نړۍ

سعودي اخوان المسلمین «ترهګره» ډله اعلان کړه

اخوان المسلميند سعودي حکومت پرون /جمعه د مارچ ۷مه/   اخوان المسلین نړیوال اسلامي ګوند «ترهګر» اعلان کړ.  سعودي ددې سره سره دولة اسلامیة فی العراق والشام، جبهة النصرة، حزب الله، یمن، عراق او عربي جزیرې القاعده ترهګر ګوندونه اعلان کړل.

د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې دغه «ترهګر» ګوندونه یوه کمیسون چې کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د اوقافو، دعوت او ارشاد وزارت، عدلیې وزارت او  په نورو مشتمل و، اعلان کړل.

د سعودي د ټوالواک پاچا لخوا تېره میاشت نوې قانون وړاندې شو چې په کې ویل شوي و چې هر سعودی  د نورو هېوادونو په جګړه کې برخه واخلي نو نو زندان ته واچول شي.

دا مهال په زرګونو سعودیان په شام او نورو هېوادونو کې جنګیږی. د شاه عبدالله په فرمان کې راغلي و چې په بهرنیو جګړو کې برخه اخیستل او  له «ترهګرو» ډلو سره اړیکو باندې تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

ویل کیږي چې د سعودي حکومت دا ټول کارونه د امریکا او نورې کفري نړۍ له ویرې کوی. تېره ورځ يې د قطر هېواد څخه په دې دلیل خپل سفیر راوغوښت، چې قطر له اخوان المسلمین سره اړیکې درلودې.

د سعودي حکومت همدا راز د محمدمرسي د حکومت په نړولو کې هم فعاله ونډه واخیسته او په دې اړه ویل کیږي چې شاوخوا یو میلیارډ ډالر يې سیسي حکومت سره د مصر د حکومت په نړولو کې مرسته کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x