air port

د فرعونیت خویونه: چې زه پاتې شوم، تاسې رانه هم نشې تللی

د عراق د ترانسپورت وزیر زوی د بغداد په هوايي میدان له بیروته احکامات جاري کوي. د بغداد هوايي میدان چارواکو هغه الوتکه بیروت ته په بېرته تګ مجبوره کړه چې دوی د عراق د ترانسپورت وزیر زوی په بیروت کې پريښې و. عربي رسنیو د نوموړي نوم، دده په اړه عجیب مالومات او یواځېنی یو انځور خپور کړی.

د عربي رسنیو د راپورونو په اساس نوموړی په نوي ماډل موټرو کې ګرځي، همېشه په دې تلوسه کې وي، چې نوی موټر بازار ته راوتو مخکې واخلي، د ژوند زیاته برخه په خارج کې تېروي.

د «مډل ایسټرن ایرلاین» په وینا د عراقي وزیر زوی دوی ته تلیفون وکړ او ورته یې وویل چې الوتکه په عراق کې کیناستلو ته پرې نه ږدي.

دهوايي سرويس شركت په وینا دوی تر ۲۱ دقیقو پرواز وروسته بېرته بیروت ته ستانه شول.

د عراق د ترانسپورت وزارت پېښه منلې خو دوی وايي چې د الوتکه ځکه بېرته ستنه شوې چې دوی هوايي میدان په صفايۍ بوخت وه او دهغې لپاره یې ځانګړي کارونه کړي وه چې د الوتکې کیناستل او مساپرو کېوتل ستونزمن وه.

ددغې «هوايي سرویس شرکت» مشر مروان صالحه وايي چې د ترانسپور د وزیر د وزی له امله یې د پنجشنبې په ورځ ۶ دقیقې پرواز وروسته وکړ، دوی د وزیر زوی لټولو او هغه چیرې ورک وه.

دده په وینا کله چې مهدي الامیر دروازې ته راغی او ده ته مالومه شوه چې الوتکه لاړه نو له غوسې تک سور شو، د هوايي میدان مامورین او کارکونکي يې تهدید کړل چې الوتکې ته به په بغداد کې د کیناستلو اجازه ورنکړي.

مروان صالحه په وینا له مجبورې ورځې الوتکه بېرته بیروت ته راغله او الوتنه یې منسوخ کړه. دده په وینا ۷۱ مساپرو ته یې د بلې لار ې د تګ لاره چاره کتله.

راپورونه وايي چې د دغې مسئلې د حل لپاره د عراق او لبنان چارواکو تر منځ خبرې اترې روانې دي.

د زیات شمېر عراقیانو خیال دی چې د نوري المالکي وزیران او نور چارواکي داسې رویه غوره کړې چې دوی ځانونه له قانون او خلکو اوچت ګڼي او نور انسانان ورته انسانان نه ښکاري.

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د