
د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وایي، روسان او نه کوم بل هیواد له طالبانو سره نظاميمرستې نه کوي، طالبان د افغانستان په حکومت کې له موجود فساد نه په استفاده تر بل هرځاي په نازل قیمت وسلې اخلي.
دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د خارجه چارو وزیر( رکس ټیلرسون) په یوه مطبوعاتيکنفرانس کې ویلي، چې د روسیې هیواد له طالبانو سره نظاميمرستې کوي او دې کړنې موږ سخت اندیښمن او خفه کړي یو.
وحیده مژده زیاتوي، که طالبان له کوم هیواد نه نظاميمرسته اخلي، کیدای شي کلاشنکوف او یا کومه بله سپکه وسله به نه وي، هغوی به د هوایي ځواک ضد اسلحې غوښتنه کوي، او که ددوي د غوښتنې مطابق اسلحه ترلاسه کړي، په دې صورت کې به په افغانستان کې د امریکایانو مشکلات څو چنده نور زیات شي.
نوموړي زیاتوي، دا چې امریکایان تاکید کوي چې روسان له طالبانو سره مرسته کوي، د دويهدف د طالبانو په منځ کې تفرقه اچول او د هغوي په ضد د منفي تبلیغاتو ترسره کول دي. همدا راز یو بل دلیل دا هم کیدای شي، امریکایان چې روسان له طالبانو سره په مرسته متهموي، دوي غواړي په دې کار سره په خپل شکست پرده وغوړوي او د نورو هیوادونو او جهتونو توجه بل لور ته واړوي.
وحیده مژډه زیاتوي، فرض کړه که روسیه او یا پاکستان له طالبانو سره نظاميمرسته هم وکړي، تر پنځوسو زیات هیوادونه څرنګه د یو شمیر سپکو وسلو په مقابل کې له ماتې سره مخ کیږي؟ خبره داسی نده بلکې، اصليوجه داده چې امریکا یو متجاوز هیواد دی، د افغانستان ډیره برخه اولس د اشغال په مقابل کې په مقاومت بوخت دی، په دې دلیل امریکایان د افغانستان په جګړه کې له شکست سره مخ دي.
مژده صاحب امریکاچه د۴۷ملکوپه کومک یوداسی بیزمیره حکومت پرافغانستان مسلط کړۍ دۍ چه ترټول افغان ملت دوی ته دامریکاسپۍ اهمیت لری اوترهری بیوجدانۍ لاندی دامریکاهرامرمنی،دانوکمه ګناه اوجرم دۍ چه دهرچاڅخه وسلی اومرسته وغواړی،چه ددی ظلم اوتیری په مقابل کی مقاومت په وکی.