
آسانه نېکيانې (دولسمه برخه)
ليکوال : دکتور کفايت الله (وردګ)
تر يوه مياشت اعتکاف نه غوره عمل
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
وَلأن أَمْشِي مَعَ أَخي المُسْلِمِ في حَاجَة أَحَبُ إلي مِنْ أنْ أعتكف في المَسجِد شَهْراً. رواه الطبراني
ترجمه : دا چې زه له خپل مسلمان ورور سره په کوم حاجت کې لاړ شم دا ماته ددې نه غوره ده چې يوه مياشت په جومات کې اعتکاف وکوم .
نکته : په حديث شريف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښکاره کوي که د چا په تلو باندې د کوم بل مسلمان څه ډول حاجت پوره کيږي نو ځان د ورڅخه نه غړوي له يوه اړخه يې دا د مسلمان په کوم حاجت کې وتل غوره عمل کڼلى دى چې تر يوې مياشتې اعتکاف نه يې ثواب زيات ګڼلى دى او له بله پلوه يې دېته هم اشاره کړېده که له انسان سره دا اختيار وي چې هغه نفلي عبادتونه وکوي او يا د کوم مسلمان حاجت ورته پوره کړي نو دى د د هغه حاجت پوره کول غوره کړي ډېر ثواب لري .
ټوله شپه عبادت
د شپې د تهجد فضائل او څه خبرې به په همدې سلسله کې لږ وروسته راشي چې ډېر زيات فضائل لري او هغه فضائل د هغه کس لپاره دي چې د شپې څه برخه خوب ته ورکړي او يو څه برخه عبادت ته را پاڅيږي او دا چې څوک ټوله شپه په عبادت تېره کړي دا خو ډېر زيات ثواب لري خو دا سخت کار دى رسول الله صلی الله علیه وسلم دټولې شپې د عبادت د ثواب لاس ته د راوړلو يوه اسانه طريقه مونږ ته راښودلې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
مَن صَلَى العِشَاءَ في جَمَاعَةٍ فَكَأَنَمَا قَامَ نصف اللَيل وَمَن صَلَى الصبحَ في جَمَاعَة فَكَأَنَمَا صَلَى اللَيلَ كلَه. صحيح مسلم
ترجمه : چا چې د ماسخوتن مونځ په جمع وکولو داسې ده لکه نيمه شپه يې چې په عبادت کې تېره کړې وي او چا چې د سحر مونځ په جمع سره وکولو داسې ده لکه ټوله شپه يې چې په عبادت کې تېره کړې وي .
اسان اجرونه او د پرديو ګناهونه
رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه حديث کې مونږ ته يو زېرى راکړى او د اسانه اجرونو د لاس ته راوړلو طريقه يې راته ښودلې ده او په هماغه حديث کې يې مونږ لدې نه وېرولي يو چې چېرته داسې کار ونه کوو چې الله مه کړه پردي ګناهونه په غاړه راواخلو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : مَن دَعَا إلى هدَى كَانَ لَه من الأَجر مِثلَ أُجُورِ مَنْ تَبِعَه لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أجُوْرِهِم شَيْئاً، وَمَنْ دَعَا إِلى ضَلالَة كَانَ عَليْهِ مِنَ الإِثمِ مِثْلَ آثَامِ مَنْ تَبِعَه لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئاً. صحيح مسلم
ترجمه : چا چې خلک د هدايت لار ته را وغوښتل دده لپاره به دومره اجر وي لکه څومره چې هغه خلکو ته پدې لاره کې ورکول کيږي چې ده ورته را غوښتي دي بغير ددېنه چې د هغوى له اجرونو څخه څه کم کړل شي او چا چې خلک د ګمراهي لار ته ور وغوښتل ده ته به دومره ګناهونه وي لکه هغه خلکو ته چې وي چې پدې لاره يې تلل کړې وي بغير لدې چې د هغوى له ګناهونو څخه څه کم کړل شي .
د تلاوت اسانه ثواب
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ تَعْدِلُ ثُلثَ القُرْآن، وَقُلْ يَا أيُهَا الكَافِرُوْنَ تَعْدِلُ رُبْعَ القُرْآن. رواه الطبراني
ترجمه : قُلْ هُوَ اللهُ أَحَد ( سورة اخلاص په ثواب کې) د قرآن کريم د دريمې حصې سره برابر دى (او الله تعالى چې په خزانو کې يې د هېڅ شي کمښت نشته څوک چې د زړه له اخلاص سره سورة اخلاص (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَد) تلاوت کړي نو دومره ثواب ورکوي لکه د قرآن کريم دريمه برخه يې چې تلاوت کړې وي) او قُلْ يَا أيُهَا الكَافِرُوْنَ د قرآن کريم د څلورمې حصې سره برابر دى .
نور بيا ان شاء الله