امریکا په نوې ستراتيژي کې د ناکامي ملموسې نښې

نن ټکی اسیا – سرمقاله

د افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژي چې له ډیره راهیسې یې انتظار کیدو په داسې ډول اعلان شوه چې خپله امریکايي سیاست وال یې د ناکامي حدس کوي.

یاده ستراتیژي چې نه یواځې په افغانستان، بلکې د ټولو هغو هیوادونو په اړه چې د امریکا له پوځي او استخباراتي مداخلو څخه متأثر دي د یوې نویې صفحې پرانیستلو توقع تري کیدله یواځې د څو هغو تکراري شعارونو په بیا تکرارولو سره اعلان شوه چې واشنګټن له تیرو شپاړلسو کلونو راهیسې زمزمه کول.

د ټرمپ له نوي ستراتیژي څخه ښکاري چې د هغې د محتوی په اړه د هغې دری واړه طراحان ، ولسمشر ټرمپ، د دفاع وزیر جیمس مټیس او د بهرنیو چارو وزیرریکس ټیلرسن هم یوه خوله نه وي.

ځکه خپله ټرمپ د ستراتیژي اعلانولو په افتتاحي خبرو کې وویل چې زما خپل حدس له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل و او زه معمولا خپل حدس عملي کوم ، خو له مختلفو زاویو څخه د افغاني وضعې تر ارزولو وروسته دا راته معلومه شوه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو را ایستل داسې تشه رامنځته کوي چې د تروریستانو په ګټه تمامیږي.

ټرامپ د خپلې ستراتیژي جزئیات ګونګ اعلان کړل، نه یې افغانستان ته د اضافي امریکايي ځواکونو شمیر معلوم کړ او نه یې هم هلته د پاتي کیدو موده.

ګډ حکومت چې هم د ټرمپ په نوې ستراتیژي کې له نظر ورکولو څخه او هم یې د اعلان تروخته له هرډول جزئیاتو تر لاسه کولو څخه محروم ساتل شوی د هغې تش اعلان یې د ځان بریاوبلله.

د هغوی لپاره تر ټولو مهم ټکی دا و چې ټرمپ هم د دوی په څیر په افغانستان کې د خپلې ناکامي پړه پر پاکستان ور واچوله.
اوس پوښتنه دا ده چې امریکایانو له کومه دا تشخیص کړه چې په افغانستان کې د دوئ د ناکامي لامل پاکستان دی؟

ځکه امریکایان خو د اشغال له لومړۍ ورځې راهیسي په پوځي لحاظ په افغانستان کې له مزاحمت او ستونزو سره مخ وو.

که ریښتیاهم په افغانستان کې د دوي د ناکامي لامل پاکستان وي نو ایا دوۍ د شپاړلسو کلونو تر تیریدو وروسته دا لامل تشخیص کړای شو؟

وا قعیت دا دی چې یواځې امریکایان نه ؛ بلکې هیڅ بهرني اشغالګرپه افغانستان کې د بریالیتوب چانس نه لري.

تر امریکایي اشغال وړاندې شوروي او تر هغه وړاندې انګریزي اشغال هم دلته له داسې ناکامي سره مخ شو چې بالاخره یې خبره د دوئ د ځواکمنو امپراتوریو په اضمحلال پایته ورسیده.

اوس امریکا هم عینا پرهغه درشل ولاړه او ټرمپ د تاواني قمار باز په څیر د نامعلوم بُرد په هیله هڅه کوي د امپراتوریو په هدیره کې خپل بخت وازمويي ، خو فکرنه کیږي چې له دې تاوانې معاملې دي ځان روغ وباسي…

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

بيگه خوب مي وليد چي ترمپ دير وارخطا او په تلوار رازي سو افغانانو سره وني بيا واي ياره دمره پيسي واخلي موژ يي خلاص كري دير په تنگ راغلي يم موژ فوراً ورزو د أفغانستان سخه. د عرفه په سهار داسي خوب او الحمدلله د روژي حالت كي مي دغسي شكلي خوب مي وليد الله دي كفار او منافقين زموژ د هيواد سخه ورك كي او د قران نظام نافظ كي اللهم امين