افغانستانخبرونه

 د پکتیکا د ګومل مهمه ولسوالي د طالبانو لاسته ولویده

نن ټکی اسیا (جمعه،۳ وږی، ۱۳۹۶):له ګومل ولسوالي نه ورکړل شوي‌راپورونه وایي، تیره شپه افغان ځواکونو د ګومل ولسوالي مرکز او امنیتي پوستې په بشپړ ډول تخلیه کړې.

د ګومل ولسوالي چې له تیرو دوو هفتو راهیسې د طالب ځواکونو له لوري محاصره وه او پرلپسې تر شدیدو حملو لاندې وه، تیره شپه افغان ځواکونه د حملو د شدت او فشار له امله مجبور شول چې د ولسوالي مرکز او اړوندې امنیتي پوستې پریږدي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، د ګومل ولسوالي چې له تیرو څو ورځو راهیسي‌ ترشدیدو ګوزارونو لاندې وه او ولسوالي‌ته راغلې لارې ټولې محاصره وي، بالاخره تیره شپه د ولسوالي‌ټول امنیتي‌عسکر له تیارې نه په استفاده و تښتیدل او ولسوالي‌یې تخلیه کړه. نوموړي وایي‌اوس مهال د ولسوالي‌مرکز او ټولې اړوندې پوستې د طالبانو په لاس کې دي.

د ګومل ولسوالي په نیولو سره طالبانو ته ډیرې پراخې سیمې لاسته ورځي، چې د پکتیکا نورو ولسوالیو ته طالبانو تګ راتګ اسانه کوي.

په پکتیکا کې امنیتي چارواکو د ګومل ولسوالي سقوط تاید کړی دی، خو زیاته کړې یې ده چې ډیر ژر به بیرته د ولسوالۍ مرکز له طالبانو ونیسي.

طالبانو تیره ورځ د زنخان ولسوالي انتقالي او سیار مرکز هم ولکه کړ، د طالبانو د ویاند په وینا په یاده جکړه کې یې دوه ټانګونه یو رینجر موټر هم ولجه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x