fbpx

حزبیان دې قومي جنګ ته لمن نه وهي

جیلاني پښتون

په دې وروستیو کې د کابل د مزدور حکومت او د بلخ د مزور والي عطا محمد نور تر منځ جنجال پیل شوی دی. تیره ورځ د بلخ والي په یوه وینا کې د حزب اسلامي په سلامي شوي مشر حکمتیار باندې هم سخت انتقادونه او لفظي ګوزارونه وکړل. هغه یي تسلیم شوی او د کابل قصاب ونوماوه.

په مقابل کې د حکمتیار د لور خُسر او د حزب مخکښ غړي عبیدالله بارکزي  په فیسبوک باندې په ګډه وډه املاء یو بې سراو بره پوسټ ولیکه او عطاء نور ته یې پیغور ورکړ، چې د املاء اصلاح شوې بڼه یې داده.( زه دغه کاغذي دیبانو، د فلم بدماشانو او د بي دوه پنځوس امریکایي طیارو په وزرو سپرو قهرمانانو ته وایم چې په یوه پښه ګوډ ملا داد الله اخند په هغه زاړه بایفور او زاړه کلاشینکوف په تاسو د کولاب او استانبول عمرې او طوافونه وکړل،نو اوس یادښت درکوم چې ولسمشر، حکومت، نظام او دجهاد رهبر ته ګواښونه مه کوئ. هغو ټولو ته حاجت نشته، د قهرمان روزګان او لوی قندهار،د ملا فاضل اخند، ملا دادالله اخند او ملا مشر اخند قوم او د صف ملګري فقط امر ته انتظار دي او تاسو هم دا ډیر وخت د کولاب او استانبول عمره او طواف نه دي کړي ملت پيژندلي یاست او څو واره مو دتیښتي امتحان ورکړی دی  ها ها ها ها ها ها ها ها خاینانو!)

دغه حزبي او د مشرانو جرګې غړي عبیدالله ته به ووایو چې لومړی خو مهرباني وکړه لږ لیک او املاء زده کړه بیخي بده خبره ده، حکمتیارصیب خپل حزب د نوابغو او کوادرو ګلچین بولي مګر لوړ رتبه غړی یې فلم په پیلم لیکي فقط په فقت او د یاء ګانو خو مه کوه پوښتنه.

دوهمه خبره دا چې عبیدالله حزبي صاحب ته دې وویل شي چې لطفا د خپلو سیاسي رقیبانو په وړاندې د قوم کارت او تعصبي ادبیات مه کاروئ. دا به ډیره بې ننګي او ستر ظلم وي چې د امریکايي ډالرو پر سر خپل منځي جنګ کې د قوم تر شا سنګر نیسئ او د خپل منځي ټوپکیزم او لنډغریزم جګړې مو په قومي منازعاتو تعبیروئ.

موږ په زغرده وایو چې په افغانستان کې د نویمو کلونو تنظیمي انډوخر او دکابل جګړې د پښتون، تاجک، هزاره، سادات او ازبک قومونه تر منځ قومي جګړې نه وې، بلکې د حکمتیار، مسعود،مزاري، دوستم او محسني په نوم څو ټوپکیان تر خپل منځ د کابل د چور کولو او لوټ تالان پر سر د مادیاتو او اقتدار د هوس په جګړو بوخت وو او یوازې د ملاتړ موندلو لپاره یې په خپلو اړونده قومونو کې د قومي جنګ او قومي غیرت پارولو هڅه کوله.

د هماغو کلونو په شان همدا اوس هم د افغانستان وروڼه قومونه د یوبل تر څنګ په کلي، ښار، دوکان، مارکيټ، مکتب، پوهنتون او هر ځای کې ګډ صمیمانه او مخلصانه ژوند لري. هغوی تر خپل منځ هیڅ داسې نزاع نلري چې پر سره د یو بل ویني تویي کړې. دا یوازې د عطانور، دوستم، محقق او حکمتیار په شان ملت شړلي جګړه ماران دي چې ډالر دامریکا خوري او ګو. . . .  نه د قومي نفاق غورځوي.

دغه دامریکایي یرغلګرې ابۍ لاسپوڅي چې  د ډالرخورۍ او جګړه مارۍ له امله د یو بل رضاعي وروڼه کیږي. په دې  دې خبر وي چې د افغانستان مسلمان ملت او د ملت مجاهدوبچیانو( طالبانو) ته تاسو ټول د یوه خره غوږونه یاست او ټولو ته په یوه نظر ګوري.

ملا فاضل او ملا داد الله که پرون عطا نور  کولاب ته شړلی و نو یې له حکمتیار سره یې یو ځای شړلی و. عبیدالله بارکزی که په خپل تسلیم شوي حزب کې دومره نر نه ويني چې عطاء نور پرې وډاروي نو لطفا دې له پردیو کوډونو استفاده نه کوي او نه دې هم خپل د اقتدار د هوس منازعات په قومي جګړو تعبیروي.

