افغانستان

هلمند کې چاودنې ۵ کسان وژلي او ۹ ټپي کړي

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۵ کسان وژلي او ۹ ټپي کړي. دا پېښه نن غرمې ۱۲:۳۰ بجې په یوه مارکیټ کې رامنځته شوه.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک پېښه منلې او ویلي دي چې په چاودنه کې  لږ تر لږه ۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپيان شويدي. دده په وینا په (میله بازار) کې په یوه موټر سایکل کې چاودیدونکي توکي په ځای شوي و چې ناڅاپي والوت.

د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو عموما داسې چاودنې د بهرنیو څارګرو ادارو لخوا ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x