نظــر

 د کابل پرونی برید د قرآن او سنت په رڼا کې

 أبو خلاد السلفي

پرون د جمعې په ورځ د کابل په خیر خانه کې د شیعه ګانو په یوه عبادتخانه باندې د  داعش ډلې څلور تنو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې لسګونه شیعه ګان مړه او ژوبل شول.

تیلویزوني راپورونو کې مې ولیدل چې دغه ځای چې حمله ورباندې شوې د روافضو عبادتګاه ده. دلته دوی لمونځونه او عبادت کوي. د عبادت ګاه لاندې منزل کې نارینه او بر منزل کې ښځې عبادت کوي.دوی د جمعې په ورځ عبادت ته را یو ځای شوي وو چې حمله ورباندې وشوه او مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې چې رسنۍ یې داعش بولي په غاړه واخیست.

داعش چې ځان یوه اسلامي ډله بولي او د دوی په وینا د قرآن او سنت د اتباع بیرغ یې پورته کړی دی.دوی ادعاء لري چې هر عمل باید د قرآن او سنت د اصولو مطابق ترسره شي او له دې ماوراء بل مسلک او مذهب د اهتمام وړ نه دی.

راځئ د کابل پروني برید ته د قرآن او سنت په رڼا کې کتنه وکړو چې آیا قرآن او سنت ددغسې حملو جواز ورکوي او که یې د دفع کولو او مخنیوي هڅه کوي.

روافض یا شیعه ګان

روافض یا شیعه ګان یوه پخوانی ډله ده، دوی بیلابیل ګډوډ عقائد لري چې دلته یې تفصیل نه ذکر کوو یوازې د دې فرقې په باره کې د اهل السنة یا سني مسلمانانو نظر ذکر کوو.د روافضو یا اوسنیو شیعه ګانو په باره کې د اکثرو مسلمانانو یعني اشعري او ماتریدي مذهب والاوو  نظر دادی چې دوی د تفصیل قائل دي. دوی داوسنیو شیعه ګانو په باره کې وایي چې دوی نه ټول مسلمانان دي او نه هم ټول کافران. یا په بل تعبیر نه پوره مسلمان دي او نه پوره کافران. بلکې په هر یوه به د هغې د عقیدې په رڼا کې د کافر یا مسلمان حکم کیږي. که یې عقائد اسلامي و مسلمان دی او که یې په عقائدو کې کفري نظریات ګډ و نو کافر دی.

اما اهل السنة والجماعه یا د اوسني مصطلح موافق اهل حدیث او د سلفي منهج اکثره معتقدین روافض مسلمانان نه بولي.که څه هم اکثره سلف صالحین دروافضو د تکفیر په باره کې د احتیاط حکم کوي اما د تکفیر قائلین وایي چې زموږ د عقیدې له مخې حتی اشاعره او ماتریدیه د الله تعالی د صفاتو په مسئله کې د اهل السنة والجماعة له ډلې څخه خارج دي نو شیعه ګان خو د خپلو ګنده عقائدو له امله باید ضرور خارج او بشپړ ګمراه وبلل شي.

د داعش ډله د خپلو سختو نظریاتو له امله د سلفي فکر په هغه منهج باور لري چې شیعه ګان ورته مسلمانان نه معلومیږي. نو که بالفرض و التقدیر دغه شیعه ګان له هغه جملې نه وي چې مسلمانان نه دي آیا د دوی په عبادتخانه باندې حمله کول او د عبادت کوونکو وژل د قرآن او سنت له نظره روا دي او کنه ؟

د کافرو عبادت کوونکو وژل د قرآن کریم له نظره

د الله تعالی کتاب قرآن کریم په ښکاره دا حکم کوي چې دجهاد په لړ کې د کافرانو عبادت کوونکي له وژلو څخه په امن دي او وژل یې الله تعالی تیری یا له حد څخه تیریدل بولي.

