غوسه مکوه !

لا تغضبعن أبي سعيد الخُدري رضي الله عنه مرفوعاً أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ” ألا وإن الغضب جمرةٌ في قلب ابن آدم ، أما رأيتم إلى حُمرة عينيه وانتفاخ أوداجه ، فمن أحس بشيءٍ من ذلك فليلصق بالأرض ” (الترمذي ، ج4 ، الحديث رقم 2191 ، ص 483)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايې: غوسه دبنیادم په زړه کی یوه سکروټه ده تاسو دده دسترګو سوروالی اورګونوپړسیدلوته نه ګورئ څوک چی غوسه احساس کړی هغه دی پرځمكه څملی.

دا راز په یوه بل حدیث شریف کی راغلی :غوسه دشیطان له لوری ده اوشیطان له اوره پیداشوی دی اوموږ چی اور وژنونوپه اوبو سره یی وژنوکله چی تاسو کوم یو په غوسه شئ نواودس وکړئ . عن عطية بن عروة السعدي أنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إن الغضب من الشيطان ، وإن الشيطان خُلق من النار ، وإنما تُطفأ النار بالماء ، فإذا غضب أحدكم فليتوضأ ” (أبو داود ، ج 4 ، الحديث رقم 4784 ، ص 249) .
په یوه بل روایت کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه سړی وویل :وصیت راته وکړه هغه په لنډ ډول ورته وویل غوسه مکوه !هغه داخبره څوځله ورته تکرارار کړه ده بیا هم ورته وویل غوسه مکوه. عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم : أوصني ، قال : ” لا تغضب ” ، فردَّد مراراً ، قال : ” لا تغضب ” (البخاري ، الحديث رقم 6116 ، ص 1066)

یوه هوښیار ډیره کره خبر کړې ده هغه وایې: داور دخلي یا اورلګیت یو سر وي خو په هغه کې دماغ نه وي کله چې په څه شي په زور سره وموښل شي او په غوسه کړل شي سمدستي لمبه شي او داور په همدې لمبو کې خپل سر وخوري په دې کې شک نشته چې غوسه دیوې لمبې په څیر وي په خپل مالوم سبب ډیره ژر راوپاریږي او لیږځنډ وروسته سړه او ختمه شي خو انساني سرباید داور لګیت د سرپه څیر نشي چې د غوسې په لمبه کې ځان وسوځوي، بلکي انسان باید دخپلې غوسې لمبه کنترول کړي او که نه په دې لمبه کې داسي هم پیښیږي چې خپل سر وخوري یا بل کوم انساني زیان رامنځته کړي.

په لوړ حدیث کې هم غوسه داور له لمبې سره تشبیه شوې ده، اوداور له لمبې سره د غوسې پرتله ډیره معقوله اوپرځای خبره ده موږ وینو چې دغوسې پرمهال دانسان عادي فزیکي حالت تغییر وکړي اوپه مخ کې یې دوینې دجریان په تیزیدلو سره مخ تک سور واوړي سترګې یې سرې او رګونه یې وپړسیږې.

په دې حدیثونو کې دغوسې دسړولو غوره لارې چارې ښوول شوې دي. دادغوسې دسړولونبوي لارښوونې دي زموږ ډیر خلک دغوسې پرمهال سرې سترګې اوپړسیدلي رګونه په دوو نه تم کیږي اودغچ اخیستلو له پاره شلیدلی تڼۍ نڅیږي، بناء داراز نورې نبوي لارښوونې هم شته چې دهغو په خپلولوسره له دې بدمرغه انفعالي حالت نه ځانونه ژغورلی شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د