شعـــــرونه

د اوښکو تسبې

صالح محمد مسروري

چي دفکرپه ټالوکي ستاترکلي پوري درسم
دزخمي زړه اسوېلوکي ستاترکلي پوري درسم

چي داوښکو تسپې اړوم ستانوم پرې يادومه
ستادميني وظيفوکي ستاترکلي پوري درسم

دواړي لپي کړم کچکول اوغبرګه ډکه له دعاکړم
په زاريواوسوالوکي ستاترکلي پوري درسم

چي دخيال نېلی کړم ځين اوستاپه لوري در روان سم
بس يودم په څوشېبوکي ستاترکلي پوري درسم

ستادښکلي روضې خواکي يوملنګ غوندي دېره سم
کله کله په خوبوکي ستاترکلي پوري درسم

سبّحان الله دلبره ستاپه يادکي څومره خوند دی
مسروري چي ترانوکي ستاترکلي پوري درسم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x