ورلډ کپ: پاکستان د سیرلانکا څخه لوبه په 11 منډو وګټله

pakistan_vs_srilanka

نن ټکی آسیا: پاکستان خپل ننۍ لوبه د سیرلانکا څخه په 11 منډو وګټله.

شاهد افریدي د پاکستان کپتان اول ټاس وګتی او د بېټنګ فیصله یې وکړه.. او پاکستاني لوبغاړو په خپل پنځوس اوره کې 277 منډې جوړي کړې، چې سیرلانکا به په جواب کې 278 منډي کولي.. مګر سیرلانکا خپل پنځوس اوره کې د نهه لوبغاړو په سوځولو سره  266 منډی جوړي کړې..

د پاکستان له خوا که څه هم فیلډنګ ډېر کمزوری وو مګر بیا هم وتوانیدل چې لوبه وګټي.

د پاکستان له خوا شاهد افریدي 4 لوبغاړي وسوځول، شعیب اختر دوه او محمد حفیظ، عبد الرحمن، عمرګل یو یو لوبغاړی وسوځوی.

د پاکستان له خوا په بېټنګ کې مهم رول د یونس خان او مصباح الحق وو، چا چې 82 او 73 منډې په ترتیب سره جوړي کړي.

د مېچ مهم لوبغاړی شاهد افریدي وو.. افریدي 16 منډي او 4 لوبغاړي آوټ کړه.

د یادوني وړ ده چې سیرلانکا تر اوسه د پاکستان څخه په ورلډ کپ کې یوه لوبه هم نه ده ګټلي..

د لوبي په اړه پوره معلومات لاندي دي:

{iframe}http://synd.cricbuzz.com/geosuper/data/2011/2011_ICC_WORLDCUP/SL_PAK_FEB26/gen_commentary.html{/iframe}

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.