اقتصاد

د اسلام او سرمایداري اقتصادي نظامونو توپیر او پایلي

لیکنه او څیړنه: سید محمد قیسم ” ابراهیم”

الله سبحانه و تعالی په قرآن عظیم شان کې فرمایي: وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا
ټول د الله عزوجل رسۍ کلکه ونیسئ او مه تیت پرک کیږی.

انسان د روح او مادې څخه منځته راغلی دی، یعنې معنویت او مادیت ته ضرورت لری؛ نو د انسان لپاره هغه دین ګټور او غوره دی، چې نوموړې ضروریات پوره او ورته مثبت ځواب ووایي؛ نو دا به پرته له اسلام څخه په بل دین او مذهب کې پیدا نه کړای سي. په همدې لحاظ الله تعالی د سورت النور څلویښتم آیت کې داسې فرمایي: وَمَن لَّمْ یَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ.
ژباړه: چا ته چې الله رڼا و نه بخښي د هغه لپاره بیا هیڅ رڼا نسته.

همدارنګه بیا فرمایي: إِنَّ الدِّینَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ.
بې له شکه دین د الله په نزد اسلام دی.

د اسلام اوچت او سپیڅلی قانون د دوو لویوهدایاتو څخه برخمن دی، چې عبارت دي له عباداتو او معاملاتو څخه. چې عبادات یې معنویات او معاملات یې مادیات دي، نو دغو هدایاتو ته په کتلو سره د معاملاتو یا مادیاتو له جملې څخه یو هم اسلامي اقتصادي نظام دی، کوم چې الله سبحانه وتعالی د انسانانو د سوکالۍ او نیک بختي لپاره راستولی دی، چې ددې نظام انډول او نمونه بالکل څوک نسي وړاندې کولائ او نه ئې څوک توان لري. ځکه د اسلامي اقتصادي نظام اساس خاصتاً او عامتاً ترحم او شفقت دی، هر شخص ته خپل استحقاق باید ورسیږي او د هغه څخه یې ملاتړ کړی دي، پر له شرعي جواز څخه یې هر ډول لاسوهنه غندلې ده. عامه یا اجتماعي ګټه یې په خاصي ګټې مقدمه ګرځولې ده، د اسبابو په کار اچوونکې یې تشویق کړي، خو مسببات و اسبابو ته راجع کول یې بد ګڼلې؛ ځکه خپله دنده سرته رسول او د هغه پایله د اسبابو خالق او مالک ته راجع کول تر ټولو بهتره او ښه تره بلل سویده. دغه روحیه، احساس او انګیزه باید د مسلمان په ټولو اقتصادي فعالیتونو کښې ولیدل سي، تر څو په عین وخت کې تعبدي بڼه هم غوره کړي. اسلامي اقتصاد ټولنه د پرمختګ، اختراع او ابتکار په لورې هڅوي، خو ددې تر څنګ په ټولنه کې د یو نظم او ډسپلین په خاطر دولت مداخله کوي، تر څو ټولنیزه ګډوډي له مینځه یو سي او عدالت د هغه پر ځای قایم کړي. اسلامي اقتصادي نظام د عاید عادلانه وېش یې په داسې توګه ترتیب کړی، چې په بل هیڅ اقتصادي نظام کې پدې ډول نه دي انسجام سوی د بیلګې په توګه زکات ورکول، د میراث قانون، د غنیمت له مالونو څخه پنځمه برخه اخستلو حکم، د نفلي صداقاتو په واسطه له غریبانو، یتیمانو، مسکینانو او حاجتمندو سره د مرستې کولو ترغیب او تاکید، د مختلفو کفاراتو په داسې صورت کې وړاندې کول، چې په هغې سره د پانګې مخ د ټولني غریبې طبقې خوا ته و ګرځول سي، احتکار منع، د مارکیټ انحصار او سود یې حرام کړیدی؛ چې ددې ټولو په نظر کې نیولو سره غربت له مینځه ځې.

مګر سرمایداری اقتصادي نظام د اسلامي اقتصادي نظام برعکس دی؛ اقتصاد اوعقیده سره جلا کول، یواځې او یواځې پر مادیاتو اکتفاء کول یعنې روح او معنویت ته کومه پاملرنه نه کول، شخصې ملکیت ته زیاته توجو سوې ده او اجتماعي ملکیت یا عام کفالت له سره غورځول سویدی. سود، احتکار، انحصار او داسې نور یې د زکات، د میراث د قانون، د غنیمت مال او نفلي صدقاتو بدیل بللي، دغه ټوله ذکر سوی طریقې د ټولنې لپاره د پرمختګ لاملونه بولي او همدا د سرمایداري نظام چلوونکې د بشري نړۍ د ساتلو دعوه کوي او ځان په انسانانو کې تر ټولو هوښیار، ځیرک، شهکار، باهیمته، باناموسه، عزت مند او غریتي بولي؛ حقیقتاً داسې نه ده بلکې ددوۍ هر څه موږ د اسلامي نړۍ (فلسطین، افغانستان ،عراق، لیبیا، مصر، سوریه…) ممالکو د استعمار په حالت کې د سر په سترګو ولیدل، نه دا چې د بشري نړۍ د ساتلو داعیه یې حقیقت نه درلود، بلکې عام مسلمانان یې قتل عام، نه یې د هوښیارۍ او شهکارۍ کومه نمونه وښودل او نه یې خپل ځان باناموسه او باهیمته پرې ښود. خپل ټول ځواک یې د اور خوراک وګرځوی ور سره یې عام مسلمانان ډیر په تکلیف او وځورل مګر د اسلامي نړۍ هوښیار او شهکار قوم ددوۍ په وړاندې داسې زبر ځواک جوړ سو چې همیشه یې دوۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي دي.

غوښتني:

۱:- مولانا ابو الحسن علی (ندوي) چې په عرب او عجم کې منل سوي عالم دي فرمایي: د مسلمان شان، شوکت، عزت او شرافت به هغه وخت را ژوندی سي، کله چې د مسلمانانو تعداد په پنځه وخت لمونځونو کښې د جمعې د مبارکې ورځي د تعداد په اندازه وي.

۲:- شیخ الاسلام مولانا محمد تقي عثماني صاحب فرمایی: چا چې د خپل عصر مطابق ژوند اختیار نه کړ، هغه جاهل دي. ددې خبري څخه هدف دادي، چې د عقیدې بدلون ته کوم ضرورت نسته، بلکي د ټکنالوژۍ اړخ ته توجو کول ډیره ضروري او اهمیت لرونکې خبره ده.

۳:- مسلمان باید متقي، سیاستمدار، اقتصاد پوه، جامعه شناس او په ټکنالوژي باندي پوه او اګاه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x