رباني او اشرف غني هیڅ توپیر نه لري

شریف جواد

څو ورځې مخکې ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه او ویې ویل چې پس له دې په افغانستان کې د ملت جوړونې غم نه کوي، ټول ترکیز به یې په جګړییزو چارو راڅرخي او تر نامعلوم وخته به په افغانستان کې جګړه پرمخ وړي.

د ټرمپ ستراتیژۍ ته اشرف غني هم د یو عام وګړي په شان منتظر و او نه پوهید چې د هیواد په اړه به یې څرنګه تصمیم نیول کیږي. نوموړی په دغې ورځ کندهار تللی و او غونډې ته د وینا پر مهال له ډیرې خوښۍ په جامو کې نه ځایید، ځکه چې ټرمپ ویلي و چې د ده په هیواد کې به د قتل او کشتار لمن پراخوي او په افغانستان کې به د بمونو په شمېر او حجم کې زیاتوالی راولي.

د اشرف غني دغه حالت کټ مټ د برهان الدین رباني هغه حالت ته ورته و، چې په ۲۰۰۱ کال کې یې امریکايي بمونو ته د خوشالۍ لاسونه پړکول. په افغانستان کې يې د امریکايي بمونو او کروز توغندیو په باران زړه نه یخېد او له امریکا څخه یې غوښتنه کوله چې په وړو بمونو کار نه کیږي او باید «غټې غټې بمونه» په دې هیواد باندې راوغورځوي.

د ټرمپ جګړییزې تګلارې ته د اشرف غني د خوښۍ څرګندونې د رباني له یادې تاریخي وینا څخه هیڅ توپیر نه لري. رباني هم د افغانانو په وینو او د بمونو په ګړزهار کې د خواهشاتو لیونتوب اخیستی و او اشرف غني هم په دې پوهیږي چې که په افغانستان د امریکايي بمونو باران ودریږي، له ارګ څخه به یې ټغر ورټول وي او په سبا به یې د نیویارک په کوڅو کې ګرځي.

د امریکايي بمونو دواړه ارمانجن په خپل مینځ کې ډیر مشابهتونه لري. رباني هم د افغانستان د یو غیر مرغوب ولسمشر په توګه په ولس باندې ځان تپلی و او اشرف غني هم د بل په فرمایش د افغانستان د ولسمشر په توګه انتصاب شوی دی.

دواړو فقط د خپل ذلت او حقارت د ثابتولو لپاره امریکايي جګړمارانو ته د غلامۍ خولې چینګې کړي او په ډاډ سره ویلی شو چې امریکایانو به نه د رباني غوښتنه اوریدلي وي او نه به یې د اشرف غني خوشالۍ ته ارزښت ورکړی وي. خو دومره شول چې دواړو له هیواد او خاورې سره د خپلې جفا او خیانت کرښې د خلکو په اذهانو کې بیا راتازه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې د رباني د غټو بمونو غوښتنه تر نن ورځې پورې د نوموړي وارثینو ته د پیغور پیزوان دی، خو امریکايي بمونو ته د اشرف غني د خوښۍ ترپکې د شرم وړ نه ښکاري؟

د دواړو توپیر په دې کې دی چې رباني په سپینو ټکو او غوڅو الفاظو د غټو بمونو هیله او ارمان کړی و او اشرف غني په نامخامخ ډول په افغانستان کې د «غټې» امریکايي بمونو هرکلی کوي.

خو تاریخ او ولس به د دواړو په موقفونو باندې د غلامۍ، شرم او ذلت یو شان قضاوت کوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

تاريخ نه پريژدي چي هير كري. سنگه چي تاريخ كي د وزير محمد اكبر خان مقام او منزلت معلوم دي او د شاه شجاع زاي هم معلوم دي

محمدنعیم سادات
میلمه
محمدنعیم سادات

د ټرمپ دا خبره چی موږ نور په افغانستان کښی ملت جوړونه نه کوو پاکستان او انګلستان ته متوجی ده . لدی خبری مطلب دادی چی د افغانستان داخلی جوړښتونه به په همعغه شان سنتی وی کوم چی لندن ته د منلو وړ دی

دلته ټرمپ پاکستان او انګلستان ته وایی ، چی راځی چی افغانستان داسی سره وویشو چی داخلی سیاست به یی ستاسی په خوښه وی او خارجی سیاست به یی زموږ په خوښه وی
مطلب ټرمپ به له شمالی ټلوالی سره کار نلری ځکه چی په افغانستان کښی د عنعنویت اساسی بنسټ همدا شمالی ټلواله ده

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حواد صاحب ، ډیره مننه او ښکلی د دغه دوه خبیثانو په اړه دی ښکلی ارزونه کړی زه به هم ورسره څه ولیکم :
د واړه د غلامی ګډ او د منافقت یا څو مخیو مثالونه دی یعنی نور منافقین به د دوی سره میچ یا پرتله کیږی ولی په دی تله کولو کی دوی دواړه دا توپیر لری چه ربانی له اسلا میت او قومیت ګټه پورته کړی وه او غنی له کمونیزم ، نشنلیزم او سکولریزم ګټه پورته کوی . مننه