308

ولي د مهارتونو په لټه کی یو ؟ دریمه برخه

یو وار زه یو ډير غریب ځایی ته ولاړم تر څو هلته درس ورکړم د درس نه ورورسته د هغه ځایی یو استاد راغي او راته یی وویل :
ارزومند یو چی تاسو د بعضی محصلینو سره کومک وکړی .
ما ورته وویل : دا مکتبونه خو حکومتی دی او په دی کی درس ویل وړیا دی .

هغه وویل : هو همداسی ده خو مونږ د پوهنتون لپاره مرسته غواړو .

ورته می وویل : پوهنتونه هم همداسی وړیا دی او محصلینو ته خو تنخواه هم ورکول کیږی .

هغه وویل : زه درته اصلي خبره کوم او هغه وویل :

کله چی کوم محصل د لیسی نه فارغ شی د ډيرو محصلینو نمري د ۹۹ نه کمی نه وی ،دوی دمره پوه وی که چیرته د دوی دغه پوهه په ټول امت وویشل شی د هغوی لپاره کفایت کوی ، بیا چي د غه محصلین د لوړو زده کړو لپاره د خپل کلي نه لیری تللو اراده وکړي تر څو هلته پوهنتون و وایی او ډاکټر ، انجینراو یا هم ژورنالست شی نو پلرونه یی منع کوی او ورته وایی دمره سبق بس دی نور زما سره شپني (چوپان) کوه .

هغه بیچاره هم مجبور وی او دغسی د هغه پوهه او مهارات په کلاره کلاره ورک شی ، داسی په هغه څو کاله تیر شی او د هغه نه بیا یو شپون جوړ وی ، په دغه محصلیو کي ډير ودونه وکړی او بچی یی وشی او هغه بیا د خپلو بچیو سره هماغه د پلار کار کوی چی شپانه ترینه جوړ کړی .

ما وویل : ددی حل نو څه شی دی ؟

هغه وویل : د دی دا حل دی چی مونږ یو بل شپون د پیسو په بدل کی ونیسو او د دغه هلک پلار په دی قانع کړو چی ځویی یی سبق و وایی او شپون يی رمه و پیایی ، تر دی چی هغه هلک پوهنتون نه فارغ شی ددی خبری په کولو سره هغه استاد خپل سر ټیت کړ او بیا یی وویل : دا به ډيره بده او ظلم وی چی د دغسی هوښیارو خلکو پوهه او مهارات د هغوی په سینه کی هم داسی مړه شی او بیا هغه بیچاره ټول عمر په خپله پوه ساړه اسویلی کوی .

د استاد په دغه خبرو وروسته ما بیا ډير فکر وکړ او دی نتیجی ته ورسیدم چی تر ههغی مونږه نشو کامیابیدلی ترڅو چي مونږه د مهارتونو نه فائده وا نخلو او یا مهارات پیدا نه کړو .

هوداسی ډير خلک مونږ وینو چی هغه د دعوت په طریقه کی ، تجارت ، ډاکټری ، انجینري ، د خلکو سره په تعامل کي ډير کامیاب وي نزدی به د خپلی کورني څه غړو یا خپلوانو ته نظر وکړو ډير داسی وی چی د خپلو بچیو ، خپلوانو او ملګرو سره تر ډيره حده منلي او مهم وی دوی د یوه خاص مهارت درلودونکي وي چی د دغو مهاراتو له امله دوی یو خپل منلی حیثیت لری .

څه خلک فطرتا ښائسته مهارات لری او هغه استعمالوی او څه بیا داسی وی چی هغه مهارات زده کوی اوبیا د هغو په استعمالولو د کامیابی پولی ته رسیږی .

په دی کتاب کی به مونږ د همداسی کامیابو کسانو ژوند مطالعه کړو ، هغه کومي طریقی دی چی هغوی یی استعمالوی ، هغوی څنګه دمره کامیاب دي ایا مونږ کولی شو چی د هغوی لاره ونیسو او د هغوی غوندی کامیاب و اوسو .

لږ مخکی می د نړی یو شتمن کس الشیخ سلیمان الراجحی مرکه واوریده چي هغه فکر او اخلاقو یو ښه مثال دی .

سلیمان الراجحي د بلیونونو ډالرو څښتن دی په زرګونو بنکونه لری ، زرګونه جوماتونه یی جوړ کړی او د زرګونو محصلینو سره مالی مرسته کوی .

هغه په دغه مرکه کی و ویل :

پنځوس کله مخکي زه یو عام انسان وم ،ما لکه د عامو خلکو مزدوری کوله او داسی ډير شوی چی د شپی ډوډی می هم نه ده پیدا کړی ، کله نا کله به می د روزی د پیدا کولو په خاطر د خلکو په کورونو کی کار کاوه او هغه به می پاکول داسی هم شوی چي شپه او ورخ می هم کار کړی ترڅو د خوړلو لپاره څه پیدا کړم .

هِغه د غر د لمني نه څنګه د غره څوکي ته وخته ، ما د هغه په صلاحیتونو او مهارتونو باندی فکر وکړ او دی نتیجی ته ورسیدم چی هر کس د هغه غوندی د کامیابي لمن نیولی شی .

یوه بله مهمه خبر دا ده چی په مونږ کی ډير خلک داسی شته چی هغه ته الله عزوجل ډيرصلاحیتونه ورکړی مګر هغه خپل صلاحیتونه په صحیح طریقه نشی ادا کولي او نه داسی څوک وی چی هغه دی ته وهڅوی تر څو د خپلو صلاحیتونو نه ګټه واخلی .

بیا دغسی د ډیرو ځوانانو په سینه کی دغه مهارتونه همداسی غلی پراته وی او ټولنه د یوه ښه استاد ، ډاکټر، عالم ، یو مثالي پلار او میړه نه محرومه شی .

په دی کتاب کی به مونږ د یو څو دغسي صلاحیتونو ذکر وکړو که چیرته دغه صلاحیتونه په تاسو کی موجود وی نو د هغی د را ویښولو کوشش به وکړو او که تاسو کی څه صلاحیتونه نه وی نو بیا به د دی کوشش وکړو چی په تاسو کی دغه صلاحیتونه پیدا شی .

یادونه :
کله چی په غر خیژی نو د غره څوکي ته ګوره ،خپل وخت د غره وړو، وړو غونډیو او تیږو ته په کتلو مه خراپوه په پوره اطمینان او اعتماد قدم واخله ،د خیز وهلو کوشش هیڅ وخت مه کوه ځکه د ټوپ وهلو په وخت کی اکثره د انسان قدم ښوییږی.

لیکوال محمدبن عبدالرحمن العریفي
ژباړن عبدالباري جمال

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د