الله تعالی په سورة البقره کې د جهاد له امر سره یوځای د اعتداء یا له حد څخه د تیریدلو نهی هم کوي الله تعالی فرمایي: وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ۱۹۰. ژباړه : او د الله په لار کې له هغو سره وجنګیږئ چې درسره جنګیږي خو تیری مه کوئ، بې شکه الله تعالی تیر کوونکی نه خوښوي.

ددې آیت په تفسیر علامه ابن کثیر داسې لیکلي: وقوله : ( ولا تعتدوا إن الله لا يحب المعتدين ) أي : قاتلوا في سبيل الله ولا تعتدوا في ذلك ويدخل في ذلك ارتكاب المناهي كما قاله الحسن البصري من المثلة ، والغلول ، وقتل النساء والصبيان والشيوخ الذين لا رأي لهم ولا قتال فيهم ، والرهبان وأصحاب الصوامع ، وتحريق الأشجار وقتل الحيوان لغير مصلحة ، كما قال ذلك ابن عباس ، وعمر بن عبد العزيز ، ومقاتل بن حيان ، وغيرهم .

د تفسیر لنډه ترجمه داده چې د الله تعالی ددې قول په اړه چې وایي( ولاتعتدوا یعنی تیری مه کوئ) د رئیس المفسرین ابن عباس، حسن بصری، عمر بن عبدالعزیز،مقاتل بن حیان او نورو سترو مفسرین رأیه داده چې الله تعالی وایي چې په جهاد کې مثله مه کوئ، په غنیمت کې غلا مه کوئ، ښځې، ماشومان، او سپین ږیري چې په جګړه کې ونډه نلري مه یې وژنئ، د کافرانو عبادت کوونکي او هغوی چې د دوی په عبادت خانو کې اوسي مه یې وژنئ، ونې او حیوانات له منځه مه وړئ.

تفسیر ابن کثیر ته زموږ علماء کرام مشائخ له تفسیر الطبری نه وروسته د دوهم تر ټولو معتمد تفسیر په نظر ګوري چې د الله تعالی مراد او مطلب یې ښه فهمولی. بناء ددې آیت له مخې الله تعالی مسلمانان مأمور کړي چې په جهاد کې به له حد نه تجاوز نه کوي او تفسیر وایي چې د کافرانو د عبادت کوونکو او په عبادت ځایونو کې ناست خلک تر برید لاندې مه نیسئ. نو که د اسلامي دولت ( داعش) کسان په شیعه ګانو باندې هغه تر ټولو سخت حکم وکړي یعني کافران یې وبولي بیا یې هم د عبادت کوونکو او امام باړو یا مساجدو په نښه کول د قرآن دحکم له مخې جائز نه دي. نو بناء ویلی شو چې پرون د کابل په خیرخانه کې د داعش لخوا د الله تعالی دغه حکم چې ( ولاتعتدوا) تر پښو لاندې شو چې دا یوه عظیمه ګناه ده او د طالبانو د ویاند لخوا د دغې ګناه او اعتداء څخه برأت اعلان شو چې د زما په نظر د اسلام له هدایاتو سره سم عمل و.

د کافرو عبادت کوونکو وژل د نبوي حدیثو له نظره

دا چې نبوي احادیث د قرآن تشریح ده او یا هم د علماء کرامو په اصطلاح خفی وحی ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کوم ارشادات کړي د الله تعالی په لارښوونه یې کړي دي ( و ماینطق عن الهوی. ان هو الا وحی یوحی. النجم ۳ – ۴ ژباړه: او ( رسول الله ) له هوسه نه غږیږي دا له وحی پرته بل څه نه دي چې ورته رالیږل کیږي)

نو بناء رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم په مختلفو احادیثو کې امر کړی چې د کافرانو عبادت کوونکي مه وژنئ.

