کرکیټ ورلډ کپ: آیرلینډ برتانیا ته ماتي ورکړه

ireland_vs_england

نن ټکی آسیا: نن ایرلینډ د انګلینډ څخه د کرکیټ لوبه وګټله..

ایرلینډ چې د کرکیټ په نړی کې تازه قدم ایښی، نن یی هغه وخت انګلینډ ته تاریخي ماتي ورکړه… کله چې انګلینډ د لوبي پچه وګټله او اول یې د بېټنګ فیصله وکړه، او د لوبي په پایله کې 326 منډي جوړي کړې.. د انګلینډ له خوا جوناثان ټراوټ 92 او یان بل 81 منډي جوړي کړې.

کله چې آیرلینډ لوبه شروع کړه نو داسي ښکارېده چې انګلېنډ به ډېره اساني سره لوبه وګټي، ځکه چې ایرلینډ یو کمزورۍ ټیم وو، او د انګلینډ په مقابل کې خو بیخي چا ګومان نه کوی، مګر کله چې انګلېنډ وتوانید چې 5 لوبغاړي صرف په 111 منډو وسوځوي د نن تکړه لوبغاړی کیون اوبراین میدان ته راغلی او د مېچ پله یې واړوله…

کیون اوبراین صرف په 65 بالو 113 منډې جوړي کړې چې د ورلډ کپ په تاریخ کې یو بې مثاله بېټنګ وو..

آیرلینډ هدف ته د اخیري اوور په اول بال باندي ورسیدی.. مخکې ایرلینډ پاکستان ته ورته ماتي د 2008 په ورلډ کپ کې ورکړې وه.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.