افغانستان

د ننګرهار ولایتي شورای ته پاکستانیان کاندید دي

ټاکنېد حاجي سالم جان کوچي په نوم یو تن وايي چې  د حاجی نورعلی په نوم ولایتي شورای ته یو کاندیدچې انتخاباتي نښه يې نښتر ده او شماره يې ۲۱-۶-۱۷ ویل کیږی دوه تابعیت لري.  نوموړی د افغانستان او پاکستان تابعیتونه لري.

د حاجي اسلم په وینا  نوموړي د اسلام اباد په هغه لاریون کې هم موجود وو چې د کوچیانو یو مشر حاجي منجي د پاکستان د استخباراتي ادارو په لمسون برابره کړې وه او د افغانستان پر ضد يې شعارونه ورکول.

 سالم جان د ملي امنیت او د ټاکنو کمیسون  څخه پدې اړه د  څیړنو غوښتنه کوي. دی وايي د ننګرهار په ولایتي شوری کې هیڅکله پردي لاسپوڅي او جاسوسان نه مني،  کوچیان جاسوسان ندي ،  او دوی ریښتوني استازي غواړي.

د یادونې وړ ده چې نه یواځې ولایتي شوری ته دوه ګوني تابعیتونو درلودونکي خلک ولاړ دي، بلکې تر دې دمخه ملي پارلمان او هم ولسمشریزو ټاکنو ته کاندیددانو ۲ او ۳ تابیعت لرونکي کسان ولاړ و.

 

حاجی سالم جان کوچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x