دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (آتلسمه برخه)

لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده خو اوس دا وسوسه شیطان انسان ته څنګه ور اچوي؟ څرنګه چې خلک په مختلفو ډولونو سره دي داسې شیطان په خپل مهارت سره مختلفو خلکو ته مختلف ډوله وسوسې ور اچوي دلته به د وسوسې په قسمونو سره بحث وکوو د تېرې برخې په تعقیب …

شیطان څنګه وسوسه ور اچوي؟

او شیطان هر چا ته یو ډول وسوسه نه ور اچوي بلکه مختلف ډولونه دي ، او مختلفو کسانو ته مختلف قسم حرکات په زړه کې ور اچوي د مثال په ډول :

عابدانو ته وسوسې

شیطان کوښښ کوي چې عابدان ډېر په عملي عبادت آخته کړي او هغوی ته ددې وخت ورنه کړي چې هغوی د الله جل جلاله په قدرتونو کې تفکر او د الله جل جلاله په آیتونو کې تدبر وکوي او هغوی ته په زړه کې ور اچوي چې غوره کار همدا دی چې څومره ډېر وخت عبادت وکوې او پدې توګه یې د دیني زده کړې او په دیني مسئلو د ځان پوهولو نه مصروف کوي نو پدې سلسله کې چې ورسره د علم کمښت او د عبادت زیادت راشي کله عابد پدې دوکه کړي چې ته خو ډېره عجیبه هستي یې ، ته خو دومره ډېر عبادت کوې چې بل څوک یې نه کوي، کله به یې پداسې توګه عبادت باندې مصروف کړي چې هغه به بالکل په اسلام کې نه وی او د رسول الله صلی الله علیه و سلم د هدایاتو سره به برابر نه وي او کله چې بل څوک راشي ده ته نصیحت کوي او دی سمې لارې ته را غواړي نو شیطان دده په زړه کې تکبر ور واچوي او ورته وايي چې ته خو د الله جل جلاله ډېر غوره بنده یې ټوله شپه مونځ کوې او اوس دا تاته سمه لاره ښیي؟ نو مه یې ورسره منه … نو هغه که ورته سمه خبره هم کوي دی يې له منلو څخه انکار کوي ددې امله خو حضرت امیر المؤمنین عمر بن عبد العزیز رحمه الله فرمایل :
مَنْ عَمِلَ بِغَيْرِ عِلْمٍ كَانَ مَا يُفْسِدُ أَكْثَرَ مِمَّا يُصْلِحُ. کتاب الزهد للامام احمد رحمه الله
ترجمه : هغه چې بغیر د علم نه عمل کوي هغه تر اصلاح نه زیات فساد کوي .

علماوو ته وسوسې

الله جل جلاله هغه ذات دی چې علماوو ته یې علم ورکړی دی الله جل جلاله پداسې حالت کې انسان پیدا کړو چې په هېڅ نه پوهېدو بیا الله جل جلاله ورته د علم قوت ورکړو او دې حد ته یې را ورسولو لکن کله کله شیطان چې د عالم زړه ته ور ننوزي دا ورڅخه هېر کړي او ددې په ځای په زړه کې ور اچوي چې دا هرڅه دده خپل کمال دی ، ده ډېر کوښښ کړی دی چې دی اوس دې حد ته رسېدلی دی لکه الله جل جلاله چې مونږ ته د قارون قول را نقل کوي چې هغه ویل دا مال ماته د خپل علم له امله راکړل شوی دی الله جل جلاله فرمايي چې آیا دی پدې نه پوهیږي چې الله جل جلاله دده نه وړاندې داسې خلک هلاک کړل چې له ده څخه سخت او زورور وو الله جل جلاله فرمايي : قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهِ مِنَ الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَنْ ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (78). سورة القصص
ترجمه : وویل (قارون قوم خپل ته) بېشکه هم دا خبره ده چې راکړل شوی دی ماته دغه مال په هغه علم سره چې لما سره دی ، آیا نه پوهیدو (قارون) چې بېشکه الله جل جلاله په تحقیق هلاک کړی دی پخوا له دغه (قارون څخه) له (اهل د) زمانو هر هغه څوک چې دی ډېر سخت وو له دې (قارون) څخه له جهته د قوت او ډېر وو له جهته د جمع کولو (د مال یا ملا تړه) او نه به شي پوښتېدلی له ګناهونو خپلو څخه کافران (ځکه چې الله جل جلاله ته معلوم دی) .

