افغانستان

د نېمروز خلک نوی والي نه مني

نن ټکی آسیا: د نېمروز ولایتي شورا د ولسمشر کرزي له لورې د دې ولایت لپاره د نوي والي ټاکنه نه مني او د انتخاباتو په را رسېدا داسې تصمیم نیونې غندي او دا ډول غیري عاقلانه پرېکړه بولي .

د ولایتي شورا مسوولینو له یو شمېر قومي مخورو سره په یوه ګډه غونډه کې د ولسمشر وروستۍ پریکړه په اوسنیو شرایطو کې نامناسبه او د یو پټ پروګرام برخه بولي.
دوی ګواښ وکړ، که دولت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو دوی به پراخو مظاهرو لاس پورې کړي.
تمه ده چې د نېمروز لپاره نوی ټاکل شوی والي امیر محمد اخندزاده به سبا نېمروز ته ورسېږي او رسما به چارې پيل کړي.
د نېمروز د ولایتي شورا د یوه غړي ملا ګل احمد احمدي په وینا، په داسې حال کې چې انتخاباتو ته د ګوتو په شمار شپې ورځې پاتي دي، د ولسمشر دا پرېکړه په ډاګه کوي چې انتخابات په سمه توګه ترسره نشي او ښاغلی کرزی لا هم پټو سیاسي معاملو ته د پای ټکی نه دی ایښی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x