دیني، سیرت او تاریخ

امت مسلمه پر قرباني کولو په ملیاردو پیسې ولي لګوي؟

مفتي احسان الله…

دنړۍ مسلمانان هر کال دلوی اختر په موسم کې داختري پر قربانۍ دومره له اندازې زیاتي پیسې لګوي، که دغه پيسې دیو بې وزله ملک پر بیا آبادي ولګیږي، هغه به ورباندي آباد سي، او که بې وزلو کسانو ته ورکولي سي، ډیره لویه برخه به له فقره وژغورله سي، خو بیا هم داختري دویني تویولو حکم پر ځای پاته دی، ځکه چې دا ددین دشعایرو څخه دی، او په دې کې ډیر هغه حکمتونه نغښتي دي، چې بې له قرباني يې پر ځای کول ناشوني دي.

دهجرت په دوهم کال اضحیه واجبه سوه، دا هغه کال و، چې داخترانو لمونځ او دمال زکات هم کې فرض سول، نو مسلسل 1436 کاله دنړۍ مسلمانانو دا عمل ژوندی وساتی.

یوازي دجزایر مسلمانان په کال کې دلوی اختر دقرباني لپاره پنځه ملیونه پوسونه ذبح کوي، او تقریبا 2000 ملیارده جزایري پیسې ورباندي مصرفه وي.

په مسلمه نړۍ کې دالله دحکم سره سم داختر په ورځ دقرباني په نیت سره وينه تویول یو داسي لوی، ستر، غوره او ښه عبادت دی، چې دالله تعالی دتعظیم او دالله ددین دشعائرو یوه لویه مظاهره ورباندي راځي، هغه مظاهره چې داختري دویني په بدل کې دپيسو په ورکړه کې نا ممکنه ده.

قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ [الأنعام: 162]

داختري دویني په تویولو سره دلوی څښتن شکر پر ځای راوړل اهم مقصد دی، چې انسان ته يې له یو کال نه تر بل کال پوري ژوند، ایمان، سترګي، غوژونه او دمال نعمتونه ورکړل، ددغو ټولو لپاره دالله دحکم سره سم اهراق الدم په یو ښه انداز سره دشکر ادا کول دي.

په دغه مبارک موسم کې حاجیان په حج او هديه سره دخپل رب لپاره تقوا کوي، او هغه ته قربت حاصله وي، او نور يې بیا په قرباني کولو سره خپل خالق ته ځان قریب کوي. ابن عثیمین رحمه الله وايې: چې عام مسلمانان داهل موسم (حاجیانو) سره ځانونه شریک بولي، ځکه داهل موسم لپاره حج او هدیه یو ستر عبادت دی، او دښارو دخلګو لپاره بیا اضحیه ده.

په اختري کولو سره دخوښحالتیا (لوی اختر) په دغه ورځو کې پر خپل ځان، اهل عیال، دوستانو، همجوارو او خپلوانو باندي وسعت او پراخي راوستل هم یو له سترو مقاصدو نه دی، کله چې بیا له داختري درېیمه برخه فقرانو، بې وزلو او محتاجینو ته ورکوله سي، هغوی دخوښیو او خوشحالتیا په دغه ورځو کې دسوال څخه بې نیازه سي، په خپل کور کې تر هر وخت ښه خواړه ولري، ممکن په دې سره د الله جل جلاله درحمت دروازې را خلاسي سي.

او په منی کې چې په ملینو حاجیان قرباني وکړي، دحکومتي مراقبت سره سم راټولیږي، په یخ خونو کې خونديکیږي، دنړۍ ګوټ – ګوټ کې فقیرو او بې وزلو مسلمانانو ته رسول کیږي، ددې له امله دفقیرانو یوه لویه برخه په تر ټولو ښه خوارک سره ونازوله سي.

دخلیجه په نامه عربي میاشتنۍ کې لیکلي، چې په استرالیا کې دغوښو پر نرخ دقابو کېدلو لپاره استریلې حکومت یو ځل په یو وخت 20 ملیونه پوسونه په مرمیو وويشتل او مړه يې کړل، خو داسلامي حکم سره سم دنړۍ مسلمانان تر 20 ملیونه هم زیاتي قربانۍ داختر په ورځو کې تر سره کوي، چې هم عبادت دی، هم پر بې وزلو خیروخیرات او هم دپوسو پر اسعارو په ډیره ښه طریقه سره کابو کول دي.

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې امت مسلمه ته دذبیح دقصې بیا را یادول او دیو ستر تاریخي سنت احیا ده، په دغه ورځ ابراهیم علیه السلام خپل زوی دقرباني په نیت چړې ته پرې ایستلی دی، دالله دحکم دتعمیل يې دصبر یو عظیمه مظاهره کړیده، نو کله چې مسلمان اختری حلاله وي، دابراهیم او اسماعیل دقربانۍ قصه به هرومرو ورته یاديږي، په دې سره به دالله په طاعت او بندګي کې سبقت کوي، او دنفس او شیطاني خواهیشاتو نه به دځان ژغورني فکر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x