نړۍ

الازهر پوهنتون: د پيغمبرانو او اصحابو فلمونه جوړول د اسلام خلاف دي

د اسلامي نړۍ ستر علمي مرکز “الازهر پوهنتون” لخوا په يوه فتوا کې ويل شوي چې، د انبياء کرامو عليهم السلام او صحابه رضي الله عنهم ژوند په فلمونو جوړول د اسلامي شريعت خلاف عمل دی.

دا فتوا په داسې حال کې راغلي چې، فلمي شرکت د حضرت نوح عليه السلام پر ژوند يو فلم جوړ کړی او د هغه صلي الله عليه وسلم ژوند، کورنۍ او طوفان پکې انځور شوی دی. مصري علماوو ويلي چې، دغه ډول فلمونه د مسلمانانو د عقيدو سپکاوی دی. علماوو ويلي چې، د پيغبر او صحابي ژوند په فلمي توګه انځورول د اسلام خلاف کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x