افغانستان

لوګر کې طالبانو ته ۱۸ تنه عسکر او پوليس تسليم شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه،۴ وږی، ۱۳۹۶): د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته ۱۸ تنه پوليس او عسکر تسليم شوي دي.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ۱۸ تنه پوليس تېره ورځ د دولت له ليکو جلا او په ياده ولسوالۍ کې د دوی وسله والو ته تسليم شوي دي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د تسليم شويو سرتيرو نومونه او په خپل رسمي ويب سايټ (الاماره) کې يې انځورونه خپاره کړي دي.

طالبان وايي، دغه سرتيري د دوی (د دعوت او ارشاد کميسيون) د مسئولينو په هلوځلو له دولتي نظامي ليکو راجلا او له دوی سره يوځای شوي دي.

د طالبانو په وينا، تسليم شويو سرتيرو ورسره ژمنه کړې، چې د ژوند ترپايه به د (اسلامي امارت له مجاهدينو) سره مرسته او همکاري کوي او له دولت سره به ټولې اړيکې پرېکوي.

په دغه خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې يادو سرتيرو طالبانو ته وسلې او يا نور مهمات وروړي دي که نه.

طالبانو د تسليمېدونکو دولتي سرتيرو لپاره د (دعوت او ارشاد) په نوم ځانګړی کميسيون جوړ کړی، چې تر دې مهاله يې سلګونه سرتيري تسليم کړي دي.

تر اوسه د دولت کومې رسمي سرچينې طالبانو ته د دغه سرتيرو د تسليمېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x