د هرات په دیني مدرسه کې د جعلي «انتحاریانو» دسیسه افشا شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وږی، ۱۳۹۶): د هرات ولایت په مشهورې دیني مدرسه کې هغه دسیسه شنډه او رسوا شوه چې امنیتي چارواکو د جعلي بریدګرو د نیولو لپاره طرحه ریزي کړې وه.

د هرات عالي دارالعلوم مدرسې سنبالوونکی او مهتمم (مولانا جلیل الله مولوي زاده) له هغې توطیې څخه پرده پورته کړې چې د دیني مدارسو او په ځانګړي ډول د یادې مدرسې د بدنامۍ لپاره جوړه شوې وه خو هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی شوه.

نن ټکی اسیا د ښاغلي مولوي زاده د هغې وینا غږیز کلیپ ترلاسه کړی چې د تېرې جمعې په ورځ یې د هرات ښار د علامه تفتازاني په جامع مسجد کې کړې.

مولانا جلیل الله وايي چې د تېرې دوشنبې په ورځ دوه کورولا ډوله موټر راغلل او څو تنه چې لاسي بکسونه هم ورسره وو، ترې د مدرسې په دروازه کې کوز شول. د مدرسې ساتونکی پرې شکمن شو او د پولیسو حوزې ته یې تلیفون وکړ، پولیس راغلل، خو کسانو مدرسې ته په ننوتلو ټینګار کاوه او د خپلو بکسونو په اړه یې وضاحت هم نه ورکاوه او له پولیسو سره یې هم شخړه او جنجال کاوه.

خو کله چې مدرسې ته له ننوتلو مایوسه شول، بکسې يې بیرته په موټر کې واچولې او لاړل.

مولانا جلیل الله زیاتوي چې پلان داسې و چې دغه کسان به مدرسې ته ننوځي او بیا به بهرني ځواکونه او داخلي عسکر په مدرسې چاپه اچوي، خپل دستوري «انتحاریان» به نیسي او خبریالان به راغواړي چې ګویا په مدرسه کې يې بریدګر نیولي.

خو کیسه په همدې ځای نه ختمیږي؛ د ښاغلي مولوي زاده په وینا، د توطیې د راتلونکې برخې لوبغاړي خبر نه دي چې جعلي بریدګر یې هدف ته په رسېدو کې ناکام شوي.

نوموړی وايي چې تر دې پیښې لږ وروسته بهرنيو ځواکونو چې د ملي امنیت ځواکونو یې ملتیا کوله، په مدرسې او مسجد چاپه واچوله خو تر دوه ساعته پلټنو وروسته هیڅ شی په لاس ورنغلل.

ښاغلي مولوي زاده زیاتوي چې بهرنیو او کورنیو عسکرو ټوله مدرسه او مسجد لټ په لټ واړول، خو کله چې نا امیده شول، د (غضنفر!! غضنفر!!) چیغې یې وهلې، په دې معنی چې جعلي بریدګر غضنفر نومید او دوی غوښتل چې په دې طریقه یې راپیدا کړي، خو غضنفر لا له وړاندې د مدرسې له دروازې څخه بیرته شړل شوی و.

که څه هم په هرات ولایت کې د نوموړې سترې دیني مدرسې د بدنامۍ لپاره جوړه شوې توطیه له خپل پلان سره سمه پرمخ نه ولاړه، خو له یادې چاپې وروسته بیا هم امنیتي چارواکو ادعا وکړه چې د هرات ولایت په عالي دارالعلوم کې يې دوه تنه «انتحاري بریدګر» نیولي دي.

مولوي جلیل الله د ملي امنیت ځواکونه د «ملي امنیت د اخلال» ځواکونه بللي او زیاته کړې یې ده چې له تېر یوه کال راهیسې په هرات ولایت کې د علم او پوهنې دغه ستر منار په خلاف دسیسه روانه ده ترڅو یې په یو نه یو ډول بدنام کړي.

تر اوسه د هرات ولایتي چارواکو، په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو او همدا راز مرکزي حکومت د یادې موضوع په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو په بهرنیو ځواکونو لا له وړاندې دا شک موجود دی چې له یو شمېر افغاني کړیو سره په ګډه د دیني مدرسو د بدنامۍ او د ښوونځیو د ورانۍ پلانونه عملي کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

الله دی تباه او برباد کړی څوک چی د اسلام د دین خلاف دی او الله دی دا د شییطانی امریکا غلامان نان په ګدایه او نیست و نابود کړی.