fbpx

کندهار کې د ټرمپ د تګلارې په ملاتړ غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه،۴ وږی، ۱۳۹۶): په کندهار ولایت کې دولتي چارواکو ، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو غړو د امریکايي ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې په ملاتړ غونډه جوړه کړه او په افغانستان کې یې د امریکا «مرستې او قربانۍ» وستایلې.

غونډې ته د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني سلاکار داود ګلزار د خپلې وینا پر مهال افغانان د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ ته راوبلل او دا یې د «بریا ورځ» وبلله.

د ولسي جرګې غړي لالي حمیدزي په خپل وار له امریکايي ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه چې د افغانستان لپاره یې دغه تګلاره انتخاب کړې. نوموړي د یادې ستراتیژۍ د صفتونو په لړ کې وویل: «هر څوک چې د ټرمپ د ستراتیژۍ مخالفت کوي هغه د تروریستانو ملګری دی».

په غونډه کې د هلمند او زابل ولایتونو د ولایتي شورا رئيسانو هم ویناوې وکړې او په افغانستان کې يې د ټرمپ د نوې تګلارې ستاینه او ملاتړ اعلان کړ.

د امریکايي ستراتیژۍ څخه د ملاتړې غونډې برخوالو زیاته کړه چې امریکا له افغانستان سره د همکارۍ لپاره ډیرې «قربانۍ» ورکړي دي.

هغه پرېکړه لیک چې د غونډې د ګډونوالو لخوا په پای کې اعلان شو، په یوه برخه کې يې راغلي:

«د امریکا شپاړس کلنو انساني قربانیو خواشیني کړي یو او د میلیاردونو ډالرو مالي مرستو ستاینه یې کوو او کوروداني ورته وایو».

د پرېکړه لیک لوستونکي ویناوال د یادې مادې د وضاحت لپاره زیاته کړه: «یعنې زمونږ د عزت او دفاع لپاره تاسو قرباني شوي یاست نو مونږ په دې خفه یو».

د یادونې وړ ده چې ټرمپ په خپلې تګلاره کې په افغانستان کې د جګړې په دوام او پراخېدو ټینګار کړی او همدا راز یې په پاکستان باندې د احتمالي فشار یادونه کړې. خو په کندهار کې د نننۍ غونډې ټولو ویناوالو د ټرمپ د تګلارې فقط هغه برخه رابرسېره کوله چې پاکستان پورې يې تړاو درلود، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د بقا او د جګړې پراخېدو ته د غونډې هیڅ ویناوال اشاره ونه کړه.

له بلې خوا د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو ویلي چې یو شمېر ګډونوال په نورو نومونو او پلمو په چل نوموړې غونډې ته وربلل شوي خو کله چې هلته ورغلي د ټرمپ د ستراتیژۍ د ملاتړ په غونډه اوښتي دي.

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

د فاحشو دغه غونده په دی هم نه ارزی چه په اړه یی ارزونه وشی ، کله چه د فاحشی ( غلامی او فاسدی اداری نوم یاد شی له هغه وروسته یی د اضافه اړونه اړه نه لیدل کیږی )

سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

لعنة دي وي په داسي كسانو چي په كفر تكيه كوي او د كفر ملأتر كري

سید زرغون شاه آغا
میلمه
سید زرغون شاه آغا

داغونډه اوملاتړد هغو منفور، قاتلینواو غلو لخوا جوړه سوی وه چی عام اولس کی ځای نلری. او حتمآ به ډیر شدید امنیت نیول سوی وه

سیف
میلمه
سیف

اللہ دی ٹرمپ فہ دوی مصلت کی من اعان ظالمآ صلتہ اللہ علیہ

AMHimmat
میلمه
AMHimmat

توبه!

الهي زما توبه ده،
آخره زمانه ده،
دا څه اورمه خدايه زما له ښکلي کندهاره،
له دې دارالقراره.
شملې مو سولې سپکي،
د ننګ خبري ورکي،
هر کس ناکس هر څه کي.
رشتينی مسلمان دی په هر ځای کی ناکراره،
له ژونده دی بې زاره.
غيرت شجاعت څه سو؟
د نفس مناعت څه سو؟
پښتو او اسلام څه سو؟
غليم ته غلامي او چوپر سو نن افتخار
همت سو داسي خوار.

pattang
میلمه
pattang

با غیرته مسلمانان وروڼه دې پردې نه غمجن کیږي ځکه په هره ټولنه کې فاحش پیسه دوسته او بی دینه خلک شته ددوی له مخوونو مالومیږی چې تول یې لندغر ان او قاچاقبر ان دی ، دوی خپلې ږیرې دشیېطانی او دخلکو د غولولو لباره برې ایشې دي او له ږیرې سره شراب خوری ۱ دا بې غیرته انسانان به دالرو خبله عورته هم خرحوی ۰ ددوی په منځ کې داولسي جرګې غړی لا لی هم ښکاریږي چې سر یې لو څ څادر یې په اوږو پروت دی ، دا فاسد انسان دومره شراب خوري چې له مستي او بې… نور لوستل »

حضرت شاه بينوا
میلمه
حضرت شاه بينوا

خداي(ج) به يي نور هم وشرموي تاسو صبر کوي