افغانستان

فراه: خاک سفيد کې د ملي اردو شپږ عسکر او شپږ طالبان وژل شوي

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي چې، د فراه ولايت خاک سفيد ولسوالۍ کې یې د ملي اردو شپږ عسکر وژلي او يو شمېر يې ټپیان کړي دي.

احمدي وايي چې، پوليسو، اربکيانو او ملي امنيت له څو ورځو راهيسې د خاک سفيد ولسوالۍ د ديوال سرخ په سيمه کې د کورونو د تالاشي پر مهال خلک ځورول چې، د دوی ملګرو پرې وسلوال بريد وکړ.

د احمدي په وينا له څو ساعتو جګړې وروسته د ملي اردو شپږ عسکر و وژل شو او ګڼ شمېر ټپيان دي. احمدي زياتوي چې، د جګړې پر مهال ملي اردو له امريکايانو مرسته وغوښته او جيټ، چورلکو او بې پيلوټه طيارو د سخت بمبار په نتيجه کې د دوی شپږ ملګري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شول>

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x