نظــر

د امریکاد نوی استراتیژی په اړه د سلفو پیغام

امرالدين حيدري

نولسمې پېړۍ کې عثماني خلافت دومره کمزوره شوی وو چې روسانو او اروپایانو به رنځور سړی بوللو او ځنګدن ته یې شیبې شمارلې، خو کله چې ځوان شهزاده دویم عبدالحمید واک ته ورسېده د ټولو هيلې سیند ته لاهو شوې.

ځوان خلیفه د حجاز د رېل ګاډي پټلۍ په جوړولو مکه د مدینې او استانبول سره وتړله، د بیا جوړونې پروژې یې ترسره کړې، نوي ښوونځي او پوهنتونونه یې پرانستل، د بریتانیې هند، سوریې، افریقا، چین، اندونیزیا او حتی مالیزیا د خلکو زړونو کې يې ځای پیدا کړ، له دې ټولو ځایونو نه ورته مرستې رارسېدی، د علماو په ټولولو سره یې د اسلامي ویښتيا په هکله کار ترسره کړ او په جوماتونو کې د خلیفه په نوم خطبه ویل کېده، دا ټول کارونه د دې لامل شو چې نړیوال صهیونیزم خپل پلانونه ته بیا کتنه وکړي.

وایي چا ترې وپوښتل چې دا ټول کارونه دې څنګه ترسره کړل او ۳۳ کاله (۱۸۷۶-۱۹۰۹) دې دوام وکړ؟

هغه په ځواب کی وویل: زمونږ د بریا راز ډېر ساده وو، د هر شي په هکله به مو د فرانسی، روسیې او بریتانیا د سفارتونو نه نظر غوښت یا خپل جاسوسانو په وسیله به مو دا کار وکړ، بیا مو د هغوی د سوچ خلاف پلان جور کړ.

اوس زمونږ ځینو لنډ فکري دغه د ټرمپ چټياتو ته ستراتيژي وايي او ورته خوشحاله دي.

هغوی خپله استراتیژي خپل ملت، افغانانو او حتی زمونږ ارګ-مېشتو ته هم نه وایي، څه لیونیان خو نه دي.

د هغوی استراتیژي هېڅکله هم د افغانانو په خیر نده او نه به وي، زمونږ خیر د هغوی د پلان په معکوس کې پروت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیدری صاحب ، کوچنی لیکنه مګر ډیر لوی ارزښتونو دی په کی رانغښتی الله ج دی اجرونه درکړی . مونږ مسلمانان که ځان تیرباسو او یا د الله او خلکو دتیرویستلو هڅی لرو هغه جلا خبره ده که نه د کفارو ستراتیژی همدا چه دوی کفار او مونږ مسلمانان یو د هغوی ټولی کړنی د مسلمانانو د باره خیر خو پریږده نل د زهر قاتل او زمونږ د لمنځه وړولو ستراتيژی جوړوی او جوړی کړی دی مګر دا چه ولی دا کار کوی علت یی هماغه چه دوی حریص او دنورو د استثمارولو او غلامولو هڅی لری استثمارول په بی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x