د افغانستان مسئله قومي نه ده چې د قومي جنګ، تعصبي ادبیاتو او قومي پیغورونو په بدرګه کولو حل شي.دغه جنګ د حق او باطل او په لویه کې د کفر او اسلام جنګ دی. دلته یوې خواته محکوم شوی ملت دی او بل اړخ ته یرغلګر غربیان او د هغوی تر وزر لاندې د عطاء نور او عبیدالله په شان د ملت غداران دي. د افغانستان وروڼه قومونه هغه که پښتانه دي یا ازبک، تاجک یا هزاره باید د قوم د غدارانو او د یرغلګرو د لاسپوڅو په شعارونو باندې خطا نه شي او نه هم د چا د شخصي هوس او اقتدار لپاره د قومي جنګ انګیزه را ژوندۍ کړي.

په پای کې له ښاغلي حکمتیار نه غوښتنه کوو چې که په قرآن او رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې باور لري نو لطفا دې د قوم شعار له خولې وغورځوي.ځکه تعصب یو بدبویه جاهلانه  مرض دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: څوک چې عصبیت یا قومپالنې ته دعوت کوي یا تر همدې شعار لاندې جګړه کوي او یا په دې لار کې ووژل شي زموږ له ډلې څخه نه دی. رواه ابو داود.

همدا راز د بلخ خروړي ګوشخوار عطا نور ته وایو چې ته به ډیره هڅه وکړي چې د قومي شعارونو په بدرګه کولو دغه پنځه زره کلن هیواد او ملت ټوټه ټوټه کړي. مګر په دې خبر اوسه چې په دې ارمان کې لکه څنګه چې ستا خارجي باداران پخوا ناکام شوي په نږدې ماضي کې ستا اسلاف لکه بدخشي،مسعود او نور هم ناکام شوي دي.دلته یو نه ماتیدونکی ملت پروت دی.هغه ملت چې د عقیدې په حبل المتین سره اوبدل شوی او د بیلولو کار یې څه د  آصف مهمند غوږ نه دی چې په یوه خروړې حمله یې راوشکوې.

بیغمه اوسه!

څو چې دا جهان ودان وي.

تل به دا افغانستان وي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

وروڼو اسلام علیکم! یو یې خډل سپی او بل یې لنډی سپی دی ! دادې کوچیانو دسپویو نومونه دي چې جنګي سپو یې ته به یې ورکول او ورکوي یې! خو کله چې وغواړې ، دغه دوه سپي په جنګ سره واچوي نو منځ ته یې هډوکی ور واچوي او هغو ی په جنګ ، غپېدا او خوړلو شروع وکړي . وروڼو !دغه دواړه دامریکې سپي دي ، په قدرت او دالرو د اشغالګروتر څنګ او اجازه يو له بل سره ناندرۍ وهي . دبارکزي خبرې لودګي او یوحماقت په طاقت د څلورو دی او هغه دادی چې دا فاسدین… نور لوستل »

داکتر منصف أندر
میلمه
داکتر منصف أندر

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته جيلاني صاحب ساسي خبره پر جای ده لکن مقابل لوری سی تاجکان دی له دی سخه سوء استفاده گري دي تول پشتو په حق گنده وهلي غصب يي كري بي عزتي يي رسولي نور بس كري له خپلو خلقو سره جفا بس كري دي معارف وزير په تلفون كي له مانه رشوت وغوشت أو اوشي يي په نوم قاضي فضل الله أو خوريي يي سي دي حجاج دي بعثي مشر وه په فساد لاس په لاس گرفتار اما اوس له وزیر سره کمیشن کار په صفت کار وی ملیونونه عاید لری تاسی وای له بشتنو… نور لوستل »

صباح
میلمه
صباح

وروره لیکنه مو په زړه پوری وه خو یو څه باید ووایم چی نن پښتون د اتحاری په قوم نومیږی پښتون ته څوک اهمیت نه ورکوی هغه خلک د پښتنو نه یی یو سمبول جوړ کړی الله دی کرزی تباه کړی چی دا خاینین یی دی مقام ته ورسول

pattang
میلمه
pattang

له پښتنو سره جفا خو پښتانه کوي ! کرزی ، اتمر ، غني ، نادري او نور یې پښتانه ندي ؟ امین ،ترکی ، سیاف او ګلبدین پښتانه ندي ؟
خائن پښتون اونه پښتون نه غواړي ! خائن نه قام لر نه دين ! اولس یې په لویه اقتصادي ستونځه کې راګیر کړی ، په پښو یې فلج کړی د ازادي لپاره حرکت نشي کولی ؟ تر څو چې یو اسلامي ازاد دولت نوي په هر چا به ظلم کیږي !!