
خپل خټکي ساتئ د شکاڼه په قسمونو باور مه کوئ!
لیکوال: صبغت الله صفت
څه لنډي او اوږدې يې سره کوو ، فقط راته غوږ سه او دا زما څخه واوره !
رش و کش يې جوړ کړی وو چې د ټرمپ ستراتيژي د افغانستان اړوند اعلانيږي ، آآآ سمه ده بابا دا ده اعلان شول خو هغه زوړ ملا او هغه زړې تراويح !!!
ټرمپ ولاکه چندان ګلان پاشلي وي ، هغه پخوانۍ بابولاله يې ويل.
د ستراتيژۍ خبرونه هم زاړه شول اوس بيا دلته دا خبريالان او پردي پالي رسنۍ د پيشو څخه آس درته جوړوي چې هغسي به کيږي او دغسي به کيږي.
له پرون راهيسي خو دا اوازه ده چې په بګرام کې امريکايان د نورو هوايي بريدونو کولو لپاره تياری نيسي او …
ته و خدای دوی دا تېر شپاړس کلونه هلته په کشمش خانو کې کشمش ځړول که يې د غنمو لو کوئ؟!!! خو داغه د افغان وژلو او ځپلو لپاره په کار اخته وه.
ای خلګو !
يو د ټرمپ ستراتيژي ده چې دا به کوم او ها به کوم
او بل
د لوی الله جل جلاله وعدې دي چې له مسلمانانو او مؤمنانو سره يې کړي دي، دا وعدې د اسلام او مسلمانانو په خیر وې ، دي او وي به ! ان شاءالله
نو تاسو د ټرمپ ستراتيژي او وعدې پلي کېدونکي بولی او که د لوی الله جل جلاله وعدې؟
پوهېږم ستاسو ځواب دا دی : چې د لوی الله جل جلاله وعدې پلي کېدونکي دي.
نو
خپل خټکي ساتئ او د شکاڼه په قسمونو باور مه کوئ!