عن بريدة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يقول : ” اغزوا في سبيل الله ، قاتلوا من كفر بالله ، اغزوا ولا تغلوا ، ولا تغدروا ، ولا تمثلوا ، ولا تقتلوا وليدا ، ولا أصحاب الصوامع ” . رواه الإمام أحمد .

وعن ابن عباس قال : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا بعث جيوشه قال : ” اخرجوا بسم الله ، قاتلوا في سبيل الله من كفر بالله ، لا تغدروا ولا تغلوا ، ولا تمثلوا ، ولا تقتلوا الولدان ولا أصحاب الصوامع ” . رواه الإمام أحمد.

د لوړو ذکر شویو او ګڼو نورو احادیثو ګډ مفهوم هم دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د الله تعالی په لاره کې جهاد کوئ  خو په غنیمت کې غدر او مثله مه کوئ، ماشومان، ښځې او د کافرانو د عبادت خانو خلک مه وژنئ.

د پای خبره

زه د شیعه ګانو یا اوسنیو روافضو نه ډیر زیات نفرت لرم او  په دې هم پوهیږم چې مسلمانانو ته ډیر مشکلات دهمدې رافضي فتنې څخه پیدا شوي دي. همدا اوس د افغانستان شیعه ګان په عراق او شام کې د اهل السنة په خلاف جنګیږي. د ایراني رسنیو دخبر له مخې په تیرو ۳ هفتو کې ۳۵ تنه افغاني شیعه ګان چې په شام کې د الفاطمیون د کنډک غړي دي د سنیانو خلاف جنګونو کې وژل شوي دي.چې دا هلته په جګړه کې د دوی په فعال حضور دلالت کوي. اما له دې سره سره د الله تعالی حدود دادي چې الله تعالی درته وایي (ولاتعتدوا) یعني په قتال کې تجاوز او زیاتی مه کوئ. یعني ښځې، ماشومان او عبادت کوونکي مه وژنئ.

نو که څوک له دې الهي امر سره بیا هم په خپل مزاج او قوت باندې مغرور وي. د بیلابیلو پلمو په اساس جذباتي فتواګانې لګوي. د مخالف لوري د ماشوم، ښځې، عابد او هر چا وژل ځان ته جائز بولي، نو د دې معنی داده چې دغه کس د الله تعالی د حکم په قصه کې نه دی د الله تعالی خبرې ته غوږ نه نیسي نو ځکه یې حدود پایمالوي. خو ګورئ څوک چې د الله تعالی حدود پایمال کړي هغه یوازې له ځان سره ظلم وکړ.دی به خوشاله وي چې دښمن مې مات کړ مګر کیدای شي الله تعالی سرچپه نتیجه ورباندې مرتبه کړي او دده په زیان څه پیښ شي.

الله تعالی فرمایي: وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا (1) الطلاق. ژباړه:او څوک چې د الله له حدودو تیری کوی نو یقینا پر خپل ځان یې ظلم کړی. ته نه پوهیږئ! ښایي له هغه وروسته الله تعالی څه بل کار راپېښ کړي.
صدق الله العظیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زندانی

السلام عليكم ورحمة الله

غ.حضرت

اولاً دا د القاعده د متحجرینو او سلفیانو نومونه ولی نن سبا رواج شویدی؟ کنیه فقط په عربو کی رسم او رواج لری. موږ افغانان خپله د ښکلو او لنډو نومونو درلوونکی یو د بل فرهنګ نومونو ته هیڅ اړتیا نلرو. همدا معمولی نومونه لکه مثلاً عبدالرحمن یا عبد الرحیم یا محمد نور یا محمد امین او نور کافی او زیبنده دی. د نومونو عاریت یعنی اخیستنه به موږ ته هیڅ ډول فضیلت را ونه بخښی خصوصاُ چه دا نومونه د هغو جهالو حجازیانو وی کوم چه چه پخپل تحجر او حماقت ئې د اسلام پاک دین ته سخته صدمه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x