان حقایق را برای شما نوشته می کنند و طالب جواب انها شده ولی شما بیدون مادنظر ګرفتن ان همان زمزمه شیطان لغمانی را پشه ګرفتید که برادر مجاهد رهبر ، محدث جهاد بوده یک نفر را نه کشته روس و امریکا را شکست دادند و لی امروز او را چرا در غوش ګرم کفری و وحشی رګرفته که هنوز هم در کشور رودهای خون جاری هستند و برای حکمتیار یک دلکشایی دیګر را در دارلامان می سازند و یک یا دو کنډک عسکر امنیت قوماندان اعلی داعشی را ګرفته شما سوالات انها را با این و ان جواب می دهید ، با ان قیصه های شما دیګر مردم فریب نه می خورند. برای کمیشن کاری شما شاید استفاده ګردد تشکر

  • حکمتیار یو مسلمان دی چه هم مجاهد وو او اوس هم دی. ماشالله په ننی عصر کی داسی د اسلام غوره مشر چه هم په رین، سیاست، لیک، فرهنگی او عمل کی الله ورته پوره توفیق ورکری.
    البته حکمتیار دشمنان لری چه هغه غیر اسلامی دلی او یا هم د اسلام په جامه کی منافقان دی چه اوبه خری کوی او بیا پکی ماهیان نیسی.
    فرق د حکمتیار د اسلام او نورو کی دادی چه حکمتیار دهشت او د بیگناه و مسلمانانو وینه تویولو حرام بولی او د امت وسط پر لاره روان دی. په خوا شینی سره نور د حسادت له مخی دشمنی ورسره کوی او د وحشت او مسلمان وژنی لار اختیاروی. زه چه یو عادی انسان یم هم په کلکه د بهرنیانو شتون غندی نو حکمتیار چه د افعانستان د جهاد پلار دی هیسکله هم د بهرنیانو شتون ته خوشحاله ندی. دا باید ومنو چه دا حالت یو د تاریخ جبر دی چه زموژ خپلو د نااهلو او د دین نه جاهلو افعانانو پذريعه زموژ پر ولسرعت راتول شوی. انشالله د هر تیاری نه پس رنا راتلونکی دی. د افعانستان د مخلصی شهیدانو وینه به الله ج هیسکله نه ضایع کوی. هیله ده د داسی بی زایه خوبونو لیدل چه د مسلمانانو د شخصیت ترور کول دی، تری دده وکرو او د ولس سترگو کی خاوری و نه شیندو. الله موژ تولو ته د نیکو توفیق راکری.
    مننه

