شعـــــرونه

د کندز د اشرف المدارس مدرسې د پتمنو خویندو په نوم !

یادونه
څو ورځې وړاندې بي بي سي راډیو په کندز کې دنجونو دیوې مدرسې اشرف المدارس په اړه  یوه کرکې او دښمنۍ ډک راپور نشر کړ ، د پتمنو طالباتو  پرده او حجاب یې مسخره کړ  او دیني علوم یې ترهګري وبلله ، په دې شعر کې هماغه موضوع یاده شوې ده .

اې د ایمان دمدرسې طالبې !

پټې ، پتمنې او مستورې خورکۍ

په ترږمیو کې رپانده ډیوې

په توپانونو کې محصورې خورکۍ

په لوپټه دې ژور پام ساته

چیرته سیلۍ یې درنه لوټ نه کړي

طلوع ، اشنا او بي بي سي یادوم

یا آزادۍ یې درنه لوټ نه کړي

داد ایمان او دعفت لوټماران

چې څوک له لر او څوک له بر راغلي

دستا حجاب یې په زړه اور تاووي

نوځکه داسې په اشر راغلي

دوی چې ځان بولي دبیزو له نسله

غواړي له موږ هم بیزوګیان جوړ کړي

ستر مو مات ، جامې مو لوټ کړي  ترڅو

رانه لغړ بغر وحشیان جوړ کړي

دوی په خپل ځان دغه کانې کړي دي

دوی په جهان دغه کانې کړي دي

اوس چې حیوان غوندې لغړ ګرځي

دوی په انسان دغه کانې کړې دي

دوی چې له غرب څخه پرده واخیسته

بیا یې له شرق څخه حیاء یووړه

ترکۍ میرمنې یې سرتورې کړلې

او له عربو یې عباء  یووړه

اوس  دفاتح دسرزمین تورسرې

د اروپا په محفلو کې ګرځي

دسلطان قطز  دوطن پیغلوټې

لوڅې لغړې په کوڅو کې ګرځي

پام کوه ! پام چې نوبت ستا راغلی

اې داحمد! اې د نازو لورې !

اې دایمان دمدرسې دطالبې

اې د عفت اې د آبرو لورې

پام دقرآن لمنه  پرې چې نږدې

پام دایمان لمنه پرې چې نږدې

ازمون  تیریږي وارخطا چې نشې

د اطمینان لمنه پرې چې نږدې

ډیر به دې پام وي دحیاء په جوهر

د پت حجاب درنه بې قدره نه شي

همدا دې  آب دی ملغلرې خورکۍ

ګوره دا آب درنه  بې قدره نه شي

له  هرې خوا دنظر غشي اوري

پام چې دټولو په هدف کې اوسې

که غواړې آب دې  پټ خوندي پاته شي

باید چې نغښتې په صدف کې اوسې

څوک به دې څه ، څوک به دې څه یادوي

خو ته دحق دمدرسې لور یې

تا د قرآن په رسۍ لاس ایښی دی

ته د زینب او رابعې لور یې

ته په دنیا دسعادت سمبول یې

ته په عقبا کې  ملکه د حورو

په دوزخیانو باندې ری مه وهه

دوی څه خبر دي په کیسه  دحورو

دوی چې نن تاته ترهګره وایي

یا ستا په درس باندې الزام لګوي

ته به نوڅنګه ګیله منه شې ترې

دوی چې تورونه په اسلام لګوي

په خپل راڼه مسیر مزل لنډوه

په تبلیغاتو باندې ری مه وهه

پریږده چې ښه لکه سپي وغپیږي

په حیواناتو باندې ری مه وهه

خو پام هرګام به په ډیر هوش اخلي

ګام په ګام لومې او دانې پرتې دي

چیرته دمرستې  این جي او په نامه

چیرته پت ضد  امن خانې پرتې دي

داد ایمان دامې دزړه آواز وو

که لږ یې واورې مسلمانې خورکۍ

اې دسعید دعقیدې خورلڼې

درنې مؤمنې او افغانې خورکۍ

۱۴۳۵/۵/۵هـ ق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x