iiui

نړیوال اسلامي پوهنتون کې نوې اتحادیه وټاکل شوه

د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو نوې اتحادیه په رسمي ډول افغان محصلینو ته ورمعرفي شوه.
نړیوال اسلامي پوهنتون چې په افغانانو کې خورا نېک شهرت لري د افغانان محصلینو په شمول د ۴۷ هیوادونو محصلین پکې په مختلفو څانګو کې په لوړو زده کړو بوخت دي.

افغانان چې په فرهنګ، اجتماعی اړیکو، او په ټولنه کې د ژوند تیرولو ساری نلري، دلته په پاکستان کې افغان محصلین د مسافرۍ او خپلو درسونو  سره سره په نړیوال اسلامې پوهنتون کې هم هم د خپل کلتور د  ژوندي ساتلو، په خپلو کې د ښو اړیکو درلودلو او د یو بل سره په علمي مسایلو کې د کومک کولو لپاره د افغان محصلینو د اتحادېې تر نامه لاندی یوه اتحادیه لري، چې بشپړه غیر سیاسې او بې پلوې اتحادیه ده. د اتحادیې  بنسټیزه موخه  په علمي ډګر کې د افغان محصلینو خدمت کول دي.20140306 212239

په یاد پوهنتون کې تقریبا ۱۰۰۰ افغان محصلین په مختلفو څانګو کې د لوړو زده کړو په حاصلولو بوخت دي، چې د افغان محصلینو اتحادیې ټول سره په یوه ټغر راټول کړی دی.

 د افغان محصلینو اتحادیه چې د اجرائیې شوری ټول اعضاء يې د ریيس په شمول شپږ نفره وې، د یوه کال لپاره د افغان محصلینو خدمت په مختلو څانګو کې تر سره کوې، د یادې اتحادېې د ټاکلو لپاره د زړې اتحادیې مسولین مشران، ځیرک او بااستعداده محصلین او د افغان استادانو په شمول یو کمیسیون جوړوي، چې بیا په شرایطو برابر، وړ او با استعداده محصلین  یاد کمیسیون ته عریضی جمع کوي او د خپلې خوښې څانګې ته پرته له کوم امتیاز او مادیاتو ځان وړاندې کوي او د افغان محصلینو خدمت ته مټې رانغاړي.

په همدې موخه نن د (جمعی په شپه د مارچ په ۶ د ۲۰۱۴ زیږدیز کال) څلورمې لیلیې په خوړنځای کې د افغان محصلینو په شمول ټاکلې کمیسیون غونډه ترسره کړه چې مشري یې دوکتور احمد خالد حاتم کوله او د نوې ټاکل شوې اتحادیې مسولین یې  په رسمې ډول افغان محصلینو ته معرفې کړل.

غونډه د قاری صیب عبدالرحمن باز په ښکلی غږ د قرآن پاک په څو مبارکو آیاتو پیل شوه.

وروسته دوکتور احمد خالد حاتم د تیرې اتحادیې مسولینو نه د زړه له کومې مننه وکړه چې خپل مسولیتونه یې په ښه توګه تر سره کړې وو، او افغان محصلینو ته یې یاد کسان ورپیژندل.

د نوې اتحادیې مسولین لاندې کسان دې.
رییس:          محب الرحمان کاموې
معاون:         مجیب الرحمان جیلانې
د مالی چارو مسول:  خالد عطاء
د بهرنیو چارو مسول: محکم خان
د فرهنګې چارو مسول: خلیل جلیلی
د نشاطاتو او سپورتې چارو مسول: محب الله ځلاند20140306 213912

دوکتور احمد خالد حاتم زیاته کړه چې یاد مسولین د وړتیا او استعداد په بنیاد ټاکل شویدې، او په اخیره کې په افغان محصلینو غږ وکړ چې تاسې باید د اتحادیې له مسولینو سره هر اړخیزه مرسته وکړئ او خپل په وس پوره خدمتونه ترې ونه سپموئ  او په اخیره کې یې ټاکل شوو مسولینو ته یې د الله رب العزت څخه د ښه چارو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

له دوکتور احمد خالد حاتم څخه وروسته د تیرې اتحادیې رییس قارې عبدالله سعید نوې مسولینو ته د مبارکۍ تر څنګ د خپل یو کلنې لاسته راوړنې ذکر کړې چې د یادولو وړ یې د ۴۷ هیوادونو تر منځ د کلتورې اونې لومړئ مقام ګټل وو .

د قاری عبدالله سعید وروسته ښاغلې او قدرمن استاد دوکتور فضل الرحمن عبدالغفور د نوې اتحادیې مسولینو ته د مبارکئ تر څنګ افغان محصلینو ته نیکې او زرینې ویناوې وړاندې کړې، او په محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه تر څو خپله رایه په راتلونکو ټاکنو کې وړ او داسې یو شخص ته ورکړې تر څو د خدای او ملت په وړاندې مسول نه وې او د خپلې رایې حق یې په ځای کړی وې.

له دوکتور فضل الرحمن عبدالغفور وروسته ورونو هر یو کلیم الله وصال او محمد فهیم عثمان په زړه پورې ترانه په خواږه آواز واوروله.
وروسته بیا د نوې اتحادیې محترم رییس ښاغلی محب الرحمن کاموې خپل ځان په پوره ډول معرفې او راتلونکی طرحه یې وړاندی کړه. ښاغلی کاموې د افغان محصلینو څخه د ټاکل شوو مسولینو سره د مرستې او همکاری غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسې مرستې او همکارې کولی شی زمونږ د اتحادیې پلانونه لا پیاوړې کړې،20140306 215326

وروسته بیا په نوبت سره د اتحادیې نورو مسولینو خپل ځانونه معرفی او خپل پلانونه یې په مختصر ډول وړاندې کړل.20140306 231240

د اتحادیې د نویو ټاکل شوو مسولینو د ویناوو وروسته تحایف او جایزی په هغو محصلینو وویشل شوې چا چې له تیري اتحادیي سره په مختلفو برخو کې همکاری کړې وه او خپلې مرستې یې له اتحادیې نه وې سپمولې، او هغه محصلین ورونه هم په تحایفو ونازول شو چا چې په ورزشی مسابقوکې ښې لاسته راوړنې درلودې او هم د اتحادیې د ټاکنې د کمیسیون غړو ته ستاینلیکونه ورکړل شو.

یاده غونډه د قارې عبدالله سعید په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده.

پاتې دې نه وې چې د ویندوېۍ چارې  خالد کاموې او کمال الدین او تخنیکي چارې اکرام الدین  کامل په مخ بیولې.

د افغان محصلینو اتحادیه – نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

راپور: اسدالله مبارز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د