سیف الدین قطز او د مغولو نه ماتېدونکې فلسفې پای(اخري برخه)

لیکوال : طارق محیايي
ژباړن : عبدالسمیع درانی

 

د عین جالوت جګړه:

د ۶۵۸هـ.ق کال د روژې میاشتې په ۲۶مه د جمعې ورځې په سهار د قطز او مغول لښکر د عین جالوت په سیمه کې سره مخامخ شول، او سخته نښته رامنځته شوه؛ د جګړې تر پیلېدو لږ شیبه وروسته د مغولو فوځونو لوړ ځایونه په خپله ولکه کې راوستل او له دې سره دوی وتوانېدل له چپ اړخه د مسلمانانو په ښي اړخ حمله وکړي؛ او مسلمانانو ته درنه مرګ ژوبله واړوي؛ دا کار ددې لامل شو چې مسلمان فوځ له ګډودۍ سره مخ او نژدې وه چې د مسلمانانو د بریا وروستۍ هیله له خاورو سره خاورې او په ترڅ کې یې نړۍ له نورو وحشتونو سره مخ شي. چې ناببره سیف الدین قطز له خپل آس څخه ځمکې ته راکوز شو؛ خپله خولۍ یې پر ځمکه کېښوده او دا نعره یې وویله: واه اسلاماه، واه اسلاماه!

دده د نعرې په اورېدلو سره دده فوځ پر ده را چاپېر شو او په ټول توان یې په مغولو حمله وکړه، هغوی یې پر شا وتمبول. قطز تکراراً ځان سره دا دعا لوستله: (یا الله انصر عبدک قطز علی التتار) یعنې اې الله د مغولو پر وړاندې د قطز یاري وکړه.

د مسلمانانو په دې کاري برید کې د مغولو سرلښکر (کتبغا) ووژل شو او مغول د شمال پر لور پر شا شول. مغولو بیا خپلې لښکرې منظمې کړې؛ خو سیف الدین قطز هغوی پسې تعقیب کړل، له ساعتونو جګړې وروسته مسلمانانو خپل بری یقیني کړ او په نتیجه کې مغولو خپل تر ټولو لوی شکست په سترګو ولید؛ او دا ستره ماته دوی ته د نورو ماتو پېلامه شوه.

هر کله چې سیف الدین قطز دوی ته ماتې ورکړه؛ له خپل آس څخه را ښکته او د الله تعالی د مننې په پار یې هغه ته پر ځمکه سجده ولګوله.
د جالوت له کامیابه سوبې وروسته د ممالیکو لښکر چې قومانده یې بېبرس او سیف الدین قطز پر غاړه لرله؛ د مغولو په تعقیب پسې شول، دمشق او حلب یې له هغوی بېرته ونیول، او د هغوی بې موراله لښکر له شام څخه تېښتې ته اړ شو.

که څه هم د جالوت سوبه د مغولي لښکر د ختمولو نه وه، خو د مغولي لښکر لپاره د نورو ماتو زیری ورکونکې وه؛ چې دې کار ته له قطز ورسته بیا بېبرس دوام ورکړ. د جالوت سوبې اهمیت په دې کې دی؛ چې دا سوبه د مغولو د حملو وروستۍ هڅه وه. مانا دا چې وروسته له دې کامیابې سوبې مسلمانانو تعرضي او مغولو دفاعي حالت اختیار کړ.

دې جګړې کې د مسلمانانو بری ظاهراً لکه د مسلمانانو د نورو فتوحاتو په شان مالومیږي؛ اما د سیف الدین قطز رهبري او په دې جګړه کې د هغه بری په اسلامي تاریخ کې خاص ځای او ارزښت لري، ځکه چې سیف الدین قطز په داسې یو وخت کې د مسلمانانو رهبري وکړه چې له دریو نه دوې برخې مسلمانان په اور سوزېدلې او بې اندازې کړېدلې وو. ده مسلمانانو ته نجات ورکړ او د مغولو په لاس د نورو مسلمانانو له وژلو یې مخنیوی وکړ.
سیف الدین قطز د مغولو نه ماتېدونکې ستراتېژي چې له کلونو یې راج چلېده؛ ماته او په مسلمانانو کې یې دا باور رامنځ ته کړ چې د ایمان په زور او د الله تعالی په نصرت پر هر دښمن بری ممکن دی. سیف الدین قطز د مغولو تعرضي ستراتېژي په دفاعي هغې بدله او د هغوی شان او شوکت یې له خاورو سره برابر کړ.

د تأمل او پند خبره دا ده چې څرنګه یو کس چې له درباري کورنۍ څخه ؤ؛ لاندې ولوید، بندي او غلام شو؛ خو اسارت او غلامي یې په همت او اراده کې کمی را نه وست.هغه هیله چې د مغولو ماتې وه؛ ده د هغې ورځې لپاره له ماشومتوبه تیاری ونیو، دیني علوم او جنګي فنون یې زده او بلاخره هماغه ارمان او سپېڅلی هدف ته یې لاس ورسېد.

د سیف الدین قطز شهادت:
که څه هم د عین جالوت اتل؛ خپل ملت او ټول مسلمان امت ته خوشحالي او بری په برخه کړ، خو تقدیر خپل کار ته دوام ورکوي، تقدیر دې ته پرېنښود چې همدا تاریخي خوشحالي او بری له مسلمانانو سره یو ځای ولمانځي.

سیف الدین قطز هم لکه خپل ماما سلطان جلال الدین د خپلو لښکریانو د خیانت ښکار شو؛ کله چې قطز د شام ځمکه د مغولو له شتون څخه پاکه او شام ته امنیت او راحت ورپه برخه کړ، مصر ته پر لاره د یوې ډلې له خوا په ناڅاپي توګه د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

د هغه د سلطنت موده تر یوولسو میاشتو زیاته نه وه؛ خو په همدغه موده کې یې چې کوم خدمتونه وکړل، او مسلمان امت ته یې چې کومې بریاوې لاسته راوړې، دده نوم یې په تاریخ کې په نیکو ثبت کړ. آن چې د مسلمانانو افتخار وګرځېد او دی د خپلو بچو لپاره د اسوې ( نمونې) په توګه ټاکي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د