دیني، سیرت او تاریخ

اې مسلماني خوري !

ږغیزه وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب
لیکلې بڼه : احمدجنید مبارز

د حجاب د آیتونو او احادیثو د جملې څخه یوازي دغه یو مبارک ایت او دغه یوه حدیث شریف ته متوجه سه؛ چي د هغو د امر په عملي کولو سره الهي حکمت د هغه چا مخه نیسي چي د اسلامي کلا په دېواله کي یوه کوچنۍ نخره او یا مورۍ جوړوي.

الله جل جلاله په سورة النور کي فرمایي :
ژباړه : ” او نه دي وهي ښځي پښې خپلي، دپاره ددې چي معلوم کړل سي هغه ددوی د زینت شی چي دوی یې پټوي ”

خبره داسي وه چي د اسلام ترمخه او د جاهلیت په وختو کي ښځو پایزېبونه په پښو کول او بیا په اسلام کي دا امر وسو چي ښځي دي خپل زینت پټوي؛ نو د مسلمانانو ښځو خپل د زینت ټول شیان پټول خو ځیني داسي ښځي وې چي خپل قدمونه به یې ددې لپاره په قوت سره اخیستل چي هغه د پایزېب اواز یې واورېدل سي او دا معلومه سي چي پایزېب یې په پښه دی.

همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :
هره ښځه چي عطر استعمال کړي او بیا تر کور دباندي ددې لپاره ووځي چي بوی یې پر خلګو ومُښلي، دغه ښځه زانیه یا زنا کوونکې ده . رواه الدارمي

اوس نو ته دغه د نن ورځي تنګو او چسپو چادریو ته، هغو چادریو ته چي رنګارنګ او زلېدونکي کارونه پر سوي وي، فکر وکړه؛ پر چادریو سربیره د مخ پټولو هغه پوړنی چي مخ پوټۍ ورته وایي چي د سترګو پر حصه خلاص وي او بیا توري کړي سترګي او نیم مخ تر راوتلی وي، یا هغه چادرۍ چي د کوټ پر ډول په اوږو اغوستل کیږي او بیا هغه سربیره پوړنی چي زرین زرین کارونه پر سوي وي، او په هر ښایست سره ښایسته سوي وي؛ یقیناً د نارینه پر زړه د پایزېب تر هغه اواز چي الله جل جلاله په صریح ایت سره منع کړی دی، ډېر تاثیر لري.!

درنو خویندو ! تاسو پوهېږی چي حجاب یا ستر کول عادت نه بلکي عبادت دی

تاسي ته دا اجازه نسته چي د هري ورځي د موډ سره سم چادري جوړه کړې او بیا یې واغوندې، دغه په چادریو کي بې پروایي هغه شی ده چي اسلامي حجاب یې د هدف او مقصد څخه اړولی دی.

اې هغه خوري ! چي د ستر او حجاب، پاکۍ او عِفاف دعوه کوې، زه دغه پوښتنه در څخه کوم او ستا دي ستا په رب سره قسم وي چي ددغي پوښتني جواب ماته نه، بلکي خپل ځان ته په صدق او رشتیا سره ور کړه.

پوښتنه دا ده چي : ته چشي مجبوره کړې یې، یا څه سبب دی چي په دغو ښایستو، تنګو او ګلداره چادریو کي چي تش په نامه سره حجاب ورته ویل کیږي، د کوره وزې؟؛

ایا دا د نورو ښځو تقلید یا متابعت دی او که د خپلو شریکانو یا همزولانو تر تاثیر لاندي یې،که د موډ د قافلې سره رهي یې؟!

دا عیب بولې چي تر نورو پاته سې!

معززي خوري !

حیاء د ایمان د حِصو څخه یوه حصه ده، او د حیاء علامه داده چي ښځه د شک له ځایو او د شک د کارو څخه لیري وي، او دغه چادري چي ته په هغه سره په کوڅو او بازارو، مارکېټو او دوکانو کي ځان ښایسته کوې، د فتنې او فساد د بلونکو څخه ده، او نژدې ده چي په نامعلومه فتنه کي به ولوېږې.
حجاب د ټولو ښځو لپاره الهي امر دی، خو دغه امر یې اول وهغو ښځو ته کړی دی چي هغه تر ټولو ښځو شریفي پاکي، عفیفي او ډیري د ځان ساتونکي وې چي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاکي میرمني دي.

مبارکي خوري!

دغه ۵ نصیحتونه عملي کړه، ان شاءالله تعالی د جهنم د اور څخه به خلاصه سې!:

۱_ قران کریم د ځان قانون وګرځوه.

۲_ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لارښوونو عمل وکړه.

۳_ په صدق او اخلاص سره الله جل جلاله ته توبه وکاږه.

۴_ دغه اوسنۍ چادري او لباس دي د عِفت او حشمت، د ستر او حیاء په چادرۍ او لباس سره بدل کړه.

۵_ د ښو صالحو ښځو ملګرتیا اختیاره کړه؛ او د شپې دعاء مه هېروه ځکه د شپې دعاء خامخا قبلېدونکې ده.

دعاوي! د الله جل جلاله د درباره څخه ستا او د ټولو مسلمانو خویندو لپاره هدایت، پر اسلامي دین ثبات، په اسلامي اخلاقو او لباس سره ستا او د ټولو مسلمانو خویندو ښایست او زینت غواړم.

الله جل جلاله دي تا او ستا پاکي، ستا طهارت او ستا عِفاف د ټولو مسلمانو خویندو سره، در وساتي. امین یارب العالمین .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x