
په څلورلارو کې به چيغې وهل کېدې
انجنير عمر
_ څوک چې واده غواړي مونږ واده ورته کوو!
_ څوک چې کور جوړول غواړي مونږ کور ورته جوړوو!
_ څوک چې پوروړي دي مونږ يې پور خلاصوو!
_ څوک چې حج او عمرې ته ځي مونږ يې رسوو!
وبښئ!
دا د نن زمانې خبره نده، سره له دې چې نن مالونه ډیر، بډايان او شتمن خلک زيات دي ، دا د هغه حاکم زمانه وه چې يوازې څلوېښت کاله ېې ژوند وکړ.
هو!
اميرالمٶمنين حضرت عمر بن عبدالعزيز (رحمة الله عليه) ته د زکات له مال سره زر راغلل ، ده ورته وويل : دا فقيرانو ته نفقه کړئ!
دوى ورته وويل : په اسلامي امت کې هېڅ فقير پاتې ندى.
ده ورته وويل : پوځونه پرې تجهيز کړئ!
دوى ورته وويل : د اسلام پوځونه د نړۍ تر ټولو مجهز پوځونه دي.
ده ورته وويل : ځوانانو ته وادونه پرې وکړئ!
دوى ورته وويل : چا چې د واده اراده درلوده هغوى په واده شول؛ خو لا هم مال پاتې دى.
ده ورته وويل : د پوروړو، پورنه پرې خلاص کړئ!
دوى همداسې وکړل؛ خو مال پاتې و، ده ورته وويل : په يهودو او نصاراوو کې غريبان ولټوئ او د هغوى پورونه هم ورته خلاص کړئ!
دوى دا هم وکړل؛ خو مال پاتې و، ده ورته وويل : د علم خاوندانو ته يې ورکړئ!
دوى دا هم وکړل؛ خو مال بيا هم پاتې و، ده بيا ورته وويل : غنم پرې واخلئ او د غرونو په څوکو يې وشيندئ تر څو د اسلامي ځمکو مرغان وږي پاتې نشي!!!