نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال ۳۹

همدا کس په همدې خونه کې له مونږ سره یو ځای شو، په لومړي سر کې یې چې کله زمونږ خونې ته راوستو، د باشیانو مشر ور سره و، خونې ته راغی، په ډېر مغرور انداز کې کیناستو، دلته له مونږ سره په خونه کې یو بل د نیمروز مجاهد و، هغه مخکې له ده سره په لوړ پړاو کې په یوه خونه کې پاتې شوی و.

 هغه ور سره پېژندل، له لومړي سره یې د انډيوالۍ تعامل ور سره پیل کړ، نوموړي اختطافچي غوښتل چې په یو ډول په ټوله خونه حاکم و اوسي، ځکه خو  یې په همدې لومړۍ ورځ ویل چې که چا په دې خونه کې بدماشي کوله ما ته وايئ!!
لنډه دا چې له دې خوستي ملنګ ځوان سره به هر چا ټوکې کولې، یوه ورځ  پلتۍ وهلی ناست و، اختطافچي ورغی، په دې یو زنګون یې په دواړو پښو ودرېد! هغه کوشش وکړ چې پښې یې لیرې کړې، خو اختطافچي ډېر ځواکمن،  دنګ سور رنګی، غښتلی ځوان و، د هغه غریب وس پرې ونه رسېد، آخر یې تر دواړو پښو را ونیو، او ورسره را پورته شو، له دې سره هغه هم وارخطا شو، خوستی ځوان یې تر سر ونیو، خوستي ملنګ ځوان دی تر پښو نیولی و، یو په یو یې په ځمکه را ګوزار کړ، له دې سره اختظافچي ته ډېره ګرانه پرېوته، سخت زور یې ور کړ، چې دې ملنګ واړه ځوان څه ډول را ګوزار کړم، د انتقام په توګه یې د نوموړي غریب په خوله کې  ګوتې ور کړې، او سره کش یې کړ، مونږ هم  پوه نشو چې دا څه وشول! ولې یو په یو سره اخته شول! پرې را ټول شوو، سره خلاص مو کړل!
 اختطافچي ډېر غوسه و، مونږ ویل ځه سړیه ټوکې مو ولې کولې، چې اوس بیا جګړه سره کوئ، ده ویل نه ته ده ګوره دومره زورور دی! خوستی ځوان مو را دیخوا کړ، لږ کیناست، یو په یو یې وژړل! ما چې ولید داسې را باندې تمامه شوه لکه زما په دې سر چې چا وار کړی وي! داسې زړه مې پرې وخوږېد! نور ملګري هم ور نېږدې شول، وايي ولې سړیه؟ مه ژاړه څه خبره ده! تاسو خو ټوکې سره کولې!
 بیا وروسته ده ویل چې ما ځکه وژړل چې زما دغه زنګون چې دا اختطافچي په دواړو پښو پرې ودرېد، ټپي دی، هسې لږ زور چې پرې راشي ډېر سخت درد کوي، او دا ظالم په دواړو پښو، پرې ودرېد، یو خو په دواړو پښو پرې و درېد، او بل دی ډېر دروند و، ما کوشش وکړ چې لیرې یې کړم، مګر ده نور هم زور وکړ! زما زنګون ډېر سخت درد وکړ! ځکه مې وژړل! د اختطافچي زړه هم پرې وخوږېد! او بیا یې بښنه ترې وغوښته، او ویل یې چې زه نه وم خبر چې ستا زنګون ټپ لري، که نه ما کله داسې کار کولو!
   کله چې جنجال ختم شو، هغه بل پنجشیري په ټیټه لهجه او چریکي ډول اختطافچي ته وویل: اینتو یک دوتا یشه کې امتو کني! یعني دغسې یو دوه یې چې دا ډول کړې! ما ته ډېر تعجب ښکاره شوه، چې سړیه ته ستا شکل ته ګوره، ستا عمر ته ګوره، پنجشیری به تقریبا د څلویښتو پنځه څلويښتو کلونو په عمر و!
