fbpx

دمؤمن لپاره لومړى څه اړين دي؟

وينا:عبدالقادر جيلاني “رح”
ژباړه: شهید بشيراحمد”ريان”

د مؤمن لپاره اړينه ده چي لومړى په فرائضو بوخت شي. کله چي له هغو څخه فارغ شي نو دسنتو په اداء کولو کې دي هڅه وکړي ، له هغه وروسته دي په نوافلو او فضائلو بوخت شي. تر څو چي فرائض اداء نشي دسنتو اداء کول ناپوهي او حماقت ده. که تر فرايِضو وړاندي په سنتو او نوافلو کي بوخت شي ، داعبادت نه قبلېږي او هغه ذلېل کېږي.ددې مثال داسى دي لکه پاچا چې يو کس را وغواړي او هغه دپاچا په ځاى امير ته ورشي چي دواکمن غلام او چوپړى دى او دپاچا تر امر لاندى دى.
له حضرت علي بن طالب رضى الله عنه څخه روايت شوي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل:”دهغه نفل کونکي چي فرض پرې پاته وي،مثال دهغې حاملي ميرمني ده چي دحمل موده يې پوره شوې وي او دنفاس وخت يې رانژدې شوى وي ، دا حمل واچوي،بيا به نه دادحمل والا وي او نه داولاد”.
همدارنګه ديوه لمونځ ګذاره نفل ترهغو الله جل جلاله نه قبلوي،څو چي فرض اداء نه کړي. لمونځ کوونکى يو تجار ته ورته ده. تجار چي تر کله پانګه نه وي ترلاسه کړې ګټه نشي موندلاى . نو نفل کوونکى هم داسي ده تر هغه مهاله يې نفلونه نه قبليږي، څو چي فرض ترسره نه کړي.هغه کسان هم چي سنت پرېږدې او په داسي نوافلو مشغول شي چي له فرائضو سره معمولي نه دي او شارع عليه السلام هم پرې کوم تاکيد کړي نه وي،داسي مثال لري.
له فرائضو څخه داده چي حرام پرېږدي، له خداى جل جلاله سره مخلوق شريکول او په قضا اوقدر اعتراض پرېږدي. دالله جل جلاله دمخلوق طاعت پرېږدي ، داټول فرائض دي او نور نوافل. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: “دالله په نافرماني کي دهيڅ مخلوق تابعداري جواز نلري”.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د