  • بزرگوارم اجمل خان
    سخنم را با این شعری از شاعر نامور تاریخ اسلام اغاز مینمایم
    به هر کجا ناز سر برارد نیاز هم پای کم ندارد
    تو وخرامی وصد تغافل من ونگاه صد تمنا
    بلی ما مردم مظلوم این سرزمین به امید نجات این مردم واین سرزمین درپرتوایمان بخدا هر نازی ویا سخنان که خواه شیرین باشد ویا تلخ را پذیرا شده ایم به امید اینکه اگر درنزد انسانها قابل قبول نباشد ممکن اجراش درنزد پرودگار عالمیان ضایع نخواهد شد
    رمیدی از دیده بی تامل گذشتی اخر به صد تغافل
    اگر ندیدی تپیدن دل شنیدنی داشت ناله ما
    فرد بالا ممکن قناعت جناب عالیقدر را دررابطه (به نامه بی سروپایم بی معنیم) فراهم کرده باشم هکذا
    اگر به جوابیه نام های ارسال شده یک کمی تعمق نمایید وبا مسولیت که درنزد خدا داریم سخنانم درمحور دفاع از شخص نبوده وهمیش برمحور نجات کشور مردم وایمان ما بوده هست واینکه شما درکدام طرفی قرار ندارید بفکرم همین سخن شما یک کمتر مجهول میباشد چراکه نظربه فرموده انحضرت (ص) درنزد خدا همه مسول هستیم واینکه نظاره نماییم جرم پنداشته میباشد درقاموس اسلام.ومن درپیام خود تذکرداده ام که من وهمه انسانها ویا مردم این سرزمین همه از گناه وخطا مبرا نیستیم ودرقدم اول خودم مجرم میباشم مگر جرم من میشودنجات مردم کشور وایمان مارا تحت الشعاع خود قرار دهد .وقت ان هست که بخود ایییم همه ان سخنان را که در قبال مجاهدین تذکرداده اید همه مشمولین دراین کارزار همه به گناه خود اعتراف مینمایند.اعتراف به این معنی که میخواهندجرم گذشته خودرا تلافی نمایند واینها باتجربه تلخ که گذشته دارند با دیگران شریک میسازند ومیگویند تجربه تلخ گذشته راکسانی که امروز نقش اساسی را تعین سرنوشت این ملت واین خاک دارند تکرار نه نمایند همان تجربه که از بین رفتن شیرازه وحدت ملی ما تباهی کشور وسایر مصایب که براثر توطعه ها کشور های ذیدخل درکشور ما بر پیکر ضعیف این کشورومردم ماوارد گردید اینها از عملکرد های منفی ما پند بیگیرند تا درپرتگاه که دول های کفری وغیر کفری اماده نموده اند سقوط نه نمایندوسخنانم ناشی میشود از درد ومسول دربرابر خدا که جوابگوی هر عملکرد خوب وزشت خود میباشیم پس ما گریه مینمایم ناله مینمایم اینکه دیگران میشنوند یانه مربوطه به انهاست
    گریه گر شد بی اثر از ناله ما کن حذر
    اب ما خون گشت واتش ما تش هست
    وما علینا الالبلاغ

  • دنن ټکی ایشیا دویب سایټ مسوءلینو السلام علیکم
    هیله ده چه چه داخرت او حساب ورځ په یادولروولي داسي څه نشرکړوچه دکفرپه ګټه اودمسلمانانوپه ضرروی.
    ولي شپه اوورځ په غیبت،بدګمانیواوتجسس همخپله اخته یواوهم مونورمسلمانان پری اخته کړي دي.آیاتاسوما یابل
    څوک چه تاسوته دخصومته ډکي تبصري درلیږي پیږني چه دکومی نظریی خلک یو،یقین وکړي چه ستاسو په باب خلکو
    ته شک پیداکوی چه دا زموږ دملک دوستان او که دښمنان دي؟اودوي دکومی نظریی خلک دي.نوهیله لرو چه دداسي تبصروله نشرولو ډډه وکړی چه دوستان سره جلا کوی او دښمنان ګټه ځینی اخلي. انشاءالله ددنیااواخرت ګټه به ترلاسه کړي. والسلام ستاسوخواخوږی

  • حکمت یار لکه چالاکه ګیدړه هرځای پلمي پیداکولی شي، بیایې هم ځیني چغالان وروڼه ملګري دي

