شعـــــرونه

د تصوف زمزمه

شاکر

خدایه ستا په تجلا کې چې فنا شم په نڅا شم
لیـوانۍ شــم بې اختـیاره په ژړا شم په نڅا شم

داسې کیف راته عطا شي چې له وجده مې زړه چوي
له خپل ځانه څخه ورک شمه جدا شم په نڅا شم

له مداره یو سپین ستورۍ له لاندۍ څخه ګزار شم
د شیطان په تور ټټر باندې ځلا شم په نڅا شم

ستا د نور پلوشې لږي مې په زړه باندې ګلروه
چې زه کله ستا سپین مخ ته په لقا شم په نڅا شم

ستا په ذکر ستا په فکر وزر وکړمه الوت کړم
دا عزاز راته حاصل شي په هوا شم په نڅا شم

ما شاکر د خپل معشوق په مینه دومره لیوانۍ کړې
چې هم صنفۍ د مجنون شم په صحرا شم په نڅا شم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

شاکر صاحب خوندور نظم دی: تصوف که څه هم چې یو بې څنډو بحر دی خو بیا هم بندونه لري أږد سفر دی خو منزلونه لري حقیقت دی خو دمجاز په څیر بې واګو ندی، هغه کلیمات چې تاسو ئې دیوه صوفي دوجد او جذب لپاره کاره وی دا په حقیقت کښې دتصوف له قیدونو وتلې دي ځکه ما وړاندې دا وویل چې تصوف یوحقیقت دی خو بې واګو ندی هغه څه چې دعامو اهل تصوف په اصطلاحاتو کښې استعمالیږي تر ډیره حده مجاز وي او خود ساخته توري او کلیمات دي مونږ باید دتصوف په أړه هریو قدم دشریعت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x