نړۍ

اوکراین کې پوځي مداخله؛ امریکا په روسانو د امریکا دروازې بندې کړې

د یوکرائن د سیاسي کړکیچ په اړه د روس او امریکا تر منځ د مذاکراتو  سره سره هم سړه جګړه شدت غوره کوي. د امریکا جمهور رئیس  یو خصوصي فرمان له مخې ویلي چې  روسي اتباعو ته به نور د امریکا ویزه نه ورکول کیږي، همدا راز نوموړی په روس باندې د اقتصادي بندیزونو هم غور کوي.

د سپينې ماڼې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې بارک اوباما په حکم روسي اتباعو ته به تر نامالوم وخت پورې ویزې نه ورکول کیږي. سپينې ماڼې د ویزو د اجراء بندیز په یوکراین کې د روس پوځي مداخلت په عکس العمل کې کړی.

په اعلامیه کې راغلي چې د اوباما په فرمان عمل پیل شوی او امریکا اوس د روسانو په ویزو بندیز لګولی.  همدا راز اوباما په دې غور کوي چې د روس د مهم شخصیتونه مالونه او پیسې منجمدې کړي او په روس اقتصادي بندیزونه ولګوي.

یاده دې وي چې په ۲۲ فروروۍ روس پلوې یوکراینی مشر ویکټر یانوکووچ د  ولسي انقلاب په ترڅ کې د ولسمشریزې ماڼې څخه وتښتېد چې تردې وروسته د  یوکراین پر سر د روس او امریکا تر منځ سخت مخالفتونه رامنځته شول. دواړه زورور هېوادونه په یوکراین کې د خپلې خوښې حکومت غواړي.

اوسمهال روسانو د یوکراین ختیځې سیمې «کرایمیا» سیمې ته پوځونه داخل کړي.

12.00

یوکرائن کې پوځي مداخله؛ امریکا روسانو ته په ویزو ورکولو بندیز ولګاوه

د یوکرائن د سیاسي کړکیچ په اړه د روس او امریکا تر منځ د خبرو سره سره هم سړه جګړه شدت غوره کوي. د امریکا جمهور رئیس  یو خصوصي فرمان له مخې روسي اتباعو ته به نور د امریکا ویزه نه ورکول کیږي، همدا راز نوموړی په روس باندې د اقتصادي بندیزونو هم سوچ کوي.

د سپينې ماڼې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې بارک اوباما په حکم روسي اتباعو ته به تا نامالوم وخت پورې ویزې نه ورکول کیږي. سپينې ماڼې د ویزو د اجراء بندیز په یوکراین کې د روس پوځي مداخلت په عکس العمل کې کړی.

په اعلامیه کې راغلي چې د اوباما په فرمان عمل شوی او امریکا اوس د روسانو په ویزو بندیز لګولی.  همدا راز اوباما په دې غور کوي چې د روس د مهم شخصیتونه اثاثې منجمدې کړي او په روس اقتصادي بندیزونه ولګوي.

یاده دې وي چې په ۲۲ فروروۍ روس پلوې یوکراینی مشر ویکټر یانوکووچ د  ولسي انقلاب په ترڅ کې د ولسمشریزې ماڼې څخه وتښتېد چې تردې وروسته د  یوکراین پر سر د روس او امریکا تر منځ سخت مخالفتونه رامنځته شول. دواړه زورور هېوادونه په یوکراین کې د خپلې خوښې حکومت غواړي. روسانو د «کرایمیا» سیمې ته پوځونه داخل کړي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x