  • اسدالله جانه وعلیکم السلام !
    زه د نن ټکی اسیا له چلوونکو ورونو څخه نه یم، خو یو طرز تفکر عقیدوی ورسره لرم ، مننه او ستاینه یی کوو، په ډیرو سختو شرایطو کی یی دا اسلامی او بیطرفه پاڼه ژوندی او ګړندۍ وساتله ، د بیان ازادی یی کما حقه ساتلی او پاللی ده .
    ستاسی او یا ځینی نورو حزبی اربکیانو په اړه چه پرون مو د روسانو په ضد جهاد کولو چا څه نه لیکل او نه چا څه ویل او که څه به چا لیکل او یا به یی څه ویل ستاسی یادونه او ستاینه به یی کوله ځکه چه هغه د جهاد په اولو شپو ورځو کی په ښکاره ستاسی قبله کعبه وه ، دا چه هغه وخت هم د پورو دروازو شاته نور څه روان وو والله اعلم مګر به شکاره د جهاد شعارونه حتی د غلامی د سوړ جنګ تر تړونه پوری زمزمه کیدل ویل کیدل به [ چه موز تر ټولو لمړی جهاد پیل کړی ټول دی مونږ پسی اقتدا وکړی . زمونږ به شمول ډیرو تیروتلو ورپسی اقتدا کړی وه .
    تر دی چه هماغه د سوړ جنګ بادارانو دوهم اشغال پیل شو ، ستاسی رهبر ورته لمړی په سوړ جنګ او اوس بیا د مجاهد په نامه ډیر مظلوم افغانان په شهادت ورسول او رسوی کله چه یی ټول رښتونی مچاهدین وخت په وخت تری هجرت وکړو ، بیا د اربکانو او اوس یی د داعشیانو مشری ورکړی چه مجاهدین په مجاهد نمایانو وځپل شی، ستاسی سر نه خوږوم تاسی ټولی تبصری ولولی هغوی کی پوښتنی شوی تاسی ورته ځواب نه لری چه له مکی معظمی له کعبی مو ولی دواښنګټنی کعبی ته مخ واړولو یعنی د الله ج په ځای مو دجال ته سجدی پیل کړی د یو څو بیلونوو ډالرو له امله او تاسی یی نظام قراول کی کینولی چه څوک حقایقو ویلو ته هم نه پریږدی او د حقایقو ویل د اسلام سره دشمنی یادوی .
    خیر که وجدانو مو درڅځه هجرت کړی ، لږ تر لږ دغو غیر اسلامی کړنو ته مردانه وار ځوابونه ولیکی ، دا سمه ده چه ډیر ساده خلک به تیروتلی او لا به یی تیرباسی مګر د سیاف او ربانی په شان د الله ج د تیرویستلو هڅی مه کوی ، مجرمین چه جرم کوی او سمدلاسه سزا نه وینی ، دا معنی نه ده چه هغه به د څارنی لاندی نه وی الله ج فرمایی مونږ دوی پیدا کوو او د دوی سره محاسبه زمونږ کار دی ، دا چه څو ورځی وخت ورکړ کیږی علت یی هم دا که خپلو عقایدو او کړنو کی بدلون راولی یعنی توبه وباسی او لا به یی د جرایمو دوسیه لا پیړه شی .
    زما پورتنی خبری ټولوو تیروتلو حزبیانو ته دی او له ټولو حزبیانو هیله لرم چه د خلکو پوښتنو ته که د اسلامیت له مخی هم نه وی د انسانیت له مخی ځواب ولیکی ، تاسی باور وکړی چه ځینی کمونستان او سکولرییستان ( اتیستان یا لاخدا ) هم د مخالف قطب نظریاتو لرونکو سره د انسانی اخلاقو په چوکات کی مناظری کوی خپل کفر کی رشتونی دی دروغ نه وایی چه ځانونه مسلمان نما وځلوی ، هغوی څه عقاید چه لری درته وایی دا می عقاید دی ستاسی خدای نه درسره منم ، مګر حزبیان کوی یو څه او وایی بل څه ، حتی هغه ربانی او سیاف هم تری څه ناڅه دمخه شول دغه اشغالګر یی له اوله صحابه کرام ګڼل له اوله ورسره د حزب په شان په پټه نه په ښکاره ملګری شول او تر اوسه هغه باغوری یان ورله فتوی ورکوی له کفارو مچاهدین او له مجاهدینو ورته کفار جوړوی مګر حزبیانو پرون ویل چه موږ روسان وشړل موز په تر هغی وسله په زمکه نه زدو چه یو امریکایی عسکر او یا یی دغه غلامه ، ناوړه او فاسده اداره کابل کی قدرت ولری مګر د هغو ټولو په شتون کی له باګرامه یی شاهی ماڼی دارلامان ته نقل شوه او د استقبال د پاره یی اچین ا زنبق کی د پلار او مور لوی بمونه وغورځول شول
    که مونږ پورته خبرو کی کمه یا زیاته لیکلی وی هماغه کمو یا زیاتو باندی تبصری ولیکی زمونږ لاسونه او یا زمونږ قلمونه مه ماتوی. مننه