الله جل جلاله د ټول مسلمانان وساتي کله داسې هم کیږي چې ا نسان علم وکوي او همدا علم یې ددې سبب شي چې دی دوزخ ته لاړ شي لکه یو حدیث چې زمونږ د کتابونو په سلسله (د اسانه نېکیانو خزانه ) کې په دریمه برخه کې له تفصیل سره تېر شو هلته د یو حدیث په اوږدو کې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي چې د قیامت په ورځ : وَرَجُلٌ تَعَلَّمَ الْعِلْمَ وَعَلَّمَهُ وَقَرَأَ الْقُرْآنَ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا قَالَ تَعَلَّمْتُ الْعِلْمَ وَعَلَّمْتُهُ وَقَرَأْتُ فِيكَ الْقُرْآنَ. قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ تَعَلَّمْتَ الْعِلْمَ لِيُقَالَ عَالِمٌ. وَقَرَأْتَ الْقُرْآنَ لِيُقَالَ هُوَ قَارِئٌ. فَقَدْ قِيلَ ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِىَ فِي النَّارِ…. الحدیث . متفق علیه
ترجمه : بل کس به وي چې هغه به علم حاصل کړى وي او خلقو ته به يې هم ور ښودلى وي او قرآن به يې لوستلى وي هغه به راوستل شي الله جل جلاله به هغه ته خپل نعمتونه ور په زړه کړي او ده ته به هم ور په زړه شي بيا به الله جل جلاله ورته ووايي : تا پدې نعمتونو کې څه وکول؟ دى به ووايي ستا د رضا لپاره مې علم حاصل کړو او خلقو ته مې ور وښود او ستا لپاره مې قرآن ولوست الله جل جلاله به ورته ووايي : درواغ د وويل بلکه تا علم ددې لپاره حاصل کړو چې خلق ووايي چې دا عالم دى او قرآن د ددې لپاره ولوست چې خلق ووایي چې دی قاري دی او خلقو وويل بيا به امر پرې وشي او هغه به په مخ باندې کش کړل شي تردې چې په اور کې واچول شي.

علماوو ته هم شیطان مختلف ډوله وسوسې ور اچوي لکه دا اوس چې تېر شول کله یې خپل علم ته خوشحال کړي چې لدې لارې کبر په زړه کې ور واچوي او هغه ته بیا ځان تر هر چا زیات عالم ښکاره کیږي ، کله کله داسې هم وي چې د یو عالم په وړاندې بل عالم یاد شي سره ددې چې هغه به نېک انسان وي خو ددې لپاره چې دا عالم خلکو ته ښکاره کړي چې دی تر هغه نه زیات پوه دی نو په هغه عالم باندې ، د هغه په څه خبرو باندې ، د هغه په څه عمل باندې نیوکه کوي حال دا چې یو نېک انسان څه کار وکوي بل نېک انسان باید تر خپله وسه پورې دهغه دې کار ته ښه توجیه برابره کړي .

همدارنګه د ځینو علماوو زړونو ته شیطان ور ننوزي هغه ته خپل ځان ډېره مبارکه هستي ښکاره کیږي او نور خلک ورته ډېر کم او ښکته ښکاره کیږي او کله چې خلک دده صفت کوي نو دی ډېر پرې خوشحال وي ، که څوک دده لاسونه ښکلوي نو دی ورته خوشحال وي او که څوک دده په مخ کې نه پاڅیږي او قدر یې نه کوي نو دی خفه او ګیله من وي دا ټول د شیطان حرکات دي چې یو عالم ته یې په زړه کې ور اچوي .

په نورو برخو کې ځوانانو ته وسوسوسې ، ښځو ته وسوسې، غریبانو ته وسوسې، مالدارانو ته وسوسې … ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x