 ددې لپاره چې په خونه کې ګوزاره سره وکړای شو، او نور مشکل جوړ نه شي ما غږ ونه کړ، او که مې غږ کړی وای هم پرته له دې چې زمونږ په تاوان تمامه شوې وای، بله نتیجه یې نه لرله، ځکه دواړو مسعودیانو د زندان له کارکوونکو سره پېژندګلوي او انډيوالي لرله، بلکې د خونې د ملګرو په اړه یې هغه یوه، یو ډول معلومات هم ور کول!
 دا خبره له دې پېښې نه مخکې هغه نیمروزي مجاهد ما ته وکړه، هغه یې زمونږ له خونې نه بل ځای ته انتقال کړ، هغه له ما سره د خپل کار او فعالیت په اړه ځینې ځینې مهم معلومات شریک کړل، کله چې له خونې نه تلو، دا یې راته وویل چې ګوره دغه کس زما ملګری، په پاس خونه کې له ما سره و، اوس یې هم چې دلته راوستلی، د یوهدف لپاره یې راوستلی، اګر چې ظاهرا خو یې هلته په هغه پاس خونه کې له کوم بل کس سره جګړه کړې ده، ځکه یې دلته راوستو.
 خو ته بیدار اوسه، پرون یې ادارې ته ورغوښتی و، بیا ما ورته وویل چې ګوره دا ناځواني مه کوه، ته اوس د خونې دملګرو جاسوسي کوې! دا د ځوانمردۍ خلاف کار دی! خو دی بې غیرته لګیا دی هغوی ته معلومات ور کوي.
 له دې اختطافچي سره بیا زه هم بلد شوم، ده د خپل زړه حال راته وویلو، اګر چې ما نه غوښتل ترې وپوښتم چې څه دې کړي او څه کوې! او ولې یې کوې؟ خو ده به خپله نکلونه راته شروع کړل، کېدای شي مطلب به یې دا و چې زه هم دخپل ځان په اړه یو څه ورته ووایم، خو ظاهرا داسې څه نه ترې معلومېدل، او ما هم تر پایه نه د څه پوښتنه ترې وکړه او نه مې د ځان په اړه څه ورته وویل، ده ویل چې زه د پیسو کمبود نه لرم، پلار مې تجار دی، هغه څو څو ځله راته ویلي چې زه ستا دکور د مصارفو لپاره دیرش زره افغانۍ در کوم، ته هېڅ کار مه کوه، یوازې د خپلو بچیانو پالنه دې کوه، که د نورو پیسو ته اړتيا پیدا کېده، هم راته وایه، زه یې در کوم، خو دا غلط کارونه مه کوه!
په دې اړه ما یو څو خبرې ورته وکړې، چې دا خو ډېره لویه اشتباه کوې، دپلار نافرماني مه کوه، ته دومره بختور یې چې دکور خرڅ دې هم پلار در کوي، ټول ضروریات دې پلار درته پوره کوي، له تا څخه نه ګټه غواړي، نه پیسې در نه غواړي، خو ته له دې سره سره بیا هم داسې ناوړه کارونه کوې! اختطاف چې یو څوک کوي د پیسو لپاره یې کوي، او تا ته خپل پلار تیارې پیسې در کوي، نو بیا ولې داسې کوې، له دې وروسته داسې مه کوه، دنیا دوه ورځې ده تېرېږي، آخرت ډېر سخت دی، او بیا د پلار نا فرماني ډېره لویه ګناه ده.
ظاهرا یې خوب میګي خوب میګي را ته ویل، چې سمه ده، دا ځل چې خلاص شم بیا به داسې نه کوم، او بیا یې کیسه راته وکړه، چې له دې مخکې هم زه یو ځل بندي شوم، او هغه داسې چې یو قتل مې کړی و، محکمې ۱۸ کاله قید را کړ، خو له دوه کلونو تېرولو وروسته راخلاص شوم! دا دي اوس بیا بندي شوم، چې دا ځل به څو کاله قید را کوي.
