سیف الدین قطز او د مغولو نه ماتېدونکې فلسفې پای(دوهمه برخه)

لیکوال : طارق محیايي
ژباړن : عبدالسمیع درانی

قطز ته د مغولو استازې راتلل:
مغول چې د مصر تر دروازو پورې را رسېدلې وو؛ خپل استازي یې له داسې یو لیک سره چې ټول بد،رد او قطز ته ګوتڅنډنې پکې لیکلې وې، قطز ته واستول.
د لیک متن په لاندې الفاظو مشتمل وو:
واک او ځواک مونږ ته وسپارئ! مخکې له دې چې زمونږ له زوره خبر شئ. حتما به زمونږ له لورې د قتل عامونو او ښارونو ورانولو له پېښو خبر یاستئ، نو چېرته او څرنګه به تښتئ؟ په داسې حال کې چې مونږ درپسې یو، زمونږ د تورو له ګذارونو نشئ بچېدلای. زمونږ شمېر لکه د شګو دومره دی، څوک چې له مونږ سره تقابل کوي؛ پېښمانه کیږي. نو دا واورئ چې خپله ځانونه له خپله لاسه د هلاکت کندې ته مه ټېل وهئ.
سره له داسو ګوتڅڼدنو او اخطارنو قطز یوه دمه هم ونه لړزېد او نه یې په همت کې کمی راغی، ځکه هغه داسې مسلمان وو چې د الله تعالی په لار کې یې شهادت د دین او انسانیت دښمنانو ته تر تسلمېدو غوره ګاڼه، هغه دا پتیله چې په هر حال کې یوه نه، یوه نېکي(إحدیالحسنیین) ترلاسه کوي. یا به کامیاب او غالب شي؛ یا به د شهادت لوړې درجې ته ورسیږي.
له بل لورې؛ قطز د خوارزمي پاچاهانو له کورنۍ او سلطان جلال الدین یې ماما وو؛ سلطان جلال الدین هغه څوک وو چې د زمري غوندې زړه یې درلود او د مغولو په مقابل کې یې تر ډیره پوري په میړانه ودریده، آن له هغوی څخه یې ځینې ښارونه بېرته ونیول. قطز له وړاندې پوهېده چې د مغولو نه ماتېدل هسې یوه کیسه او افسانه ده. او د مغولو ماتې یې په کوچنیوالي لیدلې وه. قطز هم د مغولو استازي بندیان او د هغوی لیک یې څيرې کړ، او د خپلو سرتېرو د مورال د لوړاوي په پار یې استازي له تېغه تېر او د ښار په دروازو را ځوړند کړل.

د مغولو پر وړاندې د لښکر او تجهیزاتو تیاري:
قطز ددې پر ځای چې په مصر کې پاتې او د مغولو پر وړاندې دفاعی حالت اختیار کړي؛ ښه یې دا وبلله چې مخکې له مخکې تیاري ونیسي او د مغولو پر وړاندې د شام پر لور تعرض وکړي.
هغه داخلي جبهه له هغو کسانو پاکه کړه چې ده یې په همت او شجاعت کې شک درلود، او د هغوی تشه یې په خپلو اعتمادي کسانو ډکه کړه؛ وروسته یې په قاهره او خپل نورو تر واک لاندې ښارونو کې د جهاد اعلان وکړ او خلک یې جهاد ته رابلل.
د لښکر د تجهیز لپاره یې زیاتې منډې ترړې وکړې او په خلکو یې نوي مالیات وضع کړل، ولې ډیری علماوو چې د وخت زبردست عالم، علامه عز بن عبدالسلام هم پکې موجود وو؛ د قطز له دې کار سره مخالفت وښود او له ده یې غوښتنه وکړه چې جنګي مصارف دې د ممالیکي قومندانانو له شتمني څخه تعین کړي، ترڅو له قومندانانو سره بې له آس او وسلې نور څه پاتې نشي؛ او که بیا هم مصارف کافي نه وو، بیا دې په خلکو مالیات وضع شي.
قطز چې کله متوجه شو چې نوموړی فرمان په ځینو قومندانانو دروند پرېوځي؛ هغوی ته یې داسې خطاب وکړ:
اې د امت سرلارو! یو وخت داسې وو چې تاسو د بیت المال له مال څخه ګټه اخیسته، خو اوس له جهاد څخه پر شا کېږئ؟ زه جهاد ته تیار او روان یم، څوک چې راسره ځي؛ بسم الله کړئ او هغوی چې له جهاد تللو څخه مخ اړوي، الله تعالی پرې خبر دی او د مظلومو مؤمنانو آه یې پر خپله غاړه!
د قطز دې خبرو پر قومندانانو ژور تاثیر وکړ او هغوی هم ټول پر یوه خوله شول او جهاد ته تیار شول.
قطز له لښکر سره له مصره ووتلو چې په لاره کې د شام لښکر ورسره یو ځای او غزې ته ورسېدل.
قطز د لشکر د مخکي برخي لپاره ( بېبرس) وټاکه، چې ډیر باهمته کس او د مورال لوړولو چل او ول یې زده ؤ. مخکې تر دې چې جنګ شروع شي؛ بېبرس د څو تنو سرتېرو په ملتیا د مغولو په لومړۍ کرښه برید وکړ او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله. د بېبرس دې کامیاب جنګي تکتیک اوضاع داسې برابره کړه چې هغه صلیبي یرغلګر چې په ځینو ځایو کې یې حضور درلود؛ دې ته مجبور کړل چې له مسلمان لښکر سره داسې عهد وکړي چې د مسلمانانو پر وړاندې به د مغولو هېڅ راز مرسته نه کوي. قطز هم هغوی ته ګوتڅڼدنه وکړه چې د مغولو سره د مرستې په صورت کې به مسلمانان اول په هغوی حمله کوي.

د دوهمي برخي پای …

 

سیف الدین قطز او د مغولو نه ماتېدونکې فلسفې پای(اوله برخه)

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د