
هلمند : ناوې ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو سرتيری بريد شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وږی، ۱۳۹۶): د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو سرتېری موټر بم بريد شوی.
د والي وياند عمر ځواک د پيښي پخلی کړی او زياتوي چې امنيتي ځواکونه د ځينو سيمو له لاندي کولو وروسته د دمې کولو په حال کې وو چې موټر بم بريد پرې شوی.
د ځواک په وينا د بريد په پايله کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
پېښه شاوخوا ۶ نيمي بجې مازديګر مهال را منځته شوې.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی ، د دې ډلي ويندوی قاري يوسف احمدي وايي : د ناوې ولسوالۍ په مرکز کې د امنيتي ځواکونو پر قرارګاه د سرتيري بريد له امله ګڼ امنيتي سرتيري وژلي خو لا يې بشپړ جزئيات نه دي خپاره کړي.
د نوم نه ښودلو په شرط امنيتي سرچينو ځينو رسنيو ته منلې چې په بريد کې ۱۴ تنه افغان سرتيري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
الحمداللہ