څه وخت وروسته یې محکمې ته بوتلو، کله چې راغی، مونږ ترې وپوښتل چې څنګه شوه محکمه دې، ده ویل وځنډېده! مونږ ویل ولې؟ وايي د زړه خبره مې ورته وکړه! مونږ ویل څه ډول؟ وايي ما چې دا اختطافونه کول، دا مې د یوې امنیتي حوزې د مشر په مټ کول، کارتونه هم هغه را ته جوړ کړي وو، وسله هم هغه را کړې وه، او زما د کار ملګری و، که به څه مشکل را ته پېښ شو، هغه هم ده را ته خلاصولو، مګر ما دا خبره په تحقیق کې ونه کړه، ما ویل ملګري ده، باید ناځواني ونه کړم، که څه هم چې ډېر سخت یې ووهلم! بیا یې د خپلو وهلو کیسه وکړه، وايي کله چې پولیسو له دوه نورو ملګرو سره ونیولو، زه خو یې مشر وم، لومړی یې په ما دوهلو پیل وکړ، لږ یې سره اخوا دیخوا کړم، یو  څارنوال په دې مخ په سوک ووهلم، سوک په پوزه را برابر شو! له همدې سره د وینو یو شړ شو! یو لګن وینې را نه لاړې، بیا بل لګن راوړ هغه هم ډک شو! لنډه دا چې ډېرې زیاتې وینې را نه لاړې! خو له دې سره سره ما بیا هم اعتراف نه کولو، هغو دوه نورو ملګرو مې چې زما دا حال ولید وبېرېدل هغوی سمدستي ټول حال ورته وویلو! آخر ما بله لار نه لرله مجبور شوم، ما هم په جرم اعتراف وکړ!
 ما تر ننه پورې انتظار ایستلو چې ګوندې هغه دحوزې مشر چې زما ملګری و، له ما سره به مرسته وکړي، زما څلور میاشتې وشوې، ده یوه ورځ هم زما پوښتنه ونه کړه، کم تر کمه د بل چا په واسطه یې هم ونه کړه، یو سل روپۍ یې هم راو نه لېږلې! که ده لس روپۍ را لېږلې وای، یقینا چې ما بیا هم دی نه افشا کولو، ځکه پوهېدم به چې ځه د سړي په زړه یې، له یاده یې نه یې ایستلی، خو دي په دې دې څلورو میاشتو کې یو ځل هم زما پوښتنه ونه کړه، نو ما یې هم کار ور  وکړ.
په محکمه کې مې د قاضي په وړاندې په خپل جرم یو ځل بیا اعتراف وکړ، او دا کس مې هم افشا کړ، چې دا زما ملګری دی، لارې ګودرې ټولې ده را ته برابرولې، او اختطافونه ما کول، او پیسې مو بیا سره مشترکې وې! قاضي پرېکړه وځنډوله، تر څو نوموړی کس بلې جلسې ته را حاضر کړي او بیا پرېکړه وکړي.
څه وخت وروسته یې بیا محکمې ته بوتلو، کله چې راغی، ملګرو پوښتنه ترې وکړه چې څنګه شوې؟ وايي اتلس کاله  قید یې را کړ! هېڅ باک یې هم نه و، مونږ ویل هغه ملګری دې د حوزې مشر راغلی و؟ وايي هو، له مسلحو باډي ګاردانو سره راغلی و، هلته لږ کیناستو، ما شاهدي پرې وویله، ده بېرته رد کړه، قاضي ته یې ویل چې دا درواغ وايي، نور په خپله مخه لاړ، قاضي هم سپین باز وګڼلو، ما او هغو دوو نورو کسانو ته یې قید را کړ.
زما خو باک نشته، او په محکمه کې مې هم هېڅ باک پرې را نه وړ، خو هغو دوو نورو ملګرو مې ډېر ژړل! بدې ورځې يې کولې!
ما ویل دا یې محکمه، دا یې پرېکړې، او دا یې حکومت!
نور بيا
عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x