نظــر

اسلامي امارت په هیواد کې د امنیت تامینوونکی دی

ذبیح الله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت که له یوې خوا د ګران هیواد د اشغال د خاتمې لپاره جهادي هلې ځلې کوي، د بشپړې آزادۍ او اسلامي نظام د قیام لپار قرباني ورکوي، له بلې خوا د ولس د سوکالۍ په خاطر د بیارغونې د کارونو لپاره زمینه برابروي.

همداشان، د هیوادوالو د سر، مال او عزت ساتنه کوي. غله، قطاع الطریق او سړي تښتونکي نه پریږدي چې په افغانستان کې د ملکي کسانو ژوند ته خطر پیښ کړي.

اسلامي امارت دغه ژمنتیا پخپلو رسمي اعلامیو او بیانیو کې په کراتو څرګنده کړې او عملاً یې هم ښودلې ده.

د تیر جون په میاشت کې مشهورو سړي تښتوونکو زمونږ دوه هیوادوال چې د یوناما سره په ملکي کارونو بوخت وو، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ته په لاره د تیرې په ساحه کې وتښتول. یوناما او کورنیو یې د سیاسي دفتر له لارې د اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د نوموړو په را خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي. د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د خپلې اعلان شوی پالیسۍ له مخې د اسلامي امارت نظامي، د استخباراتو او بندیانو کمیسون ته هدایت وکړ چې د نوموړو تښتول شویو کسانو پلټنه پیل او د تښتوونکو له منګلو یې وژغوري.

د اسلامي امارت د اړوند کمیسونونو د دقیقو پلټنو او هڅو وروسته څرګنده شوه چې نوموړي کسان د مشهور سړي تښتونکي زرداد سرحدي له خوا تښتول شوی دي.

د امارت اړوند کمیسون لومړی د تښتوونکو ځای معلوم کړ او بیا یې په یوه ناڅاپي برید کې د دې ډلې مشر زرداد سرحدي ونیوی او بندي یې کړ؛ خو زرداد سرحدي له یوه ځایه څخه بل ځای ځای ته د انتقال په مهال د امارت په ساتونکو برید وکړ او په نتیجه کې یې پخپله ووژل شو.

د بندیانو کمیسون د اسلامي امارت د مشرتابه د مقام د هدایت سره سم د اګست په ۱۲ نیټه دواړه تښتول شوی کارمندان په پکتیا ولایت کې خپلو کورنیو ته وسپارل او یوناما هم سیاسي دفتر ته په لیږلی لیک کې د خپلو کارکوونکو مصئون ستنیدل تائید کړل.

د یوناما د بشري حقوقو د څانګې مشرې ډانیال سیاسي دفتر ته لیکلی چې زه د یوناما په نمائندګۍ د نوموړو دوو کسانو په مصئونه توګه بیرته راستنیدل تائیدوم او د نوموړو کسانو په را خوشي کولو کې د اسلامي امارت د هڅو قدرداني کوو..

دا پداسې حال کې ده چې د کابل ادارې رسنۍ شپه او ورځ هڅې کوي چې هیواد والو او نړیوالو ته د اسلامي امارت ناوړه تصویر وړاندې کړي او په دوی پورې تړلیو غیر مسئولو ډلو له خوا تر سره کیدونکي اعمال په اسلامي امارت پورې وتپي.

له بلې خوا دا هم څرګندوې چې نړیوال بشري مؤسسات هم د کابل د ادارې په ځای د مسائلو د حل لپاره اسلامي امارت ته مراجعه کوي اوعملا امارت ته د یوه عدلي او اجرائیوی ځواک په سترګه ګوري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

د اسلامی امارت پاک او مقدس نظام هر افغان ته معلومه ده هغه کس له سره افغان ندی چی د یو غلام حکومت د درواغو په تبلیغاتو وغولیړی او داخو ښکاره خبر ده چی اکثره رسنی غلامی رسنی دی چی له ورایه د دغو اشغالګرو او د امریکا د غلامانو له خوا ادراه کیړی او دا سرګنده ده چی د دوی د درواغو په تبلیغاتو اوس یو ماشوم هم پوهیړی چی دا درواغ دی د اسلامی امارت د مشرتابه نه مو دا هیله دا چی ددغو غلامو رسنیو په خلاف هم جهاد پیل کړی ترڅو چی هر مسلمان د دوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x