محمد مرسي د محاکمې د یوې ناستې پر مهال

د مرسي کورنۍ پر هغه ظلمونه او د نړیوالو چوپتیا غندلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲ وږی، ۱۳۹۶): د مصر پخواني ولسمشر (محمد مرسي) کورنۍ په هغو جنایتونو د نړیوالو چوپتیا غندلې چې د مرسي په حق کې ترسره کیږي.

د مرسي زوی (عبدالله) د بشري حقونو په سازمانونو غږ کړی چې د بندي پلار له حقونو یې دفاع وکړي.

نوموړي په همدې تړاو په خپلې فیسبوک پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي یې دي:

«مونږ د ولسمشر محمد مرسي او ټولو بندیانو په حق کې د روانو جنایتونو په وړاندې د بشري حقونو د سازمانونو، مدني ټولنو، حکومتونو او په نړۍ کې د ازادۍ او مبارزې د هر علاقمند چوپتیا غندو».

اعلامیې هیله ښودلې چې یاد جهتونه په هره ممکنه وسیله په مصر او نړۍ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو مخنیوی وکړي.

د مصر د پخواني ولسمشر مرسي زوی ویلي چې په زندان کې یې پلار ته ورځپاڼې، دوايي او شخصي توکي نه ورپریښودل کیږي او په شخصي روغتون کې د علاج اجازه نه لري.

د مرسي زوی وايي چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې پلار یې تېره میاشت دوه ځلې د شکرې ناروغۍ له کبله بې هوښه شوی و.

د مصر پخوانی ولسمشر (محمد مرسي) په ۲۰۱۳ کال د خپل دفاع وزیر او پوځ مشر (عبدالفتاح سیسي) لخوا د یوې پوځي کودتا په پایله کې له واکه ګوښه او ونیول شو.

له کودتا څخه څو میاشتې وروسته ښاغلی مرسي په یوې محکمې کې راڅرګند شو.

د مرسي کورنۍ وايي چې هغه تر اوسه پورې په انفرادي زندان کې ساتل کیږي او له بهر نړۍ څخه په بشپړه توګه ناخبره دی.

د مصر کودتاچي حکومت په ښاغلي مرسي باندې شپږ تورونه پورې کړي، د یو تور په قضیه کې په درې کاله او د بل تور په قضیه کې په شل کاله بند محکوم شوی او په پاتې څلورو قضیو کې يې محاکمه پاتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د