  • بزرگوارم اقبال جان
    درقدم نخست مقایسه نمودن یک مومن با یک سیکولار ویا ماتریالیست هرچقدر که گنهکارباشد قاتل رهزن وهر گناه که درذهن وضمیر شما پدیدار میگردد (بدور از شرک بخدا) خوداش سوال برانگیز نمیباشد بفکرم این گونه تفکرات زوال ایمان شمارا برای همه گان هویدا مینماید به این معنی که شما از زاویه دید کور تعصب با مومنین برخورد مینمایید
    دوم سخن از قبله میزنید مگر امروز قبله شما از مکه به کریملین تغیر جهت نه نموده هست.....؟ واین نه افترا هست ونه دروغ وامروز سخن گوی خاص شما شبکه جاسوسی ای اس ای نمیباشد وعملا درمجالس بین المللی کشورهای روسیه چین پاکستان از شما به دفاع برنمیخیزند .طوریکه درپیامهای قبلی خویش تذکر دادم پس فرق بین کفر کرملین پیکینگ وواشنگتن درکجاست.
    واز دیگران جواب دررابطه با امدن حزبیان به کابل جواب مقنع در روشنایی قانون خدا وشریعت خدا میخواهید
    بزرگوارم حزبیان که درکابل امده درقدم نخست دراینجا نه کدام کاروبار رسمی دارند ونه دردولت سهیم اند ونه به دفاع از دولت کنونی کدام پروتوکولی به امضا رسانیده اند نه دفاع مینمایند .پس اگر امدن به کابل وانتخاب مبارزه وجهاد ازطرق دیگر بدور از جنگ های گرم جرم پنداشته میشودواز دایره اسلام خارج گردیده اند.....؟ به نظر شما مردم کابل وسایر نقاط وولایات کشور که باطلبای کرام جهاد مسلحانه نمی نمایند واجر پاداش که شما درنزد خداوندمنان دارید اینها درقدم نخست از ان پاداش مبرا اند ودر قدم دوم با ترک اجر وپاداش (جهاد مسلحانه) ایا من وامثال من ویا سایر مسلمین ومومنین مباح الدم میباشند ............؟
    بزرگوارم این قدر تکبر غرور که درنامه ات طنین انداز هست بفکرم بدور از شان یک مومن میباشد واینگونه چلند(تول حزبیان)
    گویی که تمام افراد حزب اسلامی العیاذ باالله همه مرتد وزندیق شده اند وشما پتنگان دین که هدف اصلی خودرا درمسیر تعصب وتکبر جستجو مینمایید یگانه کسانی میباشید که مومن بخدا میباشید
    درحالیکه هرحزبی هرمومن قلبا به این فرموده پروردگار علیم وحکیم یقین وباور کامل دارند
    (هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ)
    سخن که قلب هر مومن را تکان داد استفاده از بمب مادر توسط نیروهای کفری بالای مردم اچین میباشد
    مگر طلبای کرام برعلیه گروه به اصطلاح داعش اعلان جهاد نه نمودید درهمین مناطق وسایر مناطق جنگهای مسلحانه را برعلیه انها سازمان نه دادیدوهمین منا طق تحت کنترول نیروهای داعش نبود وسوال دیگر که درذهن هرانسان خطور مینماید چرا از همین بمب برعلیه طلبا استفاده نمیگردد.......؟واگر انها برحق هستند واستفاده از این بمب برعلیه انها ایمان شما پذیرای همچو جنایت برعلیه مردم بی دفاع اچین وسایر نقاط کشور نمیباشد پس چرا برعلیه انها جهاد مسلحانه را اعلان نموده اید .
    بزرگوارم بخود ایید از اینگونه اتهامات تبلیغات ناروا برعلیه مومنین بی پرهیزید چرا که ایمان ما تمنای انرا ندارد
    په درنشت

  • اقبال جانه السلام علیکم
    ورورجانه مالیکلی و چه په بدګمانیو او غیبت اخته یو چه یو مثال یی تاسو ځان وښود تاسوما نه پیږنه چه زه څوک او په کوم عصبیت اخته یم او که یو مسلمان یم او دمسلمانو خواحوږم یم خوستاسودبدګمانیواو عصبیت نتیجه دا شو چه هر مسلمان چه ستاسو له شخصي نظر مخالف و ددین او اسلام دښمن یولي امید لرم چه ما یو خواخوږی دوست وبولی او له هیڅ یو معتصب پارټی پرست څخه می حساب نکړی که نه بیابه انشاءالله ځما حقوق په اخرت کیښی درڅخه واخلم والسلام

  • حیرانوونکی ده ، همدا وایاست او هم هغه ، هم دا کوی او هم هغه !
    افغانستان د ټولو ګډ ګور دی ، ، هر دین او حتی هر ایزم کی د بیان دازادی دعوی لری ، له حکومتیاره پیغمبر او یا نعوذوبالله خدای مه جوړوی ، هغه نه یوآځی معصوم نه دی بلکه د لکو او میلونو شهیدانو په وینو یی د امریکایانو او اروبايانو سره معامله وکړه ،ځاوره خلک او خپلواکی یی پری وپلورله تر سیاف او ربانی زیات بیلونر جوړ شوی .
    دا چه مظلوم او محاهد اولس یی په اړه لږه تر لږه د وحشت ، ځان او اولس پلورلو په اړه دلایل او اسناد لیکی ، تاسی معاش خواره پری مه ګرمیږی ، یا خو د خلکو نیوکو او پوښتنو ته عقلی او نقلی ځواپونه ووایاست یا ولیکی او یا چپ پاتی شی ، زمونږ تبصری او لیکنی خو ځانله ستاسی د څو نظام قراول اجیرانو د پاره نه دی پریږدی چه مظلوم اولس خپل قاتلین او معامله ګر په نښه کړی د خپلو حقوقو محاسبه ورسره وکړی او لا یی له وحشت ځانونه وژغوری

  • دا اجمل اقبال اوبيانزي يوكس ده جه امريكي كي دا40كالهكيزي جه زوندكوي اوتول زوند يي دمسلمانانو به شكنحلو اوبدويلو تيركر. اخر استادداسي وي!!

  • سالارزی صاحب ،
    د پورتنی لیکنی په اړه د مخالفو او موافقو نظریو خاوندانو نظریات لیکلی ، که د سالارزی صاحب په پاور د یو نظر خاوندان یو کس وی د هغه بل نظر خاوندان هم یو کس دی یعنی نظریاتی دریز یی یو دی نو یو کس شو د دغه نظره زه د سالارزی خبره منم .
    مګر دا خبره چه څوک په چیری اوسیدلو به غلام وی ناسمه خبره کوی ، ډیر په سعودی ، افغانستان ، پاکستان او نورو اسلامی هیوادو کی د دجال غلامان دی ترکی امین ، نجیب او کارمل یی ښه مثالونه وو او کرزی، غنی عبدالله ، سیافو ربانی عطا نور ګلبدین ، اتثمر ستانکزی او داسی نور یی نن ښه مثالونه دی .
    لیکونکی خپل نظریات په خپله لیکنه او څیړونکی یا لوستونکی خبل نظریات د هغه لیکنی په اړه خبلو تبصرو کی بیانوی دا د دوی هم په اسلام او هم په دموکراسی کی حق دی په دی شرط چه انسانی او اسلامی اخلاق په کی وساتی ، محکمه نه د لیکونکی او نه د تبصره کونکی حق دی محکمه یا قضاوت د لوستونکو حق دی .
    که څوک په لیکنو یا تبصرو کی کنځل او له عقلی او نقلی منطقی دلایلو غیره ګډی وډی لیکی د هغه شخص شخصیت ، استعداد ، اسلامیت ، خپلواکی او بلواکی په ډاګه کوی.
    که مونږ یو له بل سره په انسانیت او اسلامی منطق مفاهمی او مناظری وکړو تاسی باور وکړی چه مونږ له دشمنیو دوستیو ته اوړو ا وکه نه د نورو په غلامیو او بدبختیو کی به ورک او وریت یو سالارزی صاحب په دی اړه تجدید نظر وکړه د خلکو په اوسیدنه خلک مه تول ترازو کوه د خلکو په ښو او بدو نظریاتو او دریزونو خلک